ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

کولسیان - څلورم فصل

۱ای بادارانو، د خپلو غلامانو سره د عدل او انصاف له مخې چلند وکړئ، ځکه پوهېږئ چې تاسو هم په اسمان کې یو بادار لرئ.

حکمونه او لارښوونې

۲په بېدارۍ او شکرګزارۍ سره په دعا کې ټینګ او ثابت اوسئ. ۳زمونږ دپاره هم دعا کوئ، ترڅو خدای مونږ ته د خپل پیغام دپاره دروازه خلاصه کړي چې د مسیح هغه پټ راز بیان کړو د کوم په خاطر چې زه بندي یم. ۴دعا وکړئ، ترڅو زه دغه پیغام لکه څنګه چې لازمه ده، په روښانه توګه بیان کړم.

۵د غیر ایماندارانو سره په هوښیارۍ چلند کوئ او د هرې موقعې نه ښه ګټه واخلئ. ۶ستاسو خبرې دې تل د فضل نه ډکې او خوندورې وي، ترڅو په دې پوه شئ چې هرچا ته سم او مناسب ځواب ورکړئ.

وروستني سلامونه

۷تیخیکاس به تاسو زما د ټولو کړنو څخه خبر کړي. هغه زمونږ ګران ورور، وفادار خدمتګار او د څښتن په کار کې زمونږ ملګری دی. ۸ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږه چې تاسو زمونږ د حال او احوال نه خبر کړي او ستاسو زړونو ته ډاډګېرنه درکړي. ۹د هغه سره اونیسیموس چې زمونږ وفادار او ګران ورور دی او ستاسو د ډلې څخه دی، درځي. هغوی به تاسو د هغو ټولو کارونو نه چې دلته کیږي، خبر کړي.

۱۰ارسترخوس چې زما سره په زندان کې دی، تاسو ته سلام وایي. همدارنګه مرقوس د برناباس د کاکا زوی هم تاسو ته سلام وایي. د مرقوس په هکله تاسو ته لارښوونې شوې وې چې که هغه تاسو ته راغی، نو هرکلی ورته ووایئ. ۱۱او یسوعه چې د یوستوس په نوم هم یادیږي، هم درته سلام وایي. د یهودي ایماندارانو څخه یوازې دا درې کسان دي چې د خدای د پاچاهۍ په کار کې زما ملګرتیا کوي او هغوی ماته ډېره تسلي راکړې ده. ۱۲اپفراس چې ستاسو له ډلې څخه دی او د عیسی مسیح خدمتګار دی، تاسو ته سلام وایي. هغه تل تاسو ته په شوق او د زړه له کومي دعاګانې کوي، ترڅو تاسو د بالغو خلکو په توګه په ایمان کې ټینګ ودرېږئ او په کامله توګه د خدای په ارادې پوه شئ. ۱۳نو زه شاهدي ورکوم چې هغه ستاسو دپاره او د هغو خلکو دپاره چې په لایودیکیه او هیراپولیس کې دي، ډېر زحمتونه ویستلي دي. ۱۴زمونږ ګران ډاکتر لوقا او دیماس هم تاسو ته سلامونه وایي.

۱۵هغو خویندو او ورونو ته چې په لایودیکیه کې دي او نیمفا او هغې کلیسا ته چې د هغې په کور کې ده، زما سلامونه ووایئ. ۱۶کله چې تاسو ته دا لیک ولوستل شي، نو بیا یې د لایودیکیې کلیسا ته ولېږئ چې هغوی ته هم ولوستل شي او تاسو ته دې هغه لیک چې د لایودیکیې کلیسا ته لیکل شوی دی، هم ولوستل شي. ۱۷ارخیپوس ته ووایئ: «پام کوه، کومه وظیفه چې تاته د څښتن د خدمت دپاره سپارل شوې ده، هغه سرته ورسوه.»

۱۸زه پولوس په خپل لاس تاسو ته دا سلام لیکم. په یاد مو وي چې زه لا تر اوسه په زندان کې یم. په تاسو دې د خدای فضل وي.