ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتۀ پنځوسم زبور

بدکارانو ته د سزا ورکولو دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د «مه ورانوه!» په تال د داود زبور)

۱تاسو مشران کله کوئ په عدالت فیصله؟

ایا قضاوت په انصاف باندې کړئ هر چا سره؟

۲تاسو همېش جوړوئ خپل زړونو کې بد پلانونه

د تاوتریخوالي ډک جرمونه په دنیا کې کوئ

۳بدکاران وي د مور د ګېډې نه بې لارې پیدا

چې پیدا شوي دي هغوی له هغې ورځې نه درواغ وایي

۴هغوی له زهرو څخه ډک دي د مارانو په شان

د چمچه مار په شان بند کړي یې دي خپل غوږونه

۵کوم چې نه اوري اواز د پاړوګرو

نه منتر د ښو ماهرو پاړوګرو

۶د دې ځوانانو زمرو مات کړه ته غاښونه خدایه

وڅیره داړې د دوی ای څښتنه

۷دوی دې ورکې شي

لکه څنګه چې اوبه غیب شي په وچه ځمکه

کله چې ولي دوی خپل غشي بې اثره دې وي

۸لکه حلزون په شان دې ویلي شي چکړو کې دوی

هغه ماشوم په شان دې شي

چې مړ پیدا شي او لمر ونه ګوري

۹وي د اغزو د اور په څېر

او مخکې له دې چې دېګي ستاسې شي ګرم

ټول که لامده دي او که وچ، شي به له منځه ولاړ

۱۰عادلان به شي خوشحاله چې سزا د ګناهکار وویني

د بدکارانو خلکو وینه کې هغوی به خپلې پښې ومینځي

۱۱خلک به وایي: «په رښتیا چې نېکان اجر مومي

بې له شکه خدای دی چې دنیا باندې کوي قضاوت»