ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

نوييم زبور

څلورم کتاب

(زبور ۹۰ - ۱۰۶)

خدای او فاني انسان

(د خدای د نبي موسی دعا)

۱تل پناه ځای یې زمونږ د ټولو نسلو ای څښتنه

۲مخکې له دې نه چې ته غرونه او یا ځمکه

او نړۍ پیدا کړې

ته له ازله تر ابده خدای یې

۳ته انسان بېرته ورولې خاورو ته، وایې ورته:

«خاورو ته ستون شه ای فاني انسانه»

۴ستا په نظر کې زر کلونه داسې ښکاري

لکه یوه ورځ د پرون ورځې په شان

چې تېره شوې وي او یا لکه د شپې د پهرې وار

۵ته ناڅاپه انسانان له منځه وړې

د هغوی عمر لنډ وي لکه د خوب په شان

یا د هغو واښو په شان چې ځي له منځه زر

۶چې راشنه کیږي په سهار کې او غټیږي هم

بیا مړاوي کیږي په ماښام کې او وچیږي هم

۷بربادوي مونږ ستا قهر

سخت وېروي مونږه ستا غضب

۸تا خپلې مخې ته دي ایښي ګناهونه زمونږه

پټ ګناهونه زمونږ ښکاره دي تاته

۹عمر تېریږي زمونږ ستا په غضب کې

په اوسېلو کې مو ژوند پای مومي

۱۰زمونږه عمر به اویا کاله وي

او یا اتیا د ښې روغتیا له وجې

خو هغه ټول د کړاوونو او دردونو سره

مونږ فنا کېږو هغه زر تېریږي

۱۱څوک ستا د قهر په قوت پوهیږي؟

څوک ستا په غضب پوهیږي او وېریږي ترې؟

ځکه چې ستا نه باید ووېریږي

۱۲کړه مو ته پوه چې څومره عمر لرو

ترڅو شو مونږه هوښیار

۱۳ای څښتنه، وي به ستا قهر تر کومه؟

بس کړه، په خپلو خادمانو دې زړه وسوځه!

۱۴ستا په تلپاتې مینه هر سهار ماړه کړه مونږه

ترڅو خپل ټول عمر کړو تېر

په خوشحالۍ او په سندرو باندې

۱۵اوس مونږ ته دومره خوشحالي راکړه

لکه راکړي کړاوونه دې وو څومره ورځې

څومره کلونه چې راکړې دې وې مونږ ته ستونزې

۱۶پرېږده چې وویني ستا بندګان ستا زورور کارونه

او اولاده زمونږه وګوري دا ستا لویي

۱۷ای زمونږ څښتنه خدایه

وي ستا ښېګڼې دې زمونږه سره

ټولو کارونو کې بریا راکړه

هو، مونږ ته بریا راکړه