ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - نهم فصل

د حضرت نوح سره د خدای پاک لوظ

۱خدای پاک حضرت نوح او د هغه زامنو ته برکت ورکړ او ویې فرمایل: <ستاسو اولادونه دې زیات شي ترڅو ټوله دنیا ستاسو په اولادې باندې ډکه شي. ۲ټول حیوانات، مرغان، خزندې او ماهیان به له تاسو څخه وېریږي او دا ټول به ستاسو په اختیار کې وي. ۳هر شی چې ژوندی دی او حرکت کوي، هغه به ستاسو د خوراک دپاره وي. لکه څنګه چې ما تاسو ته شنه بوټي درکړل، اوس هرڅه تاسو ته درکوم. ۴یو شی چې تاسو یې باید ونه خورئ هغه داسې غوښه ده چې وینه په کې وي. دا مې منع کړي دي ځکه چې په وینه کې ژوندون دی. ۵که څوک د یو انسان څخه ژوند واخلي هغه به سزا ومومي. که چېرې کوم حیوان یو انسان ووژني زه به هغه ته د مرګ سزا ورکوم. ۶انسان د خدای پاک په شکل جوړ شوی دی، نو چا چې هغه وواژه، هغه به هم د بل چا په وسیله وژل کیږي.

۷تاسو باید زیات ماشومان وزېږوئ، ترڅو ستاسو اولاده په ټوله دنیا کې زیاته شي.>

۸خدای پاک حضرت نوح او د هغه زامنو ته وفرمایل: ۹<زه ستاسو او ستاسو د راتلونکي نسل سره ۱۰او ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره چې ستاسو سره وو، یعنې مرغانو، کورني او وحشي حیواناتو، هغوی ټول چې ستاسو سره د کشتۍ څخه راووتل او همدارنګه د ځمکې په مخ ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره ۱۱لوظ کوم چې بیا به هیڅکله ټول ژوندي مخلوقات د سیلاب په وسیله له منځه نه ځي. هیڅکله به بیا سیلاب ځمکه نه خرابوي.> ۱۲خدای پاک وفرمایل: <دا د هغه لوظ نښه ده چې زما او ستاسو او د هغو ټولو ژوندیو مخلوقاتو ترمنځ به وي چې ستاسو سره دي او دا لوظ به د ټول راتلونکي نسل دپاره وي. ۱۳زه د ورېځو په منځ کې شنه او سره ږدم او دا به زما او د دنیا په منځ کې د لوظ نښه وي. ۱۴کله چې زه په ځمکه باندې ورېځې راخپرې کړم او په هغې کې شنه او سره راښکاره شي، ۱۵زه به خپل هغه لوظ چې ستاسو او ټولو ژوندیو مخلوقاتو سره مې کړی ؤ رایادوم او نور به هیڅکله ټول ژوندي موجودات د سیلاب په وسیله له منځه نه ځي. ۱۶کله چې په ورېځو کې شنه او سره راښکاره شي، زه به هغې ته ګورم او خپل هغه ابدي لوظ به رایادوم چې زما او د ځمکې په مخ د ټولو ژوندیو مخلوقاتو ترمنځ شوی ؤ.> ۱۷نو خدای پاک حضرت نوح ته وفرمایل: <دا د هغه لوظ نښه ده چې ما د ځان او د ځمکې په مخ د ټولو ژوندیو موجوداتو سره کړی ؤ.>

حضرت نوح او د هغه زامن

۱۸د حضرت نوح زامن چې د کشتۍ څخه راووتل هغه سام، حام او یافث وو. وروسته بیا د حام زوی پیدا شو او نوم یې کنعان ؤ. ۱۹دا د حضرت نوح درې زامن وو چې د هغوی څخه د دنیا ټول خلک راپیدا شول.

۲۰حضرت نوح دهقان ؤ او هغه اولنی سړی ؤ چې د انګورو باغ یې جوړ کړ. ۲۱یوه ورځ هغه شراب وڅښل او نېشه شو، خپل کالي یې وویستل او په خپله خېمه کې لوڅ پروت ؤ. ۲۲حام خېمې ته ننوت او ویې لیدل چې هغه لوڅ دی، نو هغه دباندې راووت او خپلو ورونو ته یې هم وویل. ۲۳بیا سام او یافث چپنه واخیستله او په خپلو اوږو باندې یې واچوله. هغوی په شا باندې خېمې ته ورغلل، خپل پلار یې ورباندې پټ کړ او خپل مخونه یې بلې خواته واړول ترڅو د خپل پلار لوڅوالی ونه ویني. ۲۴کله چې حضرت نوح د نېشې څخه په حال شو، په دې پوه شو چې د هغه کشر زوی د هغه سره څه کړي دي. ۲۵هغه وفرمایل:

<لعنت دې وي په کنعان باندې

هغه به د خپلو ورونو غلام وي

۲۶د سام څښتن خدای ته ثناه ووایئ!

کنعان به د سام غلام وي

۲۷زه دعا کوم چې څښتن دې یافث ته

ډېره زیاته ځمکه ورکړي

او پرېږده چې هغه د سام سیمه ونیسي

کنعان دې د هغه غلام وي>

۲۸د سیلاب څخه وروسته حضرت نوح درې سوه پنځوس کاله ژوند وکړ ۲۹او د نهه سوه پنځوس کالو په عمر وفات شو.