ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - یودېرشم فصل

حضرت یعقوب د لابان څخه تښتي

۱حضرت یعقوب واورېدل چې د لابان زامنو ویلي دي چې <هرڅه چې زمونږ د پلار سره وو هغه یعقوب واخیستل او دا ټوله شتمني یې زمونږ د پلار د شتمنۍ څخه په لاس راوړه.> ۲هغه ولیدل چې د لابان رویه د هغه سره د پخوا په شان دوستانه نه ده. ۳بیا خدای پاک حضرت یعقوب ته وفرمایل: <بېرته خپل پلرني وطن او خپلو خپلوانو ته لاړ شه. زه به ستا سره مل یم.>

۴نو حضرت یعقوب راحیل او لیې ته خبر ولېږه چې صحرا ته یعنې هغه ځای ته راشي چې د هغه رمې په کې وې. ۵حضرت یعقوب هغوی ته وفرمایل: <زه وینم چې ستاسو د پلار رویه زما سره د پخوا په شان دوستانه نه ده، مګر زما د پلار خدای زما سره مل دی. ۶تاسې دواړه پوهېږئ چې ما په خپل ټول قوت سره ستاسو د پلار خدمت کړی دی. ۷سره له دې چې ستاسو پلار زما سره ټګي کړې ده او لس ځله یې زما مزدوري بدله کړه، مګر خدای پاک هغه پرېنښود چې ماته زیان راورسوي. ۸کله چې به لابان وویل: خالداره دې ستا مزدوري وي، نو ټولو رمو به خالداره بچي زېږول. او چې کله به یې وویل: خطداره دې ستا وي، نو ټولو رمو به خطداره بچي زېږول. ۹نو خدای پاک ستاسو د پلار څخه رمې واخیستلې او ماته یې راکړې.

۱۰د بچیو د زېږولو په موسم کې ما یو ځلې خوب ولیده. سترګې مې پورته کړې او ومې لیدل هغه وزان چې د وزو سره جوړه کېدل خطداره او خالداره وو. ۱۱د خدای پاک فرښتې په خوب کې راته وفرمایل: ای یعقوبه! ما ځواب ورکړ: زه حاضر یم. ۱۲هغه وفرمایل: سترګې پورته کړه او وګوره. هغه ټول وزان چې د وزو سره جوړه کیږي ټول خالداره او خطداره دي، ځکه هرڅه چې لابان تا سره کړي دي هغه مې لیدلي دي. ۱۳زه هماغه خدای یم چې په بیت ئیل کې تاته درښکاره شوم. په هغه ځای کې چې تا په هغې تیږې باندې د زیتون تېل واچول او زما دپاره دې نذر ورکړ. نو اوس دا خاوره پرېږده او هغه وطن ته لاړ شه چې ته په کې پیدا شوی یې.>

۱۴راحیل او لیه حضرت یعقوب ته په ځواب کې وویل: <مونږ ته د خپل پلار څخه هیڅ شی په میراث کې راپاتې نه دی. ۱۵هغه زمونږ سره د پردیو په شان رویه کوي. هغه مونږ خرڅې کړې یو او هغه پیسې چې زمونږ دپاره هغه ته ورکړل شوې وې ټولې یې خوړلې دي. ۱۶هغه ټول دولت چې خدای پاک زمونږ د پلار څخه اخیستی دی هغه زمونږ او زمونږ د اولادونو دی. نو هرڅه چې خدای پاک درته فرمایلي دي هماغسې وکړه.>

۱۷نو حضرت یعقوب خپل اولادونه او خپلې ښځې په اوښانو باندې سپرې کړې. ۱۸هغه خپل ټول حیوانات مخکې کړل او هغه څه چې په بین النهرین کې یې ګټلي وو ټول واخیستل ترڅو خپل پلار حضرت اسحاق ته چې په کنعان کې ؤ لاړ شي. ۱۹په هغه وخت کې چې لابان د خپلو پسونو د سکولودلو دپاره تللی ؤ، راحیل د خپل پلار د کورنۍ بتان غلا کړل. ۲۰حضرت یعقوب لابان وغولاوه ځکه چې هغه یې په دې باندې خبر نه کړ چې دی د تللو نیت لري. ۲۱هرڅه چې هغه درلودل هغه یې واخیستل او وتښتېده. هغوی د فرات د سیند څخه تېر شول او د جلعاد د غرنۍ سیمې په لور روان شول.

لابان حضرت یعقوب تعقیبوي

۲۲په دریمه ورځ لابان ته خبر ورسېد چې حضرت یعقوب تښتېدلی دی. ۲۳هغه خپل خپلوان د ځان سره واخیستل او اووه ورځې یې په هغه پسې لاره ووهله او د جلعاد په غرنۍ سیمه کې هغه ته ورورسېد. ۲۴مګر خدای پاک د شپې په خوب کې لابان ته ښکاره شو او هغه ته یې وفرمایل: <پام کوه چې یعقوب ته هیڅ ونه وایې. نه ورته ښه ووایې او نه بد.> ۲۵حضرت یعقوب د جلعاد په غرنۍ سیمه کې خپلې خېمې ودرولې وې چې لابان ورورسېد او لابان هم د خپلو خپلوانو سره په هغه ځای کې خېمې ودرولې.

۲۶لابان حضرت یعقوب ته وویل: <څه دې وکړل؟ زه دې وغولولم او زما لورګانې دې د جنګي بندیانو په شان بوتللې. ۲۷ولې دې زه وغولولم او په پټه وتښتېدلې؟ ولې دې زه خبر نه کړم چې تاسو مې په خوشالۍ او په سندرو او د چمبو او رباب په ساز سره رخصت کړي وای. ۲۸زه دې پرېنښودم چې خپل لمسیان او لورګانې ښکل کړم او خدای پاماني ورسره وکړم. بې عقله کار دې وکړ. ۲۹زه دا توان لرم چې زیان درورسوم، مګر ستا د پلار خدای تېره شپه ماته وویل چې پام کوه چې حضرت یعقوب ته هیڅ ونه وایې. نه ورته ښه ووایې او نه بد. ۳۰اوس ته روان یې ځکه چې تا دا ارمان درلود چې بېرته د خپل پلار کور ته لاړ شې، نو زما بتان دې ولې غلا کړي دي؟>

۳۱حضرت یعقوب لابان ته په ځواب کې وفرمایل: <زه ووېرېدم ځکه چې ما فکر وکړ چې خپلې لورګانې به په زور زما څخه واخلې. ۳۲خو که د هرچا سره دې خپل بتان پیدا کړل، هغه دې ووژل شي. زمونږ د خپلوانو په مخکې وګوره. که چېرې ستا کوم شی زمونږ سره وي، خپل ځان ته یې واخله.> مګر حضرت یعقوب په دې باندې نه پوهېده چې راحیل هغه بتان غلا کړي وو.

۳۳نو لابان د حضرت یعقوب خېمې ته ننوت او هغه یې ولټوله. بیا د لیه خېمې ته او د دواړو وینځو خېمو ته ننوت او هیڅ یې پیدا نه کړل. بیا هغه د راحیل خېمې ته ننوت. ۳۴راحیل بتان د اوښ د زین لاندې ایښي وو او ورباندې ناسته وه. لابان ټوله خېمه ولټوله، هیڅ یې ونه موندل. ۳۵راحیل خپل پلار ته وویل: <پلاره، خفه نه شې. زه ستا په مخکې نه شم پاڅېدلی ځکه چې په ما باندې میاشتینۍ ناروغي راغلې ده.> لابان خېمه ولټوله خو بتان یې پیدا نه کړل.

۳۶حضرت یعقوب په قهر شو او د لابان سره یې شخړه وکړه او د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: <ما څه جرم کړی دی؟ او کومه خطا مې کړې ده چې راپسې یې؟ ۳۷اوس چې تا زما ټول سامان ولټاوه که د خپل کور سامان دې موندلی وي، دلته یې زما د خپلوانو او ستا د خپلوانو په مخ کې کېږده او پرېږده چې هغوی دا پرېکړه وکړي چې زمونږ دواړو څخه کوم یو په حقه دی. ۳۸شل کاله کیږي چې زه ستا سره وم. ستا مېږو او وزو بچي زیان نه کړل او ستا د رمو څخه مې یو پسه هم نه دی خوړلی. ۳۹هغه حیوانات چې وحشي ځناورو به داړلي وو، هغه مې تاته نه دي راوړي. د هغوی تاوان مې په خپله ګاللی دی او هغه چې د ورځې یا به د شپې غلا شوي وو، د هغو بیه به دې زما څخه غوښتله. ۴۰دا زما حال ؤ چې د ورځې په ګرمۍ او د شپې په یخنۍ کې به ځورېدلم او خوب مې نه شو کولی. ۴۱په دې ډول زه شل کاله ستا په کور کې وم. څوارلس کاله مې ستا د لورګانو په خاطر ستا خدمت وکړ او شپږ کاله مې ستا د رمو دپاره. لس ځلې دې زما مزدوري بدله کړه. ۴۲که چېرې زما د نیکونو خدای، د حضرت ابراهیم او د حضرت اسحاق خدای زما سره مل نه وای، نو زه به دې په یقین سره تش لاس لېږلی وای. خو خدای پاک زما سختۍ او د لاسونو خواري ولیدله او تېره شپه یې ملامته کړې.>

د حضرت یعقوب او لابان ترمنځ تړون

۴۳لابان حضرت یعقوب ته ځواب ورکړ: <دا ښځې زما لورګانې دي. د هغوی اولادونه زما اولادونه دي او دا رمې زما رمې دي او دا هرڅه چې دلته وینې زما دي. خو زه ستا څخه خپلې لورګانې او د هغوی اولادونه نه شم اخیستلی. ۴۴زه تیار یم چې ستا سره یو تړون وکړم. راځئ چې د تیږو یوه ډېرۍ جوړه کړو چې مونږ ته به زمونږ تړون رایادوي.>

۴۵نو حضرت یعقوب تیږه راواخیستله او هغه یې د یادګار په توګه ودروله. ۴۶هغه خپلو خپلوانو ته وفرمایل چې تیږې راټولې کړي. نو هغوی تیږې راواخیستې او ډېرۍ یې کړې. بیا حضرت یعقوب او لابان د هغې ډېرۍ په څنګ کې سره ډوډۍ وخوړله. ۴۷لابان په هغه باندې یجر سهدوتا نوم کېښود. مګر حضرت یعقوب هغه د جلعید په نوم یاد کړ. ۴۸لابان وویل: <دا د تیږو ډېرۍ به زمونږ دواړو دپاره یو یادګار وي.> په دې خاطر هغه د جلعید په نوم یاده شوه. ۴۹همدارنګه هغه د مصفه په نوم هم یاده شوه ځکه چې لابان وویل: <کله چې مونږ یو د بل څخه جدا شو، نو څښتن دې زمونږ دواړو ناظر اوسي. ۵۰که ته زما د لورګانو سره بده رویه وکړې او یا نورې ښځې وکړې، حتیٰ که زه له دې څخه خبر هم نه شم یاد ساته چې خدای پاک زما او ستا ترمنځ شاهد دی.>

۵۱همدارنګه لابان حضرت یعقوب ته وویل: <دا هغه ډېرۍ او هغه یادګاري تیږه ده چې زما او ستا ترمنځ مې ودرولې ده. ۵۲دا ډېرۍ او دا تیږه دواړه زمونږ دپاره د یادګار په توګه دي. زه به د دې ډېرۍ څخه ستا خواته نه درتېرېږم چې حمله درباندې وکړم او ته به د دې ډېرۍ او د دې تیږې څخه نه راتېرېږې چې حمله راباندې وکړې. ۵۳د حضرت ابراهیم او د ناحور خدای به زمونږ ترمنځ قضاوت کوي.> بیا حضرت یعقوب د هغه خدای په نوم چې د هغه پلار حضرت اسحاق ورته عبادت کاوه، سخت قسم وخوړ چې په دې وعدې باندې به ودریږي. ۵۴حضرت یعقوب هلته په هغې غرنۍ سیمه کې قرباني وکړه او خپل خپلوان یې ډوډۍ خوړلو ته راوبلل. د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته هغوی هلته شپه تېره کړه. ۵۵لابان سهار وختي پاڅېد، خپل لمسیان او لورګانې یې ښکل کړل، خدای پاماني یې ورسره وکړه او بېرته خپل کور ته روان شو.