ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف پينځم کِتاب

تثنیه - یوولسم فصل

د څښتن سره مینه کوئ او د هغه اطاعت کوئ

۱د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او همېشه د هغه د ټولو قوانینو څخه اطاعت کوئ. ۲نن ورځ دا په یاد ساتئ چې دا تاسو وئ، نه ستاسو اولادونه چې د خپل څښتن خدای انتظام، د هغه لویي، قدرت، قوت، ۳او معجزې مو لیدلې دي. تاسو ولیدل چې هغه د مصر د پادشاه فرعون او د هغه د ټول هېواد سره څه وکړل. ۴تاسو ولیدل چې څښتن څنګه د مصریانو لښکرې د هغوی د اسونو او جنګي ګاډیو سره تباه کړې او هغوی یې په داسې وخت کې په سره بحیره کې غرق کړل کله چې تاسو یې تعقیبولئ. څښتن هغوی د داسې تباهۍ سره مخامخ کړل چې تر اوسه پورې دوام لري. ۵تاسو پوهېږئ مخکې له دې چې تاسو دلته راورسېدلئ څښتن ستاسو دپاره په دښته کې څه وکړل. ۶در په یاد کړئ چې هغه د روبین د قبیلې د الیاب په زامنو یعنې په داتان او ابیرام باندې څه وکړل. د ټولو خلکو په مخ کې ځمکه پرانیستل شوه او هغوی یې د خپلو کورنیو، خېمو او ټولو غلامانو او حیواناتو سره ژوندي تېر کړل. ۷هو، تاسو هماغه خلک یئ چې دا ټول لوی لوی کارونه چې څښتن کړي دي، هغه مو لیدلي دي.

د وعده شوې ځمکې برکتونه

۸د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې نن مې درکړل. نو بیا به د دې قوت پیدا کړئ چې د اردن له سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره ونیسئ چې تاسو ورننوزئ. ۹تاسو به په هغه غني او حاصلخېزه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې څښتن یې د ورکولو وعده ستاسو د نیکونو او د هغوی د اولادې سره کړې ده. ۱۰کومه خاوره چې تاسو یې اوس نیسئ د مصر د خاورې په شان نه ده چې مخکې په کې اوسېدلئ. تاسو چې کله هلته تخم کاره، مجبور وئ چې پټیو ته د اوبو ورکولو دپاره ډېر زیار وباسئ. ۱۱خو هغه خاوره چې تاسو ورداخلېږئ، هلته غرونه او درې دي او د باران په واسطه ورته اوبه ورکول کیږي. ۱۲ستاسو څښتن خدای په دې ځمکه باندې پام کوي او ټول کال هغه تر خپل نظر لاندې ساتي.

۱۳نو بیا د هغو امرونو اطاعت کوئ چې نن مې درکړل. د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او د زړه له کومي د هغه خدمت کوئ. ۱۴که چېرې داسې وکړئ نو هغه به د اړتیا په وخت یعنې په مني او پسرلي کې ستاسو په ځمکه باندې باران واوروي ترڅو تاسو ته غلې دانې، شراب او د زیتونو تېل درورسیږي ۱۵او حیواناتو ته به مو واښه ورورسیږي. هرڅومره خواړه چې غواړئ تاسو ته به درورسیږي. ۱۶پام کوئ. که نه، نو تاسو به وغولېږئ او بې لارې به شئ او د نورو خدایانو عبادت به وکړئ او هغو ته به سجده وکړئ. ۱۷که چېرې تاسو داسې وکړئ نو څښتن به درباندې په قهر شي. هغه به درباندې باران ودروي، ستاسو ځمکه به وچه شي او فصلونه به په کې نه راشنه کیږي. که څه هم هغه ځمکه چې هغه یې تاسو ته درکوي ښه ده، خو تاسو به په کې ژر مړه شئ.

۱۸دا قوانین په یاده زده کړئ او د هغو په هکله فکر کوئ. هغه ولیکئ او په خپلو مټو او تندیو باندې یې وتړئ چې د هغو په اطاعت کولو کې درسره مرسته وکړي. ۱۹هغه خپلو اولادونو ته ورزده کړئ. هر وخت د هغو په هکله خبرې کوئ، که په کور کې یئ یا په لاره روان یئ یا ارام کوئ یا کار کوئ. ۲۰دا قوانین د خپلو کورونو د دروازو په چوکاټونو او د خپلو ښارونو په دروازو باندې ولیکئ. ۲۱بیا به تاسو او ستاسو اولاده په هغه خاوره کې ډېره موده ژوند وکړئ چې څښتن ستاسو د نیکونو سره د هغې د ورکولو وعده کړې ده. ترڅو پورې چې ځمکه او اسمان وي، تاسو به هلته ژوند کوئ.

۲۲د هغو ټولو قوانینو چې ما درکړي دي په وفادارۍ سره اطاعت کوئ. د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ، د هغه هر امر په ځای کوئ او هغه ته وفادار اوسئ. ۲۳بیا به څښتن هغه ټول قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کړي او تاسو به د هغو قومونو ځمکه ونیسئ چې ستاسو څخه لوی او قوي دي. ۲۴په هرځای باندې چې تاسو قدم ږدئ هغه به ستاسو وي. ستاسو سیمه به د جنوبي دښتې څخه په شمال کې د لبنان تر غرونو پورې وغزیږي او د فرات د سیند څخه به چې په ختیځ کې دی د مدیترانې تر بحیرې پورې چې په لوېدیځ کې ده وغزیږي. ۲۵د هغې خاورې هرځای ته چې تاسو لاړ شئ، ستاسو څښتن خدای به د خپلې وعدې سره سم د هغو خلکو په زړونو کې وېره واچوي چې ستاسو څخه ووېریږي او هیڅوک به ونه شي کولی چې ستاسو په مقابل کې ودریږي.

۲۶زه نن تاسو ته دا فرصت درکوم چې د څښتن څخه برکت غواړئ یا غواړئ چې لعنت درباندې وشي. ۲۷که چېرې د خپل څښتن خدای د امرونو څخه چې زه یې نن درکوم اطاعت وکړئ، برکت به ومومئ. ۲۸خو که چېرې د دغو امرونو څخه سرغړونه وکړئ او د هغو نورو خدایانو عبادت وکړئ چې مخکې مو هیڅکله د هغو عبادت نه دی کړی، نو څښتن به درباندې لعنت ووایي. ۲۹کله چې څښتن تاسو هغې خاورې ته ورولي چې تاسو یې نیسئ، نو د جرزیم د غره څخه به د برکت اعلان وکړئ او د عیبال د غره څخه به د لعنت اعلان وکړئ. ۳۰(تاسو پوهېږئ چې دا دوه غرونه د اردن د سیند په لوېدیځ کې په هغې خاوره کې دي چې اوس د هغو کنعانیانو تر واکمنۍ لاندې ده چې د اردن په دره کې اوسیږي. دا غرونه د جلجال بلې خواته د موره مقدسو ونو ته نژدې دي.) ۳۱تاسو به ژر د اردن د سیند څخه تېر شئ او هغه خاوره به ونیسئ چې ستاسو څښتن خدای یې درکوي. کله چې تاسو هغه خاوره ونیسئ او په کې اوسېږئ، ۳۲نو تاسو به په غور سره د هغو ټولو قوانینو اطاعت کوئ چې زه یې نن درکوم.