ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

نهم زبور

د خدای د عدالت دپاره شکرګزاري

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د زوی د مرګ» په تال د داود زبور)

۱زه به ستا شکر کوم د زړه له کومي ای څښتنه

بیانوم به ټول کارونه عجیبه چې کړي تا

۲زه به وایمه سندرې د خوښۍ ستا له سببه

ستا په نامه باندې سندرې د ثنا به وایم

ای خدای تعالی

۳دښمنان زما چې مخ شي تا سره

تښتي او خوري دوی تیندکونه هلاکیږي

۴تا زما په حق کې وکړه فیصله

ناست یې په تخت په انصاف قضاوت کوې

۵تا محکوم کړل نور قومونه

تا نابود کړل بدکاران

تا د دوی نومونه ورک کړل تر ابده

۶ختم شوي تل دپاره دي زمونږه دښمنان

تا کړل وران د دوی ښارونه تر ابده

دوی به بیا نه شي هېڅ وخت د چا په یاد

۷خو څښتن دی تل ترتله په تخت ناست

ده خپل تخت دی تیار کړی قضاوت ته

۸او حکومت کړي په راستۍ په دې جهان

په انصاف کړي د قومونو قضاوت

۹څښتن د مظلومانو پناه ځای دی

د سختیو په شېبو کې امن ځای دی

۱۰هغه خلک چې تا پېژني څښتنه

کړي په تا به توکل

یوازې نه پرېږدې هغوی چې رجوع کړي تاته

۱۱د ثنا سندرې ووایئ څښتن ته

چې صهیون کې پاچاهي کړي

څه چې هغه کړي دي بیان یې کړئ قومونو ته

۱۲اخلي بدل د قاتلانو ځینې

او مظلومان یې هم په یاد کې وي

فریاد د هغو هېرولی نه شي

۱۳ای څښتنه رحم وکړه په ما باندې

دښمنان زما، ما څومره ځوروي ورته وګوره

ای څښتنه ته د مرګ د خولې ما خلاص کړه

۱۴نو به ستا ټول صفتونه بیانومه د صهیون په دروازه کې

زه به هلته یم خوشحاله ځکه تا یمه ژغورلی

۱۵هغه کنده چې قومونو وه ایستلې

په کې خپله ولوېدل

هغه دام چې دوی ؤ ایښی

په کې خپله ونښتل

۱۶مشهور شوی دی څښتن په خپل انصاف

بدکاران په خپلو بدو عملونو کې ګېریږي

۱۷ګور د بدکارانو سرنوشت دی

هم د هغو ټولو چې هېر کړی یې دی خدای

۱۸ځکه محتاجان به تر ابده نه هېریږي

نه امید به د خوارانو تر ابده بربادیږي

۱۹ای څښتنه انسان مه پرېږده

چې ستا په محکمه کې شي برلاسی

کړه قومونه ته حاضر دې خپل حضور ته

ته هغوی محاکمه کړه

۲۰وېره واچوه په دوی کې ای څښتنه

ترڅو پوه شي چې دوی یوازې انسانان دي