ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

دوه څلوېښتم زبور

دوهم کتاب

(زبور ۴۲ - ۷۲)

د اندېښمن سړي دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د قورح د طایفې زبور)

۱لکه هوسۍ وي په ارمان کې د ویالو د اوبو

داسې ای خدایه، یمه ستا په ارمان

۲ای ژوندی خدایه، زه د ستا د دیدار تږی یمه

کله به درشم ستا حضور کې عبادت به وکړم؟

۳شپه او ورځ ژاړمه زه اوښکې دي خوراک زما

دښمنان تل راته پېغور راکوي

چې «د ستا خدای چېرې دی؟»

۴زړه مې رامات شي چې رایاد کړم هغه تېر وختونه

چې د خدای کور ته به ورتلم له ګڼو خلکو سره

وو به خوشحال د شکرانې سندرې مونږ به ویلې

د دوی په مخ کې به روان ومه زه

داسې یوه ګڼه چې نیوه به یې جشن

۵ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟

دومره پرېشان ولې یم؟

باید په خدای باندې توکل ولرم

یو ځلې بیا به یې ثنا ووایم

ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما

۶زما زړګی ماتیږي

نو ځکه تاته یمه لاس په دعا

په داسې حال کې چې زه دلته راګېر شوی یمه

یعنې چې سیند د اردن اخلي سرچینه له دې ځای

دعا کوم دلته د غره له حرمون

د میسعر له غره نه

۷ستا پارېدلې څپې

ما باندې واوختلې

لکه یو قهرېدلی دریاب

یا غړمبېدونکی ابشار

۸څښتن د ورځې راسره ښایي تلپاتې مینه

زه ورته وایمه د شپې سندرې

دعا کومه خدای ته زه چې یې ژوندون راکړی

۹زه هغه خدای ته چې ساتونکی مې دی داسې وایم:

«زه دې ولې یم هېر کړی

د خپل دښمن له ظلمه

ولې زه ویر کې یمه؟»

۱۰ان هډوکي مې ماتیږي

چې دښمن راته پېغور کړي

تل دوی وایي ماته داسې:

چې «د ستا خدای چېرې دی؟»

۱۱ای زما ځانه، دومره خفه ولې یم؟

دومره پرېشان ولې یم؟

باید په خدای باندې توکل ولرم

یو ځلې بیا به یې ثنا ووایم

ای زما خدایه، خلاصوونکیه زما