ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
خط

عبرانیان - لسم فصل

د مسیح یوځل قرباني د تل دپاره

۱د موسی شریعت د راتلونکو ښو شیانو یوازې یو تصویر دی او د هغو شیانو رښتینی شکل نه دی. دغه شریعت چې د هغه له مخې کومې قربانۍ چې هر کال به وړاندې کېدلې، هېڅکله نه شو کولای هغه خلک کامل کړي چې د خدای عبادت یې کاوه. ۲که چېرې عبادت کوونکي په یوځل او د تل دپاره پاکېدلی، نو نور به هغوی خپل ځانونه ګناهکار نه ګڼلی او چا به نورې قربانۍ نه کولای. ۳بلکې دې قربانیو به هر کال هغوی ته خپل ګناهونه ور په یادول، ۴ځکه چې د غویانو او وزو وینه هېڅکله نه شي کولای ګناهونه لېرې کړي. ۵له همدې امله کله چې مسیح نړۍ ته راتللو، نو خدای ته یې وویل:

تا نه غوښتلې قربانۍ او نذرانې

نو ماته دې راکړ بدن

۶په سوځېدونکو نذرانو

او د ګناه په نذرانو ته خوشحاله نه وې

۷بیا ما وویل: «ای خدایه، زه حاضر یم چې ستا رضا پوره کړم،

لکه څنګه چې د تورات په کتاب کې زما په هکله لیکل شوي دي.»

۸لکه څنګه چې مسیح مخکې وویل: «تا نه قربانۍ، نه نذرانې، نه سوځېدونکې نذرانې او نه د ګناه نذرانې غوښتلې او نه په هغو باندې خوشحالېدلې» که څه هم هغه د شریعت له مخې وړاندې کېدلې. ۹بیا هغه زیاته کړه: «زه راغلم چې ستا رضا پوره کړم.» بیا خدای مخکېنۍ قربانۍ باطلې کړلې، ترڅو د هغو په ځای د عیسی قرباني رامنځته کړي. ۱۰نو په دې ډول مونږ د خدای په ارادې او د عیسی مسیح د بدن په قربانولو سره یوځل او د تل دپاره د ګناه څخه پاک شولو.

۱۱هر کاهن هره ورځ د قربانۍ د ځای په مخکې ودریږي او خپل کار کوي او هماغه یو ډول قرباني بیا بیا وړاندې کوي چې دا قربانۍ هېڅکله نه شي کولای چې ګناهونه له منځه یوسي. ۱۲خو کله چې مسیح د تل دپاره د ګناهونو د له منځه وړلو په خاطر یوځل قرباني ورکړه، نو بیا هغه د خدای ښي لاس ته کښېناست ۱۳او د هماغه وخت نه هغه په دې انتظار دی، ترڅو د هغه دښمنان تر پښو لاندې کړای شي. ۱۴ځکه چې هغه د هغې یوې قربانۍ په ورکولو سره هغه خلک د تل دپاره کامل کړل چې د ګناه څخه پاک شوي دي.

۱۵مونږ ته روح القدس هم شاهدي راکوي، ځکه چې هغه اول وایي:

۱۶دا هغه لوظ دی چې کوم به یې

د هغوی سره په هغه ورځ

بیا څښتن وایي: د هغوی زړونو کې به واچوم

زه خپل شریعت

او وبه یې لیکم د هغوی ذهنونو کې

۱۷بیا هغه وایي:

نور به زه نه یادوم هېڅکله

ګناهونه او بد کارونه د هغوی

۱۸نو څرنګه چې دا ګناهونه بخښل شوي دي، نور د ګناهونو دپاره د قربانۍ وړاندې کولو اړتیا نشته.

راځئ چې د خدای حضور ته ورنژدې شو

۱۹نو ای خویندو او ورونو! مونږ د عیسی مسیح د وینې په وسیله کولای شو په زړورتیا سره ډېر سپېڅلي ځای ته ورننوځو. ۲۰هغه مونږ ته یوه نوې او د ژوندون لاره د پردې له منځ نه چې د هغه بدن دی، خلاصه کړه. ۲۱څرنګه چې مونږ یو لوی کاهن لرو چې د خدای د کور مسوولیت یې په غاړه دی، ۲۲نو راځئ چې د زړه د اخلاصه او په پوره باور سره د خدای حضور ته ورنژدې شو، ځکه چې زمونږ په ګناهکارو وجدانونو باندې د مسیح وینه شیندل شوې ده، ترڅو مونږ پاک کړي او زمونږ بدنونه یې په پاکو اوبو وینځلي دي. ۲۳راځئ چې هغه هیله چې مونږ پرې اقرار کوو ټینګه وساتو، ځکه چا چې زمونږ سره وعده کړې ده، هغه وفادار دی. ۲۴راځئ فکر وکړو چې څنګه یو بل مینې او نېکو کارونو ته وهڅوو. ۲۵مونږ باید د ایماندارانو په غونډو کې یو د بل سره په راټولېدلو کې بې پروایي ونه کړو، لکه څنګه چې ځینې خلک داسې عادت لري، بلکې یو بل وهڅوو، په ځانګړې توګه اوس چې مونږ وینو چې د خدای ورځ رانژدې کېدونکې ده.

۲۶ځکه که چېرې مونږ په حقیقت باندې په پوهېدلو سره بیاهم په قصدي توګه ګناهونه کوو، نو بیا هېڅ ډول قرباني نه شي کولای زمونږ ګناهونه لېرې کړي. ۲۷خو یوازې د قضاوت د ورځې وېروونکی انتظار او غضبناکه اور پاتې دی چې د خدای دښمنان به سوځوي. ۲۸هر چا چې به د موسی شریعت نه منلو، هغه به په بې رحمۍ سره د دوه یا درې شاهدانو په شاهدۍ ورکولو سره وژل کېده. ۲۹نو بیا فکر وکړئ چې څومره سخته سزا به ورکړل شي هغه چاته چې د خدای زوی تر پښو لاندې کوي او د لوظ د وینې چې هغه یې پاک کړی دی، بې عزتي کوي او د فضل د روح سپکاوی کوي. ۳۰ځکه مونږ پوهېږو چې خدای وویل:

بدل اخیستل زما کار دی، زه به بدل اخلم.

او همدارنګه هغه وویل:

څښتن به د خپلو خلکو په هکله قضاوت کوي.

۳۱د ژوندي خدای په لاسونو کې غورځېدل ډېر هیبتناکه دی.

۳۲خو هغه تېر وختونه در په یاد کړئ چې د خدای نور درباندې وځلېده، نو په هغو ورځو کې تاسو سخت کړاوونه وزغمل او ټینګ پاتې شوئ. ۳۳تاسو به کله کله د خلکو په مخکې بې عزته کېدلئ او ځورېدلئ، او کله به د نورو سره په دې شیانو کې شریکېدلئ. ۳۴تاسو د بندیانو سره چې په زندان کې وو، خواخوږي لرله او کله به چې ستاسو مال او دولت ستاسو نه په زور اخیستل کېده، نو په خوشحالۍ سره به مو منل، ځکه چې تاسو پوهېدلئ چې تاسو سره له دې نه ډېر ښه او تلپاتې مال او دولت شته. ۳۵نو خپله زړورتیا له لاسه مه ورکوئ، ځکه که چېرې تاسو همداسې باور ولرئ، نو لوی اجر به تر لاسه کړئ. ۳۶تاسو ته د صبر او زغم اړتیا ده، ترڅو د خدای اراده پوره کړئ، نو بیا به هغه څه تر لاسه کړئ چې هغه یې وعده کړې ده. ۳۷ځکه لکه څنګه چې د خدای کلام وایي:

پاتې دی ډېر لږ وخت او هغه څوک چې باید راشي

هغه به راشي او وبه نه کړي ځنډ

۳۸د ایمان په وسیله به کوي ژوند زما نېکان

او څوک چې مخ واړوي ما نه

نو زه به نه یمه خوشحاله د هغه نه

۳۹خو مونږ هغه خلک نه یو چې د خدای څخه مخ اړوي او تباه کیږي، بلکې مونږ ایمان لرو او ژغورل کېږو.