يوسفزئ

کوچنۍ پیغمبر

د حضرت زکرياه نبى کِتاب - دولسم باب

د يروشلم دشمنان به تباه شى

۱د بنى اِسرائيلو په حقله دا د مالِک خُدائ پېغام دے. د هغه مالِک خُدائ، چا چې آسمانونه خوارۀ کړى دى، چا چې د زمکې بنيادونه اېښى دى، او چا چې بنى آدم له ساه ورکړې ده، هغه فرمائى، ۲”زۀ به يروشلم نه د شرابو پياله جوړه کړم چې ګېرچاپېره قومونه يې په څښلو سره سرګردانه شى، کله چې هغوئ خپل فوجيان د يهوداه او يروشلم محاصره کولو دپاره رالېږى. ۳په هغه ورځ، کله چې د زمکې ټول قومونه د دې خلاف يو ځائ شى، زۀ به د يروشلم نه د ټولو قومونو دپاره يو نۀ خوځېدونکے کاڼے جوړ کړم. هر هغه څوک چې د دې د لرې کولو کوشش کوى هغوئ به خپل ځانونه زخمى کړى. ۴په هغه ورځ به زۀ هر آس اوتر کړم او د دې سوارۀ به ليونى کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ”زۀ به د يهوداه په قوم باندې نظر ساتم. خو زۀ به د دوئ د دشمنانو ټول آسونه ړاندۀ کړم. ۵بيا د يهوداه حکمرانان به په خپلو زړونو کښې وائى، د يروشلم خلق مضبوط دى، ځکه چې مالِک خُدائ ربُ الافواج د هغوئ خُدائ پاک دے. ۶په هغه ورځ به زۀ د يهوداه حکمرانان لکه د لرګو اور، لکه لمبه وهونکى مشعل چې د غنمو د ګېډۍ په مينځ کښې وى جوړ کړم. دا به ښى او ګس طرف ته ګېرچاپېره ټول خلق وسوزوى، خو يروشلم به په خپل ځائ روغ رمټ پاتې شى. ۷مالِک خُدائ به د يروشلم نه وړاندې نورو يهوديانو ته کاميابې ورکړى، تر دې چې د يروشلم خلقو او د داؤد شاهى خاندان ته د يهوداه نه زيات عزت مِلاو نۀ شى. ۸په هغه ورځ به مالِک خُدائ هغه خلق بچ کړى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى، نو په هغوئ کښې به د ټولو نه کمزورى د داؤد هومره طاقتور وى، او د داؤد اولاد به داسې وى لکه چې خُدائ پاک او لکه چې د مالِک خُدائ يوه فرښته په خپله د هغوئ نه وړاندې روانه وى. ۹په هغه ورځ به زۀ د هغه ټولو قومونو تباه کول شروع کړم کوم چې په يروشلم حمله کوى.

ماتم د هغۀ دپاره څوک چې دوئ وڅيرلو

۱۰زۀ به د داؤد په اولاد او څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى د فضل او دُعا روح نازل کړم. هغوئ به ما ته ګورى، هغه چا ته چې دوئ په نېزه وهلے دے، او هغوئ به د هغۀ دپاره داسې ماتم وکړى لکه چې څوک په خپل ايکې يو ماشوم ماتم کوى، او ډېر سخت به خفه شى لکه د چا چې اولنے زوئ مړ شوے وى. ۱۱په هغه ورځ به په يروشلم کښې لوئ وير وى، داسې لکه د هددرمون وير چې د مِجدو په مېدان کښې وو. ۱۲ټول مُلک به ماتم کوى، هره يوه قبيله به په خپله د خپلو ښځو نه جُدا يعنې، د داؤد د خاندان قبيله به خپلو ښځو نه جُدا، د ناتن قبيله به خپلو ښځو نه جُدا، ۱۳د ليوى قبيلې به د خپلو ښځو نه جُدا، د سِمعى قبيله به خپلو ښځو نه جُدا، ۱۴او هره پاتې شوې قبيله به ځان ځان له ماتم کوى او د دوئ ښځې به هم ځانله ماتم کوى.“