ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول پادشاهان - شپږم فصل

سلیمان د خدای کور جوړوي

۱د مصر څخه د اسراییلو د قوم د وتلو څخه وروسته په څلورسوه اتیاوم کال کې، په اسراییلو باندې د سلیمان د پادشاهۍ په څلورم کال، د زیو په میاشت کې چې د کال دوهمه میاشت ده، هغه د خدای د کور په جوړولو پیل وکړ.

۲هغه کور چې سلیمان د څښتن دپاره جوړ کړی ؤ د هغه اوږدوالی اووه ویشت متره، سور یې نهه متره او لوړوالی یې دیارلس نیم متره ؤ. ۳د خدای د کور مخې ته دالان ؤ چې اوږدوالی یې مساوي ؤ په سور د خدای د کور یعنې نهه متره او سور یې څلورنیم متره ؤ. ۴هغه د خدای د کور په دېوالونو کې لوړې تنګې کړکۍ ګانې جوړې کړې. ۵د خدای د کور په اړخونو او شاته بیروني دېوالونو ته څنګ په څنګ یې یوه درې منزله ودانۍ جوړه کړه. ۶په لاندیني منزل کې هرې کوټې دوه متره او شل سانتي سور، په منځني منزل کې دوه متره او اویا سانتي سور او په پورتني منزل کې درې متره او لس سانتي سور درلود. د خدای د کور دېوال په هر منزل کې نسبت ښکتني منزل ته نری ؤ، ترڅو بې له دې چې په هغه کې تیرونه جوړ شي، کوټې په دېوال باندې ټینګې شي.

۷د کومو تیږو نه چې د څښتن کور جوړ شوی ؤ هغه په کان کې تیارې شوې وې. کله چې د څښتن کور جوړېده، نو د څټکونو، تېشو، یا د اوسپنې د نورو سامانونو اواز هلته نه اورېدل کېده.

۸د ودانۍ د لاندیني منزل د ننوتلو دروازه د خدای د کور په جنوبي اړخ کې وه، چې د زینو په وسیله یې دوهم او دریم منزل ته لاره درلودله. ۹نو په دې توګه سلیمان پادشاه د خدای کور بشپړ کړ. بام یې د صبر د ونو د تیرانو او تختو څخه جوړ کړ. ۱۰هغه درې منزله ودانۍ چې هر منزل یې دوه متره او شل سانتي لوړوالی درلود، د خدای د کور بیروني دېوالونو ته څنګ په څنګ وه. ودانۍ د دېوالونو سره د صبر د ونو تیرانو په وسیله نښلول شوې وه.

۱۱څښتن سلیمان ته وویل: ۱۲<زما د کور په اړه چې ته یې جوړوې، که چېرې زما په ټولو فرمانونو او حکمونو باندې عمل وکړې، نو زه به هغه وعده چې ستا د پلار داود سره مې کړې ده، ستا په وسیله ترسره کړم. ۱۳او زه به د اسراییلو د قوم په منځ کې په هغه کور چې تا جوړ کړی دی اوسېږم او هغوی به هیڅکله یوازې پرېنږدم!>

۱۴نو په دې توګه سلیمان پادشاه د خدای کور بشپړ کړ.

د خدای د کور داخلي لوازم

(دوهم تواریخ ۳: ۸ - ۱۴)

۱۵داخلي دېوالونه د غولي څخه تر چته پورې د صبر د ونو په تختو باندې پوښل شوي وو او د خدای د کور غولی د ناجو په لرګیو باندې پوښل شوی ؤ. ۱۶داخلي کوټه چې د ډېر مقدس ځای په نوم یادېدله د خدای د کور شاته برخه کې جوړه شوې وه. هغه نهه متره اوږده وه او د صبر د ونو د تختو په وسیله چې د غولي څخه تر چته پورې رسېدلې د اصلي سالون څخه جلا شوې وه. ۱۷اصلي سالون چې ډېر مقدس ځای ته مخامخ ؤ، اتلس متره اوږدوالی یې درلود. ۱۸د صبر د ونې تختې د کدوانو او ګلانو په نقشونو باندې ښکلې کړای شوې وې. ټوله داخلي برخه د صبر په لرګیو باندې پوښل شوې وه، ترڅو چې د دېوالونو تیږې ونه لیدل شي.

۱۹ډېر مقدس ځای تیار شو چې د څښتن د لوظ صندوق په کې کېږدي. ۲۰د دې کوټې اوږدوالی نهه متره، سور یې نهه متره او لوړوالی یې نهه متره ؤ. داخلي برخه په سوچه سرو زرو باندې پوښل شوې وه. په همدې ډول د قربانۍ ځای چې د صبر د تختو څخه جوړ شوی ؤ په سرو زرو باندې پوښل شوی ؤ. ۲۱د خدای د کور داخلي برخه په سوچه سرو زرو باندې پوښل شوې وه او د ډېر مقدس ځای د دروازې مخامخ ته د سرو زرو ځنځیرونه ځای په ځای شوي وو چې هغه ځای هم په سوچه سرو زرو باندې پوښل شوی ؤ. ۲۲د خدای د کور ټوله داخلي برخه په سرو زرو باندې پوښل شوې وه، همدارنګه د قربانۍ ځای هم چې ډېر مقدس ځای په څنګ کې ؤ په سرو زرو باندې پوښل شوی ؤ.

۲۳سلیمان دوه کروبیان د زیتون د لرګیو څخه جوړ کړل او په ډېر مقدس ځای کې یې کېښودل. هر یو څلورنیم متره لوړوالی درلود. ۲۴‏-۲۶دواړه په یوه اندازه او په یو شکل وو او هر یو دوه دوه وزرونه درلودل. د هر یو وزر اوږدوالی دوه متره او شل سانتي ؤ، نو د یو وزر د سر نه د بل وزر تر سره پورې فاصله څلورنیم متره وه. ۲۷هغه یې په ډېر مقدس ځای کې یو تر بله څنګ په څنګ داسې کېښودل، ترڅو د هغوی دوه غوړېدلي وزرونه د کوټې په منځ کې یو د بله سره ولګیږي او دوه نور وزرونه د دېوالونو سره ولګیږي. ۲۸دواړه کروبیان په سرو زرو باندې پوښل شوي وو.

۲۹د اصلي سالون او د ډېر مقدس ځای دېوالونه چارچاپېره د کروبیانو، د خرما د ونو او ګلانو په توږل شویو نقشونو باندې ښکلي کړای شوي وو. ۳۰د دنننیو او بیرونیو کوټو غولي هم په سرو زرو باندې پوښل شوي وو.

۳۱سلیمان د ډېر مقدس ځای د ننوتلو په دروازه کې یوه دوه پله یي دروازه چې د زیتون د لرګیو څخه جوړه شوې وه کېښودله، چې پنځه اړخیزه بازوګان او سرطاق یې درلودل. ۳۲دوه پله یي دروازه د کروبیانو، د خرما د ونو او ګلانو په توږل شویو نقشونو باندې ښکلې کړای شوې وه. هغه دروازه، کروبیان او د خرما ونې په ټکول شویو سرو زرو باندې پوښل شوي وو. ۳۳په هماغه ډول اصلي سالون ته د ننوتلو د دروازې چوکاټ د زیتون د لرګیو څخه په شکل د مستطیل جوړ شوی ؤ. ۳۴همدارنګه دوه دروازې وې چې د ناجو د لرګیو څخه جوړې شوې وې. هرې دروازې دوه داسې برخې درلودلې چې چپراسونه یې درلودل. ۳۵دا دروازې د کروبیانو، د خرما د ونو او د ګلانو په توږل شویو نقشونو باندې ښکلې کړای شوې وې چې یو برابر په سرو زرو باندې پوښل شوې وې.

۳۶د عبادت ځای داخلي انګړ ګردچاپېره یو دېوال ؤ. هغه دېوال د درې طبقو توږل شویو تیږو او د یوې طبقې د صبر د تیرانو څخه جوړ شوی ؤ.

۳۷د خدای د کور تهداب د سلیمان د پادشاهۍ په څلورم کال د زیو په میاشت کې چې د کال دوهمه میاشت وه کېښودل شو. ۳۸د سلیمان د پادشاهۍ په یوولسم کال د بول په میاشت کې چې د کال اتمه میاشت وه، د خدای د کور د جوړېدلو کار کټ مټ د پلان په مطابق په بشپړه توګه سرته ورسېده. سلیمان اووه کاله د هغه په جوړولو باندې ولګول.