ختیځ افغانستان
EA Icon - General Epistles
خط

اول یوحنا - پنځم فصل

په نړۍ باندې بریالیتوب

۱هرڅوک چې په دې باندې ایمان لري چې عیسی هماغه مسیح دی، نو هغه د خدای اولاد دی او په هرچا باندې چې پلار ګران وي، نو د هغه اولاد به هم ورباندې ګران وي. ۲که چېرې مونږ د خدای سره مینه ولرو او د هغه په حکمونو باندې عمل وکړو، نو بیا مونږ پوهېږو چې د خدای د اولادونو سره مینه کوو. ۳دا د خدای سره مینه ده چې د هغه په حکمونو باندې عمل وکړو. د هغه حکمونه سخت نه دي، ۴ځکه چې د خدای هر اولاد کولای شي چې په نړۍ باندې بری ومومي او دا بری زمونږ د ایمان په وسیله تر لاسه کیږي. ۵هغه څوک دی چې په نړۍ باندې بری مومي؟ یوازې هغه څوک چې په دې ایمان لري چې عیسی د خدای زوی دی.

د خدای د زوی په هکله شاهدي

۶عیسی مسیح هغه څوک دی چې د اوبو د تعمید او د خپلې وینې په تویولو سره راغی. هغه یوازې د اوبو سره نه بلکې د اوبو او وینو دواړو سره راغی. او روح القدس د دې شاهدي ورکوي، ځکه چې روح القدس حقیقت دی. ۷نو درې شاهدان شته: ۸یعنې روح القدس، اوبه او وینه، او درې واړه سره یو دي. ۹څرنګه چې مونږ د انسان شاهدي منو، نو د خدای شاهدي ډېره قوي ده او دا هغه شاهدي ده چې هغه د خپل زوی په هکله ورکړې ده. ۱۰هرڅوک چې د خدای په زوی باندې ایمان لري، نو دا شاهدي به د هغه په زړه کې وي. خو څوک چې په خدای ایمان نه لري نو هغه خدای دروغجن ګڼي، ځکه چې هغه د خدای په شاهدۍ باندې چې د خپل زوی په هکله یې ورکړې ده، ایمان نه لري. ۱۱هغه شاهدي دا ده: خدای مونږ ته تلپاتې ژوندون راکړی دی او دا ژوندون د هغه په زوی کې دی. ۱۲د هرچا سره چې د خدای زوی وي، نو هغه تلپاتې ژوندون لري او د چا سره چې د خدای زوی نه وي، نو هغه تلپاتې ژوندون نه لري.

تلپاتې ژوندون

۱۳دا خبرې مې تاسو ته چې د خدای د زوی په نوم ایمان لرئ ولیکلې چې په دې پوه شئ چې د تلپاتې ژوندون خاوندان یئ. ۱۴او دا هغه اعتماد دی چې مونږ یې په خدای لرو چې که د هغه نه کوم څه چې د هغه د رضا سره برابر وي وغواړو، نو هغه به یې اوري. ۱۵که چېرې مونږ په دې پوهېږو چې کله چې د هغه نه هرڅه وغواړو نو هغه یې اوري، نو په دې باندې هم باید پوه شو چې که هرڅه د هغه څخه وغواړو نو مونږ ته یې راکوي.

۱۶که چېرې څوک خپل ورور په داسې ګناه کولو وویني چې نتیجه یې مرګ نه وي، نو د هغه دپاره دې خدای ته دعا وکړي او خدای به ورته ژوند ورکړي، یعنې هغه چاته چې داسې ګناه یې نه ده کړې چې انجام یې مرګ وي. خو داسې ګناه هم شته چې انجام یې مرګ دی او زه دا نه وایم چې تاسو د هغه دپاره دعا وکړئ. ۱۷ټول بد کارونه ګناه ده، خو داسې ګناه هم شته چې انجام یې مرګ نه وي.

۱۸مونږ پوهېږو چې د خدای اولادونه د ګناه کولو عادت نه لري، ځکه چې د خدای زوی د هغوی ساتنه کوي او شیطان ورته زیان نه شي رسولی. ۱۹مونږ پوهېږو چې د خدای یو، او نوره ټوله نړۍ د شیطان د لاس لاندې ده.

۲۰مونږ پوهېږو چې د خدای زوی راغلی دی او مونږ ته یې پوهه راکړه چې رښتینی خدای وپېژنو. مونږ د رښتیني خدای او د هغه د زوی عیسی مسیح سره ملګرتیا لرو. هغه رښتینی خدای او تلپاتې ژوندون دی.

۲۱ګرانو بچیانو، خپل ځانونه د بتانو نه لېرې وساتئ.