ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - دیارلسم فصل

دولس نفره کنعان ته لېږل کیږي

(تثنیه ۱: ۱۹ - ۳۳)

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د هرې قبیلې څخه یو یو مشر انتخاب کړه او کنعان ته یې د جاسوسانو په توګه ولېږه چې هغه وطن وګوري چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم.>

۳نو حضرت موسیٰ د څښتن د حکم سره سم د فاران له دښتې څخه دولس قبیلوي مشران ولېږل ۴‏-۱۶او حکم یې ورکړ چې د کنعان ځمکه وګوري. د هغوی نومونه دا دي:

  • د روبین له قبیلې څخه د زکور زوی شموع
  • د شمعون له قبیلې څخه د حوري زوی شافاط
  • د یهودا له قبیلې څخه د یفنه زوی کالیب
  • د یساکار له قبیلې څخه د یوسف زوی یجال
  • د افرایم له قبیلې څخه د نون زوی هوشع (حضرت موسیٰ په هغه باندې یوشع نوم کېښود.)
  • د بنیامین له قبیلې څخه د رافو زوی فلتي
  • د زبولون له قبیلې څخه د سودي زوی جدیئیل
  • د منسي له قبیلې څخه د سوسي زوی جدي
  • د دان له قبیلې څخه د جملي زوی عمیئیل
  • د اشیر له قبیلې څخه د میکائیل زوی ستور
  • د نفتالي له قبیلې څخه د وفسي زوی نحبي
  • او د جاد له قبیلې څخه د ماکي زوی جاوئیل.

۱۷مخکې له دې چې حضرت موسیٰ هغوی کنعان ته ولېږي، داسې یې ورته وفرمایل: <کله چې د کنعان د جنوبي دښتې څخه تېر شوئ، غرنۍ سیمې ته چې په شمال کې ده لاړ شئ. ۱۸دا معلومه کړئ چې هغه هېواد څه ډول دی، په هغه ځای کې څومره خلک اوسیږي او هغوی څومره قوي دي. ۱۹هغه ځمکه ښه ده یا خرابه او آیا خلک په بې دېواله ښارونو کې اوسیږي یا په دېوال لرونکو ښارونو کې؟ ۲۰خاوره یې حاصلخېزه ده او یا ځمکه یې ځنګلي ده؟ د هغو مېوو څخه چې هلته پیدا کیږي لږه خامخا د ځان سره راوړئ.> (دا د اولنیو پخو شویو انګورو موسم ؤ.)

۲۱نو نفر د شمال خواته لاړل او هغه ځمکه یې د صین د دښتې څخه چې په جنوب کې وه تر رحوب پورې چې په شمال کې د حمات غاښي ته نژدې وه، وکتله. ۲۲هغوی اول د هغه وطن جنوبي برخې ته لاړل او حبرون ته ورغلل. هلته د اخیمان، شیشای او تلمای طایفې اوسېدلې، دا د عناقیانو د قوم اولاده وه، چې ډېر لوړ قدونه یې درلودل. (حبرون اووه کاله مخکې د صوعن څخه چې په مصر کې ؤ جوړ شوی ؤ.) ۲۳هغوی د اشکول درې ته ورغلل او هلته یې یوه څانګه پرې کړه چې د انګورو یو وږی په کې ؤ او دومره درنده وه چې دوه تنو هغه د یوې میلې په وسیله انتقال کړه. هغوی لږ انار او اینځر هم راوړل. ۲۴(د انګورو د وږي له کبله چې اسراییلیانو هلته پرې کړ، هغه ځای د اشکول د درې په نوم یاد شو.)

۲۵د کنعان د خاورې د کتلو څخه وروسته چې څلوېښت ورځې یې دوام وموند، ۲۶هغه دولس نفره قادش ته چې د فاران په دښته کې ؤ راستانه شول او څه یې چې لیدلي وو، حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د اسراییلو ټول قوم ته وویل او هغه مېوه چې هغوی راوړې وه هغوی ته یې وروښودله. ۲۷هغوی حضرت موسیٰ ته وویل: <مونږ هغه ځمکه وکتله او معلومه شوه چې هغه غني او حاصلخېزه ده او دا د هغې ځمکې لږه مېوه ده. ۲۸مګر د هغه ځای خلک قوي او ښارونه یې ډېر لوی او دېوال لرونکي دي. برسېره پردې، مونږ هلته د عناقیانو اولاده هم ولیدله. ۲۹عمالیقیان په جنوبي دښته کې اوسیږي، حیتیان، یبوسیان او اموریان په غرنۍ سیمه کې دي او کنعانیان د مدیترانې د بحیرې او د اردن د سیند په غاړه اوسیږي.>

۳۰کالیب هغه خلک غلي کړل چې د حضرت موسیٰ په ضد یې شکایتونه کول او ویې ویل: <راځئ چې اوس لاړ شو او دا ځمکه ونیسو. زه پوهېږم چې مونږ دا کار کولی شو!>

۳۱مګر هغو نفرو چې د کالیب سره تللي وو وویل: <نه، مونږ دومره قوي نه یو چې په هغوی باندې حمله وکړو، د هغه ځای خلک زمونږ څخه ډېر قوي دي.> ۳۲نو هغوی د هغې ځمکې په باره کې چې هغوی کتلې وه د اسراییلیانو په منځ کې غلط خبر خپور کړ. هغوی وویل: <هغه ځمکه دومره حاصل هم نه ورکوي چې د هغه ځای د خلکو د مړولو دپاره کفایت وکړي. هرڅوک چې مونږ لیده ډېر لوړ قد یې درلود، ۳۳حتیٰ مونږ په هغه ځای کې د عناقیانو اولاده ولیدله. هغوی دومره قوي وو او لوړ قدونه یې درلودل چې مونږ ته خپل ځانونه داسې کوچني ښکاره شول لکه د ملخانو په شان او هغوی ته هم همداسې ښکاره کېدو.>