ختیځ افغانستان
EA Icon - Prophetic
نبوي

مکاشفه - دوه ویشتم فصل

۱بیا فرښتې ماته د ژوندون د اوبو سیند وښوده چې د بلور په شان ځلېده او د خدای او وري د تخت څخه بهېده ۲او د ښار د لوی سرک له منځ نه تېرېده. د سیند په دواړو غاړو کې د ژوندانه ونه وه چې په کال کې به یې دولس ډوله مېوه نیوله او هره میاشت کې به یې یو ځل. د دې ونې پاڼې د قومونو د علاج دپاره وې. ۳په هغه ښار کې به نور داسې شی نه وي چې د خدای لعنت ورباندې وي. د خدای او وري تخت به په هغه ښار کې وي او د خدای خدمتګاران به د خدای عبادت کوي. ۴هغوی به هغه مخامخ ویني او د هغه نوم به د هغوی په تندیو باندې لیکل شوی وي. ۵هلته به نوره شپه نه وي او هغوی به د څراغ یا لمر رڼا ته اړتیا نه لري، ځکه څښتن خدای به د هغوی دپاره رڼا وي او هغوی به تل ترتله هلته پاچاهي کوي.

د عیسی راتلل

۶بیا فرښتې ماته وویل: «دا خبرې د باور وړ او رښتیا دي. څښتن خدای چې خپلو پیغمبرانو ته الهام ورکوي، خپله فرښته رالېږلې ده چې خپلو خدمتګارانو ته هغه شیان وروښایي چې ډېر زر به پېښ شي.»

۷عیسی مسیح وایي: «واورئ، زه زر درځم، بختور دی هغه څوک چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغامونه مني.»

۸زه یوحنا هغه څوک یم چې دا شیان مې واورېدل او ومې لیدل. څنګه چې مې دا شیان واورېدل او ولیدل، نو د هغې فرښتې په پښو کې چې دا شیان یې راته ښودلي وو، پرېوتم چې سجده ورته وکړم. ۹خو هغې ماته وویل: «داسې مه کوه! زه خو ستا او ستا د ورونو یعنې پیغمبرانو او هغو کسانو په شان چې د دې کتاب پیغامونه مني، د خدای یوه خدمتګاره یم. یوازې د خدای عبادت کوه.»

۱۰بیا هغې ماته وویل: «د دې کتاب پېشګویانې او پیغامونه مه پټوه، ځکه چې هغه وخت نژدې دی چې دا شیان به پېښ شي. ۱۱پرېږده چې بدکاران خپل بد کارونه وکړي او فاسد خلک خپل فساد ته دوام ورکړي، عادلان دې خپلو نېکو کارونو ته دوام ورکړي او سپېڅلي خلک دې سپېڅلي اوسي.»

۱۲عیسی وایي: «واورئ، زه زر درځم او د ځان سره به هرچا ته د هغه د عملونو سره سم اجر او بدل ورکړم. ۱۳زه الف او یا یم، زه اول او اخر یم، زه شروع او پای یم.»

۱۴بختور دي هغه خلک چې خپلې چپنې پاکې ووینځي، ترڅو د دې حق ولري چې د ژوندانه د ونې مېوه وخوري او وکولای شي چې ښار ته د دروازو له لارې ورننوځي. ۱۵خو سپي، جادوګران، زناکاران، قاتلان، بت پرستان او دروغجن خلک به د ښار څخه دباندې پاتې وي.

۱۶«ما عیسی خپله فرښته تاسو ته درولېږله چې کلیساګانو دپاره دا پیغام ورسوي. زه د داود د نسل څخه یم او د سهار ځلېدونکی ستوری یم.»

۱۷روح القدس او ناوې عیسی ته وایي: «راشه!» او څوک یې چې اوري، هغه دې هم ووایي: «راشه!» څوک چې تږی وي، هغه دې راشي، او څوک چې د ژوندون اوبه غواړي، هغه دې دا اوبه لاسته راوړي، ځکه چې وړیا دي.

۱۸زه یوحنا هر هغه چاته چې د دې کتاب پېشګویانې او پیغامونه اوري، خبرداری ورکوم چې که چېرې څوک د خپل ځان نه په هغه کې کوم شی ورزیات کړي، نو خدای به هغه بلاګانې چې په دې کتاب کې بیان شوې دي، د هغه په سر باندې راولي. ۱۹او که څوک د دې پېشګویانو او پیغام څخه کوم څه کم کړي، نو خدای به هغه د ژوندانه د ونې او سپېڅلي ښار نه چې په دې کتاب کې بیان شوي دي، بې برخې کړي.

۲۰هغه څوک چې د دې ټولو شیانو په هکله شاهدي ورکوي، وایي: «هو، زه زر درځم!» امین، ای څښتنه عیسی، راشه! ۲۱په تاسو ټولو باندې دې د څښتن عیسی فضل وي.