ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

څوارلسم زبور

د انسان بدکاري

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

(زبور ۵۳)

۱کم عقلان خپلو ځانونو سره وایي چې خدای نشته

هغوی ټول دي فاسد شوي او کوي ډېر بد کارونه

دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي

۲له اسمانه څښتن ساتي خپل نظر په انسانانو

ترڅو وګوري کوم شته داسې عاقل

چې رجوع وکړي خپل خدای ته

۳خو هغوی ټول ګمراهان شول

ورسره هم فاسدان شول

دوی کې هېڅ یو نېک کار نه کړي

یو هم نه کړي نېک کردار

۴څښتن کړي دغه پوښتنه:

«ایا دوی هېڅ نه پوهیږي؟

بدکاران ټول جاهلان دي؟

زما خلک داسې خوري دوی

لکه وږي چې ډوډۍ خوري

هېڅ دعا نه کوي ماته»

۵خو په دوی به وېره راشي

ځکه خدای مل دی د نېکانو سره

۶بدکاران د عاجزانو پلانونه شنډوي

خو څښتن یې ساتندوی دی

۷کاشکې راشي نجات د اسراییلو له صهیونه

برکت چې کله بیا ورکړې څښتنه خپل ولس ته

بیا خوشحاله کورنۍ به د یعقوب شي

اسراییل به په دې کار سره خوشحال شي