ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - یوویشتم فصل

اسراییلیان کنعانیانو ته په حرمه کې ماتې ورکوي

۱د عراد کنعانی پادشاه د کنعان په جنوب کې اوسېده او کله چې هغه واورېدل چې اسراییلیان د اتاریم کلي ته راروان دي، هغه ورباندې حمله وکړه او د هغو څخه یې ځینې ونیول. ۲نو اسراییلیانو څښتن ته نذر ومانه: <که چېرې ته مونږ په دې خلکو باندې بریالي کړې، مونږ به هغوی او د هغوی ښارونه بې له کوم شرط څخه تاته وقف کړو او هغوی به له منځه یوسو.> ۳څښتن د دوی دعا قبوله کړه او د هغوی سره یې مرسته وکړه چې په کنعانیانو باندې بریالي شي. نو اسراییلیانو هغوی او د هغوی ښارونه بېخي له منځه یوړل او هغه ځای یې د حرمه په نوم یاد کړ.

حضرت موسیٰ یو برنجي مار جوړوي

۴اسراییلیان د هور د غره څخه لاړل او په هغې لارې باندې روان شول چې سرې بحیرې ته تللې ده، د دې دپاره چې د ادوم د سیمې په شاوخوا باندې راوګرځي. مګر خلکو په لاره کې خپله حوصله له لاسه ورکړه ۵او د خدای پاک او حضرت موسیٰ په ضد یې خبرې وکړې. هغوی شکایت وکړ: <مونږه مو ولې د مصر څخه راوویستلو چې په دې دښته کې مړه شو، چېرته چې نه ډوډۍ شته او نه اوبه؟ مونږ نور د دې خراب خوراک څخه تنګ شوي یو!> ۶بیا څښتن په هغوی باندې زهر لرونکي ماران نازل کړل او ډېر اسراییلیان یې وچیچل او مړه شول. ۷خلک حضرت موسیٰ ته ورغلل او ویې ویل: <مونږ ګناه کړې ده چې د څښتن او ستا په ضد مو خبرې کړې دي. اوس څښتن ته دعا وکړه چې دا ماران لېرې کړي.> نو حضرت موسیٰ د خلکو دپاره دعا وکړه. ۸څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <یو فلزي مار جوړ کړه او د یوې پایې په سر باندې یې ځوړند کړه. هرڅوک چې چیچل کیږي نو کله چې هغه فلزي مار ته وګوري ژوندی به پاتې کیږي.> ۹نو حضرت موسیٰ یو برنجي مار جوړ کړ او هغه یې د یوې پایې په سر باندې ځوړند کړ. هرڅوک به چې مار چیچه هغه به برنجي مار ته کتل نو ژوندی به پاتې کېده.

موآب ته د اسراییلیانو سفر

۱۰اسراییلیان روان شول او د اوبوت سره یې خېمې ودرولې. ۱۱کله چې هغوی له هغه ځای څخه لاړل، د عیی عباریم په دښته کې د موآب د سیمې ختیځ خواته یې خېمې ودرولې، ۱۲بیا یې د زارد د خوړ په څنګ کې خېمې ودرولې. ۱۳بیا له هغه ځای څخه روان شول او د ارنون د سیند په شمال کې په هغې دښتې کې یې چې د اموریانو د سیمې پورې غزېدلې ده خېمې ودرولې. (ارنون د موآبیانو او اموریانو ترمنځ سرحد ؤ.) ۱۴له همدې کبله د څښتن د جنګونو په کتاب کې ویل شوي دي چې د واهیب ښار او د هغه ویالې د سوفه په سیمه کې دي، د ارنون سیند او ۱۵د هغه درې د موآبیانو د سرحد تر څنګ پرتې دي او د عار تر ښاره پورې رسېدلې دي.

۱۶له هغه ځای څخه دوی یو بل ځای ته چې د کوهي په نوم یادېده لاړل، یعنې هغه ځای ته چېرته چې څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <خلک سره راغونډ کړه چې د څښلو دپاره اوبه ورکړم.> ۱۷په هغه وخت کې د اسراییلو خلکو دا روحاني سندره وویله:

<ای کوهیه! راوباسه اوبه خپلې

هرکلی به ورته وایو په سندرې

۱۸هغه کوهی چې کیندل شوی شهزادګانو له خوا

او د قوم د مشرانو له خوا

دی کیندل شوی په شاهي امسا

او د هغوی په امساګانو باندې>

هغوی له دښتې څخه متانې ته لاړل ۱۹او له هغه ځایه نحلیئیل ته لاړل او د نحلیئیل څخه باموت ته ۲۰او له باموت څخه هغې درې ته لاړل چې د موآبیانو په سیمه کې ده او د پیسګاه د غره لاندې ده او له هغه ځای څخه ښکته دښته لیدل کیږي.

اسراییلیان د اموریانو پادشاه سیحون ته ماتې ورکوي

(تثنیه ۲: ۲۶ - ۳۷)

۲۱د اسراییلو خلکو د اموریانو پادشاه سیحون ته استازي ورولېږل چې هغه ته داسې ووایي: ۲۲<مهرباني وکړئ مونږ پرېږدئ چې ستاسو په سیمه باندې تېر شو. مونږ به خپله لاره نه خوشې کوو او ستاسو پټیو او د انګورو باغونو ته به نه ورننوزو او ستاسو د کوهیانو څخه به هیڅ اوبه ونه څښو. مونږ به په عمومي لاره باندې ځو، ترڅو ستاسو د سیمې څخه ووزو.> ۲۳مګر سیحون اسراییلیان پرېنښودل چې د هغه د وطن له لارې سفر وکړي. د دې په ځای، هغه خپل ټول لښکر سره راغونډ کړ او دښتې ته ووت چې د یاهص ښار ته نژدې په اسراییلیانو باندې حمله وکړي. ۲۴مګر اسراییلیانو خپل ډېر دښمنان په دې جګړه کې ووژل او د هغوی سیمه یې په جنوب کې د ارنون د سیند څخه نیولې په شمال کې د یبوق تر سیند پورې ونیوله. د یبوق بلې خواته د عمونیانو سیمه وه او د هغوی سرحد ډېر قوي ؤ.

۲۵نو اسراییلیانو د اموریانو ټول ښارونه چې په هغو کې حشبون او د هغه شاوخوا کلي هم شامل وو ونیول او هلته اوسېدل. ۲۶حشبون د اموریانو د پادشاه سیحون پایتخت ؤ. سیحون د موآب د پخواني پادشاه سره جګړه کړې وه او د ارنون د سیند پورې یې د هغه ټوله خاوره نیولې وه. ۲۷په دې سبب شاعران وایي:

<راشئ حشبون ته یعنې ښار ته د سیحون پادشاه!

غواړو هغه بېرته آباد ووینو!

۲۸په یو وخت کې د حشبون له دغه ښاره

د سیحون لښکرې لاړې مخکې لکه اور

په موآب کې یې برباد کړ د عار ښار

کړې بربادې یې غونډۍ ارنون دپاسه

۲۹افسوس په تاسو موآبیانو باندې!

ای د کموش عبادت کوونکو برباد شوئ تاسې!

ستاسو خدای پرېښودل خلک چې مهاجر شي

ښځې شولې اسیرانې د اموریایي پادشاه په لاس

۳۰مګر اوس ده برباد شوې اولاده د هغوی

په ټوله لاره د حشبون نه تر دیبونه پورې

تر نوفح چې ده میدبا ته نژدې>

۳۱نو اسراییلیان د اموریانو په سیمه کې اوسېدل. ۳۲نو حضرت موسیٰ یو څو نفره ولېږل چې د یعزیر په ښار باندې د حملې دپاره یوه ښه لاره راپیدا کړي. اسراییلیانو هغه ښار او د هغه شاوخوا کلي ونیول او هغه اموریان چې هلته اوسېدل هغوی یې وشړل.

اسراییلیان د باشان پادشاه عوج ته ماتې ورکوي

(تثنیه ۳: ۱ - ۱۱)

۳۳بیا اسراییلیان راوګرځېدل او د باشان په لاره باندې روان شول. د باشان پادشاه عوج د خپلو ټولو لښکرو سره روان شو چې په ادرعي کې په هغوی باندې حمله وکړي. ۳۴څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د عوج څخه مه وېرېږه. زه به تاته په هغه، د هغه په ټولو خلکو او خاوره باندې بری درکړم. د هغه سره هغه کار وکړه چې د اموریانو د پادشاه سره دې چې حشبون یې پایتخت ؤ کړی ؤ.> ۳۵نو اسراییلیانو عوج، د هغه زامن او د هغه ټول خلک ووژل، یو هم ژوندی پاتې نه شو او بیا یې د هغه خاوره ونیوله.