ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

يشوَع - اوولسم فصل

لوېدیځه منسي

۱د ځمکې یوه برخه چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وه ځینو کورنیو ته چې د یوسف د مشر زوی منسي اولاده وه ورکړل شوه. ماخیر د جلعاد پلار ؤ او د منسي مشر زوی ؤ. ماخیر یو پوځي اتل ؤ نو د اردن د سیند په ختیځ کې د جلعاد او باشان سیمې هغه ته ورکړل شوې. ۲د اردن د سیند په لوېدیځ کې د منسي پاتې کورنیو ته ځمکه ورکړل شوه چې هغه کورنۍ دا وې: ابیعزر، هالک، اسریئیل، شکیم، حافر او شمیداع. دا د یوسف د زوی یعنې منسي نارینه اولاده وه او هغوی د کورنیو مشران وو. ۳د منسي لمسي جلعاد یو زوی درلود چې حافر نومېده. حافر یو زوی درلود چې صلفحاد نومېده او هغه هیڅ زامن نه درلودل، خو پنځه لورګانې یې درلودلې چې نومونه یې دا وو: محله، نوعه، حجله، ملکه او ترزه. ۴هغوی العازار کاهن، د نون زوی یوشع او مشرانو ته ورغلې او ویې ویل: <څښتن موسیٰ ته ویلي دي چې صلفحاد هیڅ زامن نه لري. نو د هغه هرې لور ته د ځمکې یوه برخه ورکړه.> یوشع د څښتن د امر څخه اطاعت وکړ. هغه د صلفحاد لورګانو ته د هغوی د نارینه خپلوانو په شان ځمکه ورکړه. ۵‏-۶یوشع د منسي نارینه او ښځینه اولادې ته ځمکه ورکړه. په دې خاطر د منسي قبیلې د جلعاد او باشان په سیمو برسېره چې په ختیځه خوا کې وې د اردن د سیند په لوېدیځه خوا کې لس برخې ځمکه ترلاسه کړه.

۷د منسي سیمه له اشیر څخه تر مکمیته پورې رسېده. مکمیته د شکیم په ختیځ کې وه او سرحد یې بیا جنوب خواته هغه ځای ته چې د عین تفوح خلک په کې اوسېدل رسېدلې ده. ۸د تفوح ښارګوټی د منسي او افرایم د سیمو ترمنځ په سرحد کې پروت ؤ. په خپله ښار د افرایم د قبیلې ؤ، خو د هغه شاوخوا ځمکه د منسي د قبیلې وه. ۹دا سرحد بیا ښکته د قانه خوړ ته تللی دی. کوم ښارګوټي چې د خوړ په جنوب کې وو هغه د افرایم شول، که څه هم هغه د منسي په سیمه کې وو. د منسي سرحد د خوړ په شمالي خوا باندې تېر شوی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی. ۱۰افرایم په جنوب کې پروت ؤ او منسي په شمال کې. د مدیترانې بحیره د هغوی لوېدیځ سرحد ؤ. اشیر په شمال لوېدیځ کې پروت ؤ او یساکار په شمال ختیځ کې. ۱۱د یساکار او اشیر په سیمو کې منسي بیت شان او یبلعام د هغو د شاوخوا کلیو سره او همدارنګه دور (هغه دور چې په غونډیو باندې ؤ)، عین دور، تعنک، مجدو او د هغو شاوخوا کلي ترلاسه کړل. ۱۲بیاهم منسیانو نه شو کولی هغه کنعانیان وشړي چې په دې ښارګوټو کې اوسېدل، نو هغوی هلته اوسېدلو ته دوام ورکړ. ۱۳که څه هم کله چې اسراییلیان نور هم قوي شول، کنعانیان یې په سخت کار کولو باندې مجبور کړل خو بېخي یې ونه شړل.

د افرایم او لوېدیځې منسي له خوا د نورې ځمکې غوښتنه

۱۴یوه ورځ د یوسف اولاده یوشع ته ورغله او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: <تا ولې مونږ ته له دې ځمکې څخه یوازې یوه برخه راکړې ده؟ څښتن مونږ ته همېشه برکت راکړی دی، په دې خاطر زمونږ خلک ډېر زیات دي خو دا سیمه کوچنۍ ده.>

۱۵یوشع په ځواب کې وویل: <که چېرې تاسو ډېر یئ او د افرایم غرنۍ سیمه ستاسو دپاره ډېره کمه وي، بیا پورته ځنګلونو ته لاړ شئ او د فرزیانو او رفائیانو په ځمکه کې د ځانونو دپاره ځمکه د ونو څخه پاکه کړئ.>

۱۶د یوسف اولادې په ځواب کې وویل: <زمونږ دپاره غرنۍ سیمه بس نه ده. برسېره پردې، ټول کنعانیان چې په ډاګونو کې یعنې هغوی چې په بیت شان او د هغه ځای په شاوخوا کلیو کې اوسیږي او هغه کنعانیان چې د یزرعیل په دره کې اوسیږي، هغوی ټول د اوسپنې جنګي ګاډۍ لري.>

۱۷یوشع د افرایم او د لوېدیځې منسي قبیلو ته وویل: <تاسو په رښتیا سره زیات او ډېر قوي یئ. تاسو ته به له یوې برخې څخه زیاته سیمه درکړل شي. ۱۸غرنۍ سیمه به ستاسو شي. خو هغه ځمکه یو ځنګل دی، تاسو باید ونې ووهئ او ځمکه یې پاکه کړئ او هغه په بشپړه توګه ونیسئ. که څه هم کنعانیان قوي دي او د اوسپنې جنګي ګاډۍ لري، خو تاسو به وکولی شئ چې هغوی وشړئ.>