ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

اتيايم زبور

بېرته پخواني حالت ته د اسراییلو د راوستلو دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سوسن د ګل» په تال د آساف شاهدي او هم زبور)

۱ای د اسراییلو شپونه ته مونږ ته غوږ ونیسه

ای چې د یوسف د قبیلې کړې لارښوونه د رمې په څېر

ته په خپل تخت ناست یې پاس په سر د اسماني مخلوق

خپل جلال دې راښکاره کړه

۲ځان دې ښکاره خپل قبیلو ته کړه

یعنې د افرایم، بنیامین او منسي قبیلې ته

قدرت دې خپل مونږ ته راوښایه ته

راشه او خلاص کړه مونږه!

۳مونږ بېرته راوله خپل حال ته خدایه!

په ورین تندي وګوره مونږ ته

چې خلاص شو مونږه

۴ای مطلق قادر څښتنه خدایه

ته به ترڅو پورې په قهر یې خپل قوم باندې

او نه به اورې دعاګانې دې د خپلو خلکو؟

۵د ډوډۍ په ځای خوراک دې کړلو اوښکې د دوی

په دوی دې وڅښلو د اوښکو ډک جام

۶تا مونږ د خپلو ګاونډیانو د خندا کړلو

وهي ملنډې دښمنان زمونږ په مونږ باندې

۷مونږ بېرته راوله خپل حال ته

ای مطلق قادره خدایه!

په ورین تندي وګوره مونږ ته

چې خلاص شو مونږه

۸د تاک په شان دې خپل قوم وویسته د مصر څخه

تا وشړل نور اقوام

وکرل دوی دې د هغوی په ځای کې

۹تا هغه ځمکه کړله پاکه ورته

وځغلولې هغه ځای کې یې ریښې ژورې

ورباندې ډکه شوله ټوله ځمکه

۱۰شول غرونه ټول یې پټ په سیوري باندې

د سبر غټې ونې راوستې شاخونو یې تر سیوري لاندې

۱۱مدیترانې تر بحیرې پورې یې لاړې څانګې

او شولې خپرې د فرات تر سینده

۱۲ولې دې وران کړل دېوالونه شاوخوا د هغه؟

اوس چې هرڅوک ورنه تېریږي

نو راشکوي ترې انګور

۱۳وحشي خوګان لاندې کوي یې تر پښو

په کې څریږي ټول وحشي ځناور

۱۴مطلق قادر خدایه راواړوه مخ!

ته له اسمانه مونږ ته کوز وګوره

راشه او وساته خپل قوم دې خدایه

۱۵راشه او وساته نیالګی کوم چې کرلی دی تا

دغه ځوان تاک چې قوي کړی دی تا

۱۶هغه ته اور دی اچولی دښمنانو زمونږ

او راچپه کړی یې دی

هغوی ته وګوره په قهر او برباد کړه هغوی!

۱۷نو ته قوي کړه هغه کس چې ورسره مینه کوې

هغه څوک چې غوره کړی دی تا

۱۸بیا به هېڅکله تا نه مونږه خپل مخ نه اړوو

ته مونږ ژوندي وساته چې ستا ستاینه وکړو

۱۹مونږ بېرته راوله خپل حال ته

ای مطلق قادر څښتنه خدایه!

په ورین تندي وګوره مونږ ته

چې خلاص شو مونږه