ختیځ افغانستان
EA Icon - General Epistles
خط

اول پترس - څلورم فصل

ایمانداران باید څنګه ژوند ولري

۱نو څرنګه چې مسیح په جسماني توګه دردونه او کړاوونه وزغمل، نو تاسو هم باید خپل ځانونه همدې کار ته تیار کړئ. ځکه چا چې درد او کړاو زغملی دی، نو هغه نور نه غواړي چې ګناه وکړي. ۲د دې دپاره چې خپل پاتې ژوند د نفساني غوښتنو سره سم نه تېروي بلکې د خدای د رضا له مخې یې تېروي، ۳ځکه چې تاسو له مخکې نه خپل زیات وخت په هغو کارونو کې چې بې دینه خلک یې خوښوي، تېر کړ. ستاسو ژوند په بد اخلاقۍ، شهوت پرستۍ، مستۍ، عیاشۍ، د شرابو په نشو او د شرم نه ډکې بت پرستۍ کې تېر شو. ۴اوس ستاسو پخواني ملګري په دې حیران دي چې تاسو ورسره په ډېرو بې لارې کوونکو کارونو کې چې هغوی یې کوي ملګرتیا نه کوئ، نو له دې امله تاسو ته بد رد وایي. ۵هغوی به د دې حساب هغه خدای ته ورکوي چې د مړو او ژوندیو په هکله قضاوت کوي. ۶ځکه چې هغو خلکو ته هم زېری واورول شو چې اوس مړه شوي دي، سره له دې چې هغوی ته په جسماني توګه سزا ورکړل شوې وه، ترڅو هغوی وکولای شي چې په روحاني توګه د خدای په شان ژوندي پاتې شي.

۷دا نړۍ به زر ختمه شي، نو ځان ساتئ او هوښیار اوسئ، ترڅو وکولای شئ دعا وکړئ. ۸د ټولو څخه مهمه دا ده چې یو د بل سره د اخلاص نه ډکه مینه کوئ، ځکه چې مینه د ډېرو ګناهونو بخښنه کوي. ۹بې له ګورېدلو د یو بل مېلمه پالنه وکړئ. ۱۰هرچا ته چې د خدای د ډول ډول نعمتونو څخه کوم نعمت ورکړل شوی دی د هغه څخه دې د نورو په خدمت کې کار واخلي. ۱۱که څوک خبرې کوي، نو هغه دې داسې خبرې وکړي لکه څنګه چې د خدای کلام خبرې کوي. که څوک خدمت کوي، نو هغه دې په هغه قوت سره وکړي چې خدای ورته ورکړی دی، ترڅو په هرڅه کې خدای د عیسی مسیح په وسیله جلال ومومي. جلال او قدرت تل ترتله د هغه دی. امین!

د یو مسیحي په توګه باید درد وزغمئ

۱۲ګرانو دوستانو! کوم سخت ازمېښت چې په تاسو راځي نو په هغې باندې مه حیرانېږئ چې ګوندې کومه عجیبه پېښه درباندې راغلې ده. ۱۳بلکې خوشحالي کوئ چې تاسو د مسیح په کړاوونو کې شریک کېږئ، ترڅو د هغه د جلال د ښکاره کېدلو په وخت کې خوښ او خوشحاله اوسئ. ۱۴که چېرې د مسیح د نوم په خاطر ستاسو سپکاوی کیږي نو تاسو بختور یئ، ځکه چې د جلال روح یعنې د خدای روح په تاسو کې ځای نیسي. ۱۵په تاسو کې دې هېڅوک د قتل، غلا یا بدکارۍ او یا د نورو په کارونو کې د لاس وهنې په سبب درد او کړاو ونه زغمي. ۱۶خو که څوک د مسیحي په نوم ځورول کیږي، نو نه دې شرمیږي، بلکې د دې نوم په خاطر دې د خدای ثنا ووایي.

۱۷ځکه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې خدای به لومړی د خپل قوم په اړه قضاوت پیل کړي، او که چېرې زمونږ څخه پیل کیږي، نو د هغو خلکو وروستنی انجام به څه وي چې د خدای زېری نه مني. ۱۸لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:

که چېرې نېکان په سختۍ سره خلاصون مومي، نو د بې دینه او ګناهکارو به څه حال وي؟

۱۹نو بیا څوک چې د خدای د ارادې له مخې دردونه او کړاوونه زغمي، هغوی دې خپل ځانونه وفادار خالق ته وسپاري او تل دې نېکي کوي.