ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - دیارلسم فصل

د اولنیو زېږېدل شویو وقفول

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اسراییلیانو ټول اولني زېږېدل شوي زامن او هر اولنی زېږېدلی نر حیوان ماته وقف کړه. هغه زما دي.>

د فطیرې ډوډۍ اختر

۳حضرت موسیٰ قوم ته وفرمایل: <دا ورځ په یاد ساتئ، یعنې هغه ورځ چې تاسو له مصر څخه چې په کې غلامان وئ ووتلئ. دا هغه ورځ ده چې څښتن د خپل لوی قدرت په وسیله تاسو له مصر څخه راوویستلئ. تاسو خمیره ډوډۍ مه خورئ. ۴نن تاسو په اوله میاشت چې د ابیب میاشت ده د مصر څخه روان یئ. ۵کله چې څښتن تاسو د کنعانیانو، حیتیانو، اموریانو، حویانو او یبوسیانو ښې او حاصلخېزې ځمکې ته چې د هغې وعده یې ستاسو نیکونو سره کړې ده راولي، تاسو باید دا اختر د هر کال په اوله میاشت ولمانځئ. ۶اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ او په اوومه ورځ د څښتن د احترام دپاره جشن ونیسئ. ۷اووه ورځې باید فطیره ډوډۍ وخورئ، ستاسو د هېواد په هیڅ ځای کې دې خمیره نه وي او نه دې خمیره ډوډۍ وي. ۸د اختر په پیل کې خپلو زامنو ته داسې ووایئ چې مونږ دا هرڅه د هغه څه له کبله کوو چې څښتن زمونږ دپاره د مصر څخه د راوتلو په وخت کې وکړل. ۹دا مراسم به لکه د یوې نښې په شان چې تاسو یې په خپل لاس یا تندي باندې تړئ، یو یادګار وي. دا به تاسو ته د څښتن د شریعت دوامداره تلاوت کول در په یادوي، ځکه چې څښتن په خپل لوی قدرت تاسو له مصر څخه راوویستلئ. ۱۰تاسو باید دا اختر د هر کال په ټاکل شوي وخت کې ولمانځئ.

اولني زېږېدلي

۱۱څښتن به تاسو د هغې وعدې سره سم چې تاسو او ستاسو د نیکونو سره یې کړې ده د کنعانیانو وطن ته راولي. کله چې هغه وطن تاسو ته درکړي، ۱۲باید ټول اولني زېږېدل شوي نارینه څښتن ته وقف کړئ. هر اولنی زېږېدلی نر حیوان د څښتن دی. ۱۳تاسو باید هر نر خر بېرته په بیه واخلئ او د هغه په ځای یو وری قرباني کړئ. که چېرې تاسو نه غواړئ چې هغه خر بېرته په بیه واخلئ، نو د هغه اورمېږ مات کړئ. تاسو باید خپل ټول مشران زامن بېرته په بیه واخلئ. ۱۴کله چې په راتلونکي کې ستاسو څخه خپل زامن پوښتنه وکړي چې دا مراسم څه معنیٰ لري؟ تاسو به هغوی ته په ځواب کې ووایئ چې څښتن په خپل لوی قدرت سره له مصر څخه چې مونږ په کې غلامان وو راوویستلو. ۱۵هغه وخت چې د فرعون زړه سخت ؤ او مونږ یې نه پرېښودلو چې له مصر څخه لاړ شو، نو څښتن په مصر کې هر اولنی زېږېدلی نر حیوان او انسان وواژه. ځکه مونږ څښتن ته هر اولنی زېږېدلی نر حیوان قرباني کوو او خپل ټول اولني زامن بېرته په بیه اخلو. ۱۶دا مراسم به لکه د یوې نښې په شان چې مونږ یې په لاسونو یا په خپلو تندیو باندې وتړو، یو یادګار وي. دا به مونږ ته دا خبره را په یادوي چې څښتن په خپل قدرت مونږ له مصر څخه راوویستلو.>

اور او ورېځ

۱۷کله چې فرعون قوم پرېښود چې لاړ شي، خدای پاک هغوی پرېنښودل چې د فلسطین په لارې باندې لاړ شي، که څه هم هغه لاره لنډه وه. ځکه چې خدای پاک وفرمایل: <که چېرې هغوی د جګړې سره مخامخ شي، کېدای شي چې خپله پرېکړه بدله کړي او بېرته مصر ته راستانه شي.> ۱۸د هغې په ځای یې هغوی د دښتې په لاره چې کږه وږه لار وه، د سرې بحیرې خواته بوتلل. اسراییلیان د جګړې دپاره په وسلو سمبال وو.

۱۹حضرت موسیٰ د حضرت یوسف هډوکي د ځان سره یوړل، ځکه چې حضرت یوسف اسراییلیانو ته قسم ورکړی ؤ. هغه فرمایلي وو: <خدای پاک به په رښتیا سره ستاسو مرستې ته راشي، بیا تاسو زما هډوکي د دې ځای څخه یوسئ.>

۲۰اسراییلیان د سوکوت څخه لاړل او په ایتام کې یې د دښتې په یوه ګوښه کې خېمې ودرولې. ۲۱د ورځې له خوا به څښتن په ورېځو کې د هغوی په مخ کې روان ؤ چې هغوی ته لاره وروښایي او د شپې له خوا به په اور کې روان ؤ ترڅو هغوی ته رڼا وکړي. نو هغوی کولی شول چې شپه او ورځ سفر وکړي. ۲۲ورېځ به په ورځ کې او اور به په شپه کې د هغوی د مخې څخه نه لېرې کېده.