۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<فرض کړئ د کوم نفر سره د بل چا کوم شی د امانت په توګه ایښی وي او هغه ورته دروغ ووایي چې هغه شی ورک شوی دی یا غلا شوی دی او په دې باندې د څښتن په مقابل کې ګناه وکړي. یا فرض کړئ کوم شی غلا کړي یا یې د چا څخه په زور واخلي. ۳یا کوم ورک شوی شی پیدا کړي او دروغ ووایي او یا قسم وخوري چې هغه یې نه دی موندلی، ۴-۵نو په دې ډول که چېرې یو نفر ګناه کوي، نو کوم شی چې هغه په غلا ترلاسه کړی وي هغه دې بېرته ورکړي. په هغه ورځ چې دا ثابته شي چې هغه ګناهکار دی، نو د هغه خاوند ته دې پوره تاوان ورکړي او شل فیصده دې زیات هم ورکړي. ۶نو هغه دې یو داسې پسه چې کوم عیب په کې نه وي او د تاوان د نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کیږي کاهن ته راولي. هغه دې مناسبه بیه ولري. ۷په دې ډول به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.>
سوزېدونکې نذرانه
۸څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۹<هارون او د هغه زامنو ته دا حکم ورکړه چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره دغه مقررات دي: سوزېدونکې نذرانه دې له شپې څخه تر سهاره پورې په قربانګاه باندې پاتې شي او په قربانګاه باندې باید اور روښانه وساتل شي. ۱۰بیا به کاهن خپل د کتان نیکرونه د کتان د چپنې سره واغوندي او د سوزېدونکې نذرانې ایرې به چې د قربانۍ په ځای باندې پاتې شوې دي لېرې کړي او د قربانۍ د ځای په څنګ کې به یې واچوي. ۱۱بیا دې هغه دا کالي وباسي او نور دې واغوندي او ایرې دې له کمپ څخه دباندې یو پاک ځای ته یوسي. ۱۲په قربانګاه باندې باید اور روښانه وساتل شي او باید مړ نه شي. کاهن دې هر سهار د اور لرګي ورزیاتوي او په اور باندې دې سوزېدونکې نذرانه په ترتیب سره ږدي او په هغه باندې دې د سلامتۍ د نذرانې وازګه وسوزوي. ۱۳په قربانګاه باندې باید اور په دوامداره توګه روښانه وساتل شي او باید مړ نه شي.
د غلې دانې نذرانه
۱۴د غلې دانې د نذرانې دپاره دغه مقررات دي: د هارون زامن چې کاهنان دي دا نذرانه دې د قربانۍ د ځای مخې ته څښتن ته وړاندې کړي. ۱۵کاهن دې له ښو اوړو او تېلو څخه چې خوشبویي ورباندې شیندل شوې ده او ټوله څښتن ته وړاندې کیږي یو موټی د نمونې په توګه واخلي او په قربانګاه باندې دې وسوزوي. د دې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي. ۱۶-۱۷د هغې پاتې برخه به کاهنان وخوري. د هغې څخه دې فطیره ډوډۍ پخه شي او په یو مقدس ځای یعنې د مقدسې خېمې په حویلۍ کې دې وخوړل شي. څښتن هغه کاهنانو ته د هغو نذرانو څخه چې په اور باندې ورته تیاریږي د هغوی د برخې په توګه ورکړې ده. دا د ګناه او تاوان د نذرانو په شان ډېره مقدسه ده. ۱۸د هارون هره اولاده چې نارینه وي هغه خوړلی شي. دا د هغو دوامدارو نذرانو یوه برخه ده چې تل به څښتن ته په اور باندې تیاریږي. که بل څوک هغو نذرانو ته لاس وروړي، نو د هغو مقدس توب به ورته زیان ورسوي.>
۱۹همدارنګه څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲۰<دا هغه نذرانه ده چې هارون او د هغه زامن یې باید په هغه ورځ چې هغوی په کې د کاهنانو په توګه ټاکل کیږي څښتن ته وړاندې کړي: هغوی دې یو کیلوګرام ښه اوړه د نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کړي (د غلې دانې د ورځنۍ نذرانې په اندازه). د هغې څخه دې نیم په سهار کې او نیم په ماښام کې وړاندې کړي. ۲۱هغه دې د تېلو سره ګډ شي او په تبۍ باندې دې پاخه شي او بیا دې میده میده شي او د غلې دانې د نذرانې په توګه دې وړاندې شي. دا یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي. ۲۲د هارون د اولادې څخه چې هرڅوک د مشر کاهن په توګه خدمت کوي، تل به دا نذرانه وړاندې کوي. هغه دې څښتن ته د قربانۍ په توګه ټول وسوزول شي. ۲۳د کاهن د غلې دانې هره نذرانه باید ټوله وسوزول شي، هغه باید ونه خوړل شي.>
د ګناه نذرانه
۲۴څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲۵<هارون او د هغه زامنو ته ووایه چې د ګناه د نذرانې دپاره دغه مقررات دي: د ګناه د نذرانې دپاره دې حیوان په هغه ځای کې چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره حیوانات حلالیږي حلال شي. دا ډېره مقدسه نذرانه ده. ۲۶کاهن چې دا حیوان قرباني کوي، هغه دې په یو مقدس ځای یعنې د مقدسې خېمې په حویلۍ کې وخوري. ۲۷که یو څوک یا یو شی د دې حیوان د غوښې سره ولګیږي، د هغې مقدس توب به ورته زیان ورسوي. که چېرې د کالیو کوم ځای د دې حیوان په وینه ککړ شي، هغه باید په یو مقدس ځای کې ومینځل شي. ۲۸د خاورو یو لوښی چې هغه غوښه په کې خوټول کیږي باید مات شي او که چېرې د برنجو د لوښي څخه کار اخیستل کیږي، باید وموښل شي او په اوبو کنګال شي. ۲۹د کاهنانو د کورنیو هر نارینه کولی شي چې دا نذرانه وخوري، هغه ډېره مقدسه ده. ۳۰مګر د ګناه کومه نذرانه چې وینه یې مقدسې خېمې ته راوړل کیږي چې په مقدس ځای کې یې کفاره ادا شي، هغه نذرانه باید ونه خوړل شي، باید وسوزول شي.