ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او دوه دېرشم زبور

داود او د خدای کور

(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)

۱ای څښتنه، در په یاد کړه داود

ټولې سختۍ یې چې زغملې در په یاد کړه هغه

۲ای څښتنه، در په یاد هغه قسم کړه چې هغه کړی ؤ

او نذر یې ورکړ ستا په نوم:

«ای د یعقوب قادره خدایه

۳نه به زه لاړ شمه خپل کور ته

او نه به وکړمه ارام خپل کټ کې

۴زه به نه شم ویده

او یوه شېبه به هم ارام ونه کړم

۵ترڅو تیار نه کړمه ځای زه د څښتن دپاره

او د اوسېدلو ځای د یعقوب د قادر خدای دپاره»

۶د لوظ صندوق نه شو خبر په افراته کې

او هغه مو وموند د یعاریم سیمه کې

۷مونږ داسې وویل:

«راځئ چې لاړ شو د څښتن د اوسېدلو ځای ته

راځئ چې وکړو عبادت د هغه د تخت مخې ته»

۸راشه خپل کور ته ای څښتنه، د لوظ د صندوق سره

چې ده نښه د قدرت ستا

او هلته اوسه ته د تل دپاره

۹ستا کاهنان دې ځان سمبال کړي د صداقت په لباس

ستا وفادار خلک دې وهي د خوشحالۍ چیغې

۱۰خپل خدمتګار داود په خاطر

مخ مه اړوه د خپل غوره شوي پاچا څخه

۱۱څښتن خوړلی سخت قسم دی له داود سره

داسې قسم چې هغه به یې نه ماتوي:

«چې زه به یو کس ستا د زامنو څخه

د ستا په تخت کښېنوم

۱۲که زما لوظ ته وفادار اوسي د ستا زامن

او هغو حکمونو ته چې زه یې ورکوم

نو د دوی زامن به تر ابده پورې

ناست وي ستا په تخت باندې»

۱۳ځکه څښتن دی خوښ کړی صهیون

او هغه غوښتل چې ورنه جوړ کړي خپل کور

۱۴هغه وویل: «دا زما کور دی تر ابده پورې

زه به اوسېږم دلته ځکه خوښ کړی دی ما

۱۵زه به یې پوره کړم حاجتونه ټول

او غریبان به یې په خوړو ماړه کړم

۱۶کاهنان به یې سمبال کړم د خلاصون په لباس

او وفادار خلک به یې چیغې وهي د خوشحالۍ

۱۷د داود د اولادې نه به یو تن قوي پاچا کړم دلته

زما غوره شوی پاچا به وي څراغ زما د قوم دپاره

۱۸زه به رسوا کړم دښمنان د هغه

خو زه به کامیابه او ښایسته کړم پاچاهي د هغه»