ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - شپږم فصل

د نذر ورکوونکو دپاره مقررات

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل ۲چې د اسراییلو قوم ته داسې ووایي: <که چېرې ستاسو څخه څوک که هغه نر وي یا ښځه غواړي چې د خاص نذر په ورکولو سره خپل ځان ما څښتن ته وقف کړي، ۳نور باید شراب یا بیر ونه څښي او نه دې کوم ډول سرکه استعمال کړي. د انګورو شربت دې نه څښي، انګور یا ممیز دې نه خوري. ۴ترڅو پورې چې هغه وقف شوی وي باید کوم شی چې د انګورو څخه جوړیږي ونه خوري، حتیٰ تخمونه او پوستکي یې هم ونه خوري.

۵ترڅو پورې چې هغه وقف شوی وي، باید خپل ویښتان کم نه کړي او خپله ږیره ونه خرایي. په هغه ټوله موده کې چې هغه څښتن ته وقف شوی وي، باید نذر ورکړي او خپل ویښتان پرېږدي چې لوی شي. ۶‏-۷د هغه ویښتان خدای ته د هغه د وقف کېدلو نښه ده، نو هغه باید خپل ځان مړي ته په ورنژدې کېدلو سره ناپاک نه کړي، که څه هم هغه د هغه د پلار، د هغه د مور، د هغه د ورور یا د خور مړی وي. ۸ترڅو پورې چې هغه نذر ورکوي، هغه به څښتن ته وقف وي.

۹که چېرې د هغه وقف شوي ویښتان یو چاته په ورنژدې کېدلو سره چې یوناڅاپه مړ شي ناپاک شي، هغه باید اووه ورځې صبر وکړي او بیا خپل سر وخرایي نو هغه به په مذهبي لحاظ پاک شي. ۱۰په اتمه ورځ به هغه نفر دوه کوترې یا دوه قمري ګانې د مقدسې خېمې دروازې ته کاهن ته راوړي. ۱۱کاهن به یو مارغه د ګناه د نذرانې په توګه او بل به د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړي چې د هغه دپاره کفاره ادا کړي ځکه چې هغه مړي ته په ورنژدې کېدلو سره ګناه کړې ده. هغه دې په هماغه ورځ د خپلو ویښتانو د پاکولو مراسم ترسره کړي. ۱۲نو څښتن ته دې هغه نفر خپل وخت بیا وقف کړي. تېرې شوې ورځې نه حسابیږي، ځکه چې د هغه مقدس ویښتان ناپاکه شول. هغه باید د تاوان د نذرانې په توګه یو یو کلن وری راوړي.

۱۳کله چې هغه نفر خپله هغه موده پوره کړي چې هغه په کې دا وعده کړې ده چې نذر به ورکوي، باید دا مراسم سرته ورسوي. د مقدسې خېمې دروازې ته به ورشي ۱۴او څښتن ته دې درې داسې حیوانات وړاندې کړي چې کوم عیب په کې نه وي، یعنې یو یو کلن وری د سوزېدونکې نذرانې دپاره، یوه یو کلنه مېږه د ګناه د نذرانې دپاره او یو پسه د سلامتۍ د نذرانې دپاره. ۱۵هغه دې یوه ټوکرۍ فطیره ډوډۍ هم وړاندې کړي یعنې پنډې ډوډۍ چې د داسې ښو اوړو څخه تیارې شوې وي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي او داسې نرۍ ډوډۍ چې تېل ورباندې موښل شوي وي او د غلې دانې او د څښلو نذرانې هم باید ورسره وي.

۱۶کاهن به دا ټول څښتن ته حاضر کړي او د ګناه نذرانه او سوزېدونکې نذرانه دې وړاندې کړي. ۱۷هغه به پسه د سلامتۍ د نذرانې په توګه څښتن ته قرباني کړي او هغه به د ډوډۍ د ټوکرۍ سره وړاندې کړي، همدارنګه هغه به د غلې دانې او څښلو نذرانې هم وړاندې کړي. ۱۸له هغې وروسته به هغه نفر د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې ودریږي، خپل سر به وخرایي او ویښتان به په هغه اور کې واچوي په کوم باندې چې د سلامتۍ نذرانه سوزول کیږي.

۱۹کله چې د پسه د اوږې غوښه وایشول شوه، کاهن به هغه واخلي او د ټوکرۍ د یوې پنډې ډوډۍ او یوې نرۍ ډوډۍ سره به یې د هغه نفر په لاسونو کې کېږدي. ۲۰هغه به یې بېرته کاهن ته ورکړي او کاهن به یې ما څښتن ته د وقف کولو دپاره پورته ونیسي. بیا کاهن کولی شي چې د پسه د اوږې غوښه، سینه او د هغه شاتنۍ پښه وخوري ځکه چې دا د نذرانې څخه د هغه برخه ده. له دې وروسته به هغه نفر نور نذر نه ورکوي او ازادانه شراب څښلی شي.

۲۱دا قانون د هغو خلکو دپاره دی چې نذر ورکوي. که چېرې کوم نفر وعده کړې وي چې څښتن ته برسېره په هغو شیانو چې هغه یې په عادي حالت کې ورکوي کوم بل شی د نذر په توګه ورکړي، نو هغه دې د خپلې وعدې سره سم خپل خاص نذر ورکړي.>

د کاهنانو له خوا د خلکو دپاره برکت

۲۲څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲۳<کله چې هارون او د هغه زامن د اسراییلو قوم ته برکت ورکوي، هغوی باید داسې ووایي:

۲۴څښتن دې برکت درکړي

او تاسو دې وساتي

۲۵هغه دې په تاسو باندې رحم

او مهرباني وکړي

۲۶څښتن دې درسره ښه وکړي

او تاسو ته دې سلامتیا درکړي>

۲۷بیا څښتن وفرمایل: <که چېرې هغوی زما په نوم د اسراییلو په قوم باندې برکت وایي، زه به هغوی ته برکت ورکړم.>