ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف اول کِتاب

پیدایښت - یوڅلوېښتم فصل

حضرت یوسف د فرعون خوبونه تعبیروي

۱پوره دوه کاله تېر شوي وو چې فرعون خوب ولیده چې د نیل د سیند په غاړه ولاړ ؤ. ۲ناڅاپه اووه ښې او چاغې غواګانې د سیند څخه راووتلې او په لوخو کې څرېدلې. ۳د هغو څخه وروسته نورې اووه غواګانې چې بدرنګې او ډنګرې وې، راووتلې او د سیند په غاړه د هغو تر څنګه ودرېدلې. ۴بدرنګه او ډنګرو غواګانو هغه ښې او چاغې غواګانې وخوړلې. بیا فرعون راویښ شو. ۵هغه بیا ویده شو او بل خوب یې ولیده چې د غلو دانو اووه ډک او پاخه وږي په یوه ډنډر کې راشنه شول. ۶له هغو څخه وروسته د غلو دانو نور اووه نري او د دښتې باد سوزولي وږي راشنه شول. ۷د غلو دانو اوو نریو وږو هغه ډک او پاخه وږي روغ تېر کړل. بیا فرعون راویښ شو او پوه شو چې هغه خوب ولیده. ۸په سهار د هغه فکر پرېشانه ؤ. هغه د مصر ټول جادوګران او حکیمان راوغوښتل. هغه خپل خوبونه هغوی ته بیان کړل، مګر هیڅ یو ونه شو کولی چې هغه فرعون ته تعبیر کړي.

۹په دې وخت کې د ساقیانو مشر فرعون ته وویل: <نن راته رایاد شول چې زما څخه خطا شوې ده. ۱۰یو ځلې فرعون په خپلو نوکرانو باندې په قهر شوی ؤ او زه او د نانوایانو مشر یې د دربار د ګارډ د قوماندان په کور کې په زندان کې واچولو. ۱۱مونږ دواړو په یوه شپه خوب ولیده او هر یو خوب ځانته خپله معنیٰ درلودله. ۱۲په هغه ځای کې یو عبرانی ځوان چې د دربار د ګارډ د قوماندان غلام ؤ زمونږ سره ؤ. مونږ خپل خوبونه هغه ته بیان کړل او هغه زمونږ خوبونه زمونږ دپاره تعبیر کړل. ۱۳لکه څنګه چې هغه تعبیر کړی ؤ، کټ مټ هماغسې وشول. زه بېرته په خپل ځای مقرر شوم او هغه بل سړی په دار وخېژولی شو.>

۱۴نو فرعون حضرت یوسف راوغوښت او هغه یې ډېر ژر د زندان څخه راوویست. حضرت یوسف خپله ږیره او سر وخرایل، خپل کالي یې بدل کړل او د فرعون حضور ته راغی. ۱۵فرعون حضرت یوسف ته وویل: <ما خوب لیدلی او څوک نشته چې هغه تعبیر کړي. مګر ما ستا په هکله اورېدلي دي چې کله خوب واورې، نو تعبیر یې کولی شې.>

۱۶حضرت یوسف فرعون ته په ځواب کې وفرمایل: <اعلیحضرته، زه دا نه شم کولی، مګر خدای پاک به ښه تعبیر درکړي.>

۱۷فرعون حضرت یوسف ته وویل: <ما خوب ولیده چې زه د نیل د سیند په غاړه ولاړ وم، ۱۸په دې وخت کې اووه چاغې او ښې غواګانې د سیند څخه راووتلې او په لوخو کې څرېدلې. ۱۹د هغوی څخه وروسته نورې اووه غواګانې راووتلې چې داسې ډنګرې او بدشکله وې چې ما د مصر په ټول هېواد کې هیڅکله نه وې لیدلې. ۲۰ډنګرو او بدشکله غواګانو هغه اولنۍ چاغې غواګانې وخوړلې. ۲۱مګر د خوړلو څخه وروسته هم څوک نه پوهېدل چې دوی به څه خوړلي وي ځکه چې هغوی د پخوا په شان ډنګرې ښکارېدلې. نو په دې وخت کې زه راویښ شوم. ۲۲همدارنګه ما په خوب کې ولیدل چې د غلو دانو اووه ډک او پاخه وږي په یوه ډنډر کې راشنه شول. ۲۳د هغو څخه وروسته نور اووه نري او د دښتې باد سوزولي وږي راشنه شول. ۲۴اووه نریو وږو هغه ډک وږي روغ تېر کړل. نو ما خپل خوب جادوګرانو ته وویل، مګر هیچا ونه شو کولی چې هغه ماته تعبیر کړي.>

۲۵نو حضرت یوسف فرعون ته وفرمایل: <د دواړو خوبونو معنیٰ یوه ده. څه چې خدای پاک غواړي ویې کړي هغه یې تاسو ته څرګند کړل. ۲۶اووه ښې غواګانې اووه کاله دي او د غلو دانو اووه ډک وږي هم اووه کاله دي، هغوی یوشان معنیٰ لري. ۲۷اووه ډنګرې او بد رنګه غواګانې چې د هغو څخه وروسته راووتلې او د غلو دانو اووه نري او د دښتې باد سوزولي وږي د قحطۍ اووه کاله دي. ۲۸دا هماغه څه دي چې تاسو ته مې وویل. څه چې خدای پاک غواړي ویې کړي تاسو ته یې څرګند کړي دي. ۲۹اووه کاله به د مصر په ټول هېواد کې ډېره پرېماني راشي. ۳۰مګر له هغې وروسته به د اوو کالو دپاره داسې قحطي راشي چې د مصر په ملک کې به هغه ټوله پرېماني هېره شي. ځکه چې قحطي به هېواد تباه کړي ۳۱او پرېماني به په هېواد کې بېخي هېره شي، دا ځکه چې هغه قحطي چې په هغې پسې راځي هغه به ډېره سخته وي. ۳۲دا چې تاسو دوه خوبونه لیدلي دي د هغو معنیٰ دا ده چې دا د خدای پاک فیصله ده چې دا کار وکړي او هغه به ژر داسې وکړي.

۳۳اوس باید تاسو یو پوه او د حکمت لرونکی سړی پیدا کړئ او هغه دې د مصر د هېواد دوهم مشر وټاکئ. ۳۴تاسو باید په ټول هېواد کې ماموران وټاکئ چې د اووه کالو پرېمانۍ په موده کې د مصر د حاصلاتو څخه پنځمه برخه راټوله کړي. ۳۵هغوی ته امر وکړئ چې د پرېمانۍ په کلونو کې غله راټوله کړي او هغوی ته اختیار ورکړئ چې هغه په ښارونو کې ذخیره کړي او ساتنه یې وکړي. ۳۶هغه باید د هېواد دپاره ذخیره شي چې د اووه کالونو د قحطۍ په موده کې چې په مصر باندې راتلونکې ده ورڅخه کار واخیستل شي ترڅو هېواد د قحطۍ په اثر وران نه شي.>

۳۷دغه وړاندیز د فرعون او د هغه د ټولو درباریانو په نظر کې ښه ښکاره شو. ۳۸نو فرعون د هغوی څخه پوښتنه وکړه: <آیا کولی شو چې د یوسف په شان یو څوک راپیدا کړو چې د خدای پاک روح په کې دی؟> ۳۹نو فرعون حضرت یوسف ته وویل: <څرنګه چې خدای پاک دا هرڅه تاته ښودلي دي نو ستا په شان د حکمت خاوند او پوه سړی نشته. ۴۰زه به تا د خپل هېواد دوهم مشر کړم او زما ټول قوم به ستا حکمونه مني او د واک په لحاظ به ته زما څخه پس دوهم نفر یې.>

حضرت یوسف د مصر دوهم مشر

۴۱نو فرعون حضرت یوسف ته وویل: <په دې ډول مې ته د مصر د ټول هېواد دوهم مشر وټاکلې.> ۴۲فرعون د خپلې ګوتې څخه هغه ګوته راوویستله چې په هغې کې د پادشاهۍ مهر لګېدلی ؤ او هغه یې حضرت یوسف ته ور په ګوته کړه. هغه حضرت یوسف ته د کتان ډېره ښه چپنه ورواغوستله او د سرو زرو زنځیر یې د هغه په غاړه کې واچاوه. ۴۳فرعون هغه ته خپله دوهمه شاهي ګاډۍ ورکړه چې په کې سپور شي او خلکو د هغه په مخکې نارې وهلې: <لاره پرېږدئ! لاره پرېږدئ!> په دې ډول یې حضرت یوسف د مصر د ټول هېواد دوهم مشر وټاکه. ۴۴فرعون حضرت یوسف ته وویل: <زه فرعون یم، مګر هیڅوک به ستا له اجازې څخه پرته په ټول مصر کې هیڅ نه شي کولی.> ۴۵فرعون په حضرت یوسف باندې صفنات فعنیح نوم کېښود او د اون د کاهن فوطي فارع لور اسنات یې هغه ته په نکاح ورکړه. نو په دې ډول حضرت یوسف د مصر په ټول هېواد باندې واک ترلاسه کړ. ۴۶حضرت یوسف دېرش کلن ؤ چې د مصر د پادشاه یعنې فرعون په خدمت کولو یې پیل وکړ. حضرت یوسف د فرعون د حضور څخه لاړ او په ټول مصر کې وګرځېد. ۴۷د اووه کالو پرېمانۍ په موده کې ځمکې ډېر زیات حاصلات ورکړل. ۴۸په دې موده کې حضرت یوسف په مصر کې ټول خوراکي مواد راټول کړل او هغه یې په ښارونو کې ذخیره کړل او د هر ښار د شاوخوا ځمکو خوراکي مواد یې په هماغه ښار کې ذخیره کړل. ۴۹حضرت یوسف لکه د دریاب د شګو په شان ډېره زیاته غله ذخیره کړه او هغه دومره زیاته وه چې د حساب څخه وتلې وه.

۵۰د قحطۍ د کالونو د راتلو څخه مخکې د اون د کاهن فوطي فارع لور اسنات حضرت یوسف ته دوه زامن وزېږول. ۵۱حضرت یوسف د خپل مشر زوی نوم منسي کېښود، نو ځکه یې وفرمایل: <خدای پاک زما ټولې سختۍ او زما د پلار ټوله کورنۍ زما څخه هېره کړه.> ۵۲او بیا د دوهم زوی نوم یې افرایم کېښود او ویې فرمایل: <دا ځکه چې خدای پاک ماته په هغه وطن کې اولادونه راکړل چې زه په کې په تکلیف وم.>

۵۳نو هغه پرېماني چې د اووه کالو دپاره په مصر کې وه پای ته ورسېدله. ۵۴لکه څنګه چې حضرت یوسف فرمایلي وو، د قحطۍ اووه کاله شروع شول. په نورو ټولو هېوادونو کې قحطي وه مګر په ټول مصر کې غله وه. ۵۵کله چې مصریان وږي شول، نو د ډوډۍ دپاره یې فرعون ته فریاد وکړ. نو فرعون ټولو مصریانو ته وویل: <یوسف ته ورشئ او هرڅه چې تاسو ته وایي هغه وکړئ.> ۵۶قحطي ډېره سخته شوه او په ټول هېواد کې خپره شوه، نو حضرت یوسف ګودامونه پرانیستل او په مصریانو باندې یې غله خرڅوله. ۵۷د ټولو هېوادونو خلک مصر ته راتلل چې د حضرت یوسف څخه غله واخلي، ځکه چې په ټوله دنیا کې سخته قحطي وه.