ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

لوقا - اووم فصل

عیسی د رومي منصبدار نوکر ته شفا ورکوي

(متي ۸: ۵ - ۱۳)

۱کله چې عیسی خلکو ته خپلې ټولې خبرې وکړې، نو کپرناحوم ته لاړ. ۲هلته یو رومي منصبدار ؤ او یو نوکر یې درلود چې په هغه ډېر ګران ؤ. هغه نوکر ناروغ ؤ او مرګ ته نژدې ؤ. ۳کله چې هغه منصبدار د عیسی په هکله واورېدل، نو یو څو یهودي مشران یې ورولېږل، ترڅو د هغه څخه وغواړي چې راشي او نوکر یې روغ کړي. ۴هغوی عیسی ته راغلل او سختې زارۍ یې ورته وکړې او ورته ویې ویل: «دا سړی په رښتیا د دې وړ دی چې مرسته ورسره وکړې، ۵ځکه چې هغه زمونږ د خلکو سره مینه لري او مونږ ته یې کنیسه هم جوړه کړې ده.» ۶نو عیسی د هغوی سره لاړ. خو کله چې د هغه کور ته نژدې شو، نو هغه منصبدار خپل څو ملګري ورولېږل چې هغه ته ووایي: «ښاغلیه! خپل ځان دې مه په تکلیفوه، زه د دې لایق نه یم چې زما کور ته راشې ۷او دا مې هم غوره ونه ګڼله چې خپله تاسو ته راشم. ته یوازې حکم وکړه، نو زما نوکر به روغ شي. ۸ځکه چې زه هم د بل د امر لاندې یم او عسکر زما د امر لاندې دي. کله چې کوم یو ته ووایم چې لاړ شه، نو هغه ځي او بل ته ووایم راشه، نو راځي او خپل نوکر ته ووایم چې دا کار وکړه، نو هغه یې کوي.» ۹کله چې عیسی دا واورېدل، نو حیران شو او خلکو ته یې چې ورپسې روان وو، مخ راواړاوه او ویې ویل: «زه تاسو ته وایم چې ما په اسراییلو کې هم داسې ایمان نه دی لیدلی.» ۱۰کله چې لېږل شوي کسان بېرته کور ته راستانه شول، نو هغه نوکر یې روغ رمټ ولید.

عیسی د یوې کونډې زوی راژوندی کوي

۱۱بله ورځ عیسی د خپلو شاګردانو او د خلکو د یوې لویې ډلې سره نایین نومي ښار ته لاړ. ۱۲کله چې د ښار دروازې ته نژدې شو، نو یوه جنازه یې ولیدله چې راووتله. دا مړی د یوې کونډې ښځې ‎یوازېنی زوی ؤ او د هغې سره د ښار ګڼ شمېر خلک ملګري وو. ۱۳کله چې عیسی هغه ښځه ولیدله، نو زړه یې ورباندې وسوځېده او ورته ویې ویل: «نوره مه ژاړه.» ۱۴بیا هغه وروړاندې شو او په تابوت باندې یې لاس کېښود او کومو خلکو چې تابوت وړلو، ودرېدل. عیسی وویل: «ای ځوانه! تاته وایم راپاڅېږه.» ۱۵هغه مړی کښېناست او په خبرو یې پیل وکړ او عیسی هغه بېرته خپلې مور ته وسپاره. ۱۶هغوی ټول وېرې واخیستل او د خدای ثنا یې وویله او ویې ویل: «په مونږ کې یو لوی پیغمبر پیدا شوی دی. خدای راغلی چې د خپل قوم سره مرسته وکړي.» ۱۷عیسی چې څه کړي وو د هغو خبر په ټولې یهودیې او شاوخوا سیمو کې خپور شو.

د عیسی په هکله د یحیی پوښتنه

(متي ۱۱: ۲ - ۱۹)

۱۸د یحیی شاګردانو هغه د دې ټولو کارونو څخه خبر کړ. نو یحیی د هغوی څخه دوه تنه راوغوښتل ۱۹او هغوی یې عیسی ته ورولېږل چې پوښتنه ورڅخه وکړي: «ایا ته هغه څوک یې چې ویل شوي وو باید راغلی وای، یا د کوم بل چا په تمه واوسو؟» ۲۰کله چې هغوی عیسی ته ورغلل، ورته ویې ویل: «مونږ تعمید ورکوونکي یحیی تاته رالېږلي یو چې پوښتنه وکړو چې ته هغه څوک یې چې باید راغلی وای یا د کوم بل چا په تمه واوسو؟» ۲۱په هماغه ساعت عیسی ډېر خلک د ډول ډول ناروغیو، طاعون او پېریانو څخه روغ کړل او ډېر ړانده یې بینا کړل. ۲۲هغه د یحیی استازو ته په ځواب کې وویل: «بېرته لاړ شئ او څه مو چې لیدلي او اورېدلي، هغه یحیی ته ووایئ چې څنګه ړانده بینا کیږي، ګوډان کولای شي وګرځي، کوم خلک چې په جذام باندې اخته وو هغه پاک او روغ شوي دي او کاڼه اوري، مړي راژوندي کیږي او غریبانو ته زېری ورکول کیږي. ۲۳بختور دی هغه څوک چې په ما شک ونه کړي.»

۲۴کله چې د یحیی استازي لاړل، نو عیسی د یحیی په هکله د خلکو سره خبرې پیل کړې او ویې ویل: «تاسو د څه شي د لیدلو دپاره دښتې ته تللي وئ؟ ایا د هغې لوخې د لیدلو دپاره چې باد یې خوځوي؟ ۲۵نو بیا د څه شي د لیدلو دپاره تللي وئ؟ ایا د هغه چا د لیدلو دپاره چې ښکلي کالي یې اغوستي وو؟ ګورئ، کوم خلک چې قیمتي کالي اغوندي، هغوی په عیش او عشرت کې ژوند تېروي او په ماڼیو کې اوسیږي. ۲۶نو بیا د څه شي د لیدلو دپاره وتلي وئ؟ ایا د یو پیغمبر د لیدلو دپاره؟ هو، زه تاسو ته وایم چې هغه د یو پیغمبر نه هم ډېر لوی دی. ۲۷دا هغه څوک دی چې د هغه په هکله د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

ګورئ، زه به خپل استازی ستا څخه مخکې ولېږم

چې ستا دپاره لاره تیاره کړي.»

۲۸عیسی زیاته کړه: «زه تاسو ته وایم چې په دې نړۍ کې د یحیی څخه بل څوک لوی نه دی زېږول شوی، خو بیاهم د خدای په پاچاهۍ کې تر ټولو کوچنی د هغه نه لوی دی.»

۲۹کله چې ټولو خلکو او حتی مالیه ټولوونکو د عیسی خبرې واورېدلې، نو په دې یې اقرار وکړ چې د خدای لاره سمه ده، ځکه چې هغوی د یحیی په لاس د تعمید غسل اخیستی ؤ. ۳۰خو فریسیانو او د شریعت عالمانو د خدای هغه مقصد چې د هغوی دپاره یې درلود رد کړ، ځکه چې هغوی د یحیی په لاس د تعمید غسل نه ؤ اخیستی.

۳۱عیسی وویل: «د دې زمانې خلک د څه شي سره پرتله کړم؟ دا څه ډول خلک دي؟ ۳۲دوی د هغو ماشومانو په شان دي چې په بازار کې ناست وي او یو بل ته چیغې وهي او وایي: ‹مونږ تاسو ته شپیلۍ ووهله، خو تاسو ګډا ونه کړه. مونږ درته د غم سندرې وویلې، خو تاسو ونه ژړل.› ۳۳ځکه کله چې تعمید ورکوونکی یحیی راغی هغه به نه ډوډۍ خوړله او نه یې شراب څښل، نو تاسو به ویل چې هغه پېریانو نیولی دی. ۳۴د انسان زوی راغی چې هم خوري او هم څښي نو تاسو وایئ چې دې سړي ته وګورئ، هغه خېټور، شرابي او د مالیه ټولوونکو او ګناهکارانو ملګری دی. ۳۵خو بیاهم د خدای حکمت د هغو خلکو په وسیله چې هغه یې منلی دی، رښتینی ثابت شو.»

عیسی د فریسي شمعون په کور کې

۳۶یو فریسي عیسی ته بلنه ورکړه چې د هغه سره ډوډۍ وخوري، نو عیسی د هغه کور ته ورغی او د هغه سره دسترخوان ته کښېناست. ۳۷په هغه ښار کې یوه بدکاره ښځه اوسېدله. هغه خبره شوه چې عیسی د هغه فریسي په کور کې ډوډۍ خوري، نو د عطرو څخه ډک د مرمرو د بوتل سره راغله. ۳۸هغه ښځه د عیسی شاته د هغه د پښو سره ودرېدله او ژړل یې. د هغې اوښکې د عیسی په پښو باندې تویې شوې او هغه لمدې شوې. ښځې هغه په خپلو ویښتانو باندې وچې کړلې، د هغه پښې یې ښکل کړې او عطر یې ورباندې واچول. ۳۹کله چې هغه فریسي چې عیسی یې مېلمه کړی ؤ دا ولیدل، نو د خپل ځان سره یې وویل: «که چېرې دا سړی په رښتیا پیغمبر وای نو هغه باید په دې پوه شوی وای چې دا ښځه چې هغه ته لاس وروړي، څوک ده او څنګه ښځه ده. هغه یوه ګناهکاره ښځه ده.»

۴۰نو عیسی هغه فریسي ته وویل: «ای شمعونه! زه غواړم تاته یو څه ووایم.» هغه وویل: «ښه استاذه! ووایه.» ۴۱عیسی وویل: «دوه کسانو د یو چا څخه پور اخیستی ؤ، د هغو څخه یو یې پنځه سوه د سپینو زرو سکې پوروړی ؤ او بل یې پنځوس سکې. ۴۲هغوی دواړو هېڅ نه لرل چې خپل پور ورکړي، نو پور ورکوونکي هغو دواړو ته خپل پورونه وروبخښل. نو اوس په دې دواړو کې به کوم یو د هغه سره زیاته مینه وکړي؟» ۴۳شمعون په ځواب کې وویل: «زما په خیال کوم سړي ته چې زیات پور وبخښل شو.» عیسی وویل: «تا سم قضاوت وکړ.» ۴۴بیا یې ښځې ته مخ راواړاوه او شمعون ته یې وویل: «دا ښځه وینې؟ زه ستا کور ته راغلم خو تا زما د پښو دپاره اوبه رانه وړلې، خو هغې په خپلو اوښکو باندې زما پښې ووینځلې او په خپلو ویښتانو یې وچې کړلې. ۴۵تا زه ښکل نه کړم، خو د کوم وخت نه چې زه دلته راغلی یم دا ښځه لګیا ده زما پښې ښکلوي. ۴۶تا زما سر په تېلو غوړ نه کړ، خو هغې زما په پښو عطر واچول. ۴۷نو زه تاته وایم چې هغې زما سره ډېره مینه وښودله، ځکه چې د هغې ډېر ګناهونه وبخښل شول. خو د چا چې لږ بخښل شوي هغه لږه مینه کوي.» ۴۸بیا عیسی هغې ښځې ته وویل: «ستا ګناهونه وبخښل شول.» ۴۹دسترخوان ته نورو ناستو مېلمنو په خپلو کې سره وویل: «دا څوک دی چې حتی ګناهونه هم بخښي؟» ۵۰خو عیسی هغې ښځې ته وویل: «ته خپل ایمان وژغورلې. په خیر لاړه شه.»