ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف پينځم کِتاب

تثنیه - اتم فصل

څښتن مه هېروئ

۱په وفادارۍ سره د هغو ټولو قوانینو څخه پیروي وکړئ چې نن یې تاسو ته درکوم ترڅو ژوند وکړئ، شمېر مو زیات شي او هغې خاورې ته چې د هغې وعده څښتن ستاسو د نیکونو سره کړې ده ورننوزئ او هغه ونیسئ. ۲در په یاد کړئ چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې ستاسو څښتن خدای څنګه تاسو ته په دښته کې په دې اوږده سفر کې لارښودنه وکړه. په تاسو باندې یې سختۍ راوستلې چې ومو ازمایي ترڅو هغه پوه شي چې ستاسو په زړونو کې څه دي او د هغه په حکمونو باندې عمل کوئ یا نه. ۳هغه په تاسو باندې لوږه راوستله او بیا یې د خوراک دپاره من درکړ، یعنې هغه خواړه چې تاسو او ستاسو نیکونو مخکې هیڅکله خوړلي نه وو. هغه د دې دپاره دا کار وکړ چې تاسو ته دا خبره درزده کړي چې انسان یوازې په ډوډۍ نه بلکه په هره خبره باندې ژوندی دی چې د څښتن د خولې څخه راوزي. ۴د دغو څلوېښتو کلونو په دوران کې ستاسو کالي نه دي زاړه شوي او نه مو پښې پړسېدلې دي. ۵په یاد لرئ چې ستاسو څښتن خدای تاسو اصلاح کوي او داسې سزا درکوي لکه څنګه چې یو پلار خپلو اولادونو ته تربیه ورکوي. ۶نو بیا هغه کار کوئ چې څښتن یې درباندې امر کړی دی یعنې د هغه د قوانینو په مطابق ژوند کوئ او د هغه څخه وېرېږئ. ۷ستاسو څښتن خدای تاسو یوې حاصلخېزې ځمکې یعنې داسې ځمکې ته راولي چې سیندونه او چینې لري او د ځمکې لاندې داسې ویالې لري چې اوبه یې درو او غونډیو ته راوزي، ۸یوه داسې ځمکه چې غنم او اوربشې، انګور، اینځر، انار، زیتون او شات په کې پیدا کیږي. ۹دا داسې وطن دی چې خواړه په کې پرېمانه دي او د هیڅ شي کمی په کې نشته. د دې ځای تیږې د اوسپنې څخه ډکې دي او د غونډیو څخه یې مس راویستلی شئ. ۱۰هرڅه چې تاسو غواړئ وخورئ هغه به درورسیږي او تاسو به د هغې حاصلخېزې ځمکې دپاره چې ستاسو څښتن خدای درکړې ده د هغه شکر ادا کړئ.

۱۱پام کوئ چې تاسو به هیڅکله خپل څښتن خدای نه هېروئ. هیڅکله د هغه د هغو قوانینو څخه سرغړونه ونه کړئ چې نن یې تاسو ته درکوم. ۱۲کله چې تاسو ته د خوراک دپاره هرڅه درورسیږي او د اوسېدلو دپاره ښه ښه کورونه ودان کړئ ۱۳او کله چې ستاسو پادې او رمې، ستاسو سپین زر او سره زر او نور ټول شیان زیات شي، ۱۴نو پام کوئ چې تاسو به نه مغروره کېږئ او خپل څښتن خدای به چې تاسو یې د مصر د غلامۍ څخه ازاد کړئ نه هېروئ. ۱۵هغه د هغې پراخې او وېروونکې دښتې په لاره تاسو بوتللئ چې زهرجن ماران او لړمان په کې وو. هغه په هغې وچې او بې اوبو ځمکه کې د کلک ګټ څخه ستاسو دپاره اوبه راوویستلې. ۱۶هغه په دښته کې تاسو ته د خوراک دپاره من درکړ چې داسې خواړه وو چې ستاسو نیکونو هیڅکله خوړلي نه وو. له دې کبله هغه په تاسو باندې سختۍ راوستلې چې تاسو وازمایي، ترڅو په آخر کې هغه تاسو ته د ښو ښو شیانو سره برکت درکړي. ۱۷نو بیا باید هیڅکله داسې فکر ونه کړئ چې تاسو په خپل قدرت او قوت سره خپل ځانونه شتمن کړي دي. ۱۸په یاد ولرئ چې دا ستاسو څښتن خدای دی چې تاسو ته دا توان درکوي چې شتمن شئ. څښتن ځکه دا کار کوي چې هغه نن هم هغه لوظ ته وفادار پاتې دی چې ستاسو د نیکونو سره یې کړی ؤ. ۱۹‏-۲۰زه نن تاسو ته خبرداری درکوم که چېرې تاسو خپل څښتن خدای هېر کړئ او د نورو خدایانو عبادت وکړئ، نو څښتن به تاسو لکه د نورو قومونو په شان چې تاسو به ورسره جنګ کوئ له منځه یوسي.