ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم سموئیل - دوه ویشتم فصل

د داود د کامیابۍ سندره

(زبور ۱۸)

۱کله چې څښتن داود د شائول او د هغه د نورو دښمنانو څخه خلاص کړ، داود څښتن ته دا سندره وویله. ۲هغه وویل:

<څښتن دی زما ساتونکی

دی زما قوي کلا

۳زما ساتونکی زما خدای دی

زما امن دی هغه کې

کړي ساتنه لکه سپر زما

زما دفاع کوي ساتي مې خوندي

دی څښتن زما ژغورونکی

کړي دفاع هغه ساتي مې تشدد نه ۴مرسته غواړم له څښتنه

چې لایق دی د صفت

خلاصوي به مې هغه

ما له خپلو دښمنانو

۵د مرګ څپې رانه راتاوې شولې

د بربادۍ سیلابو واخیستمه

۶پښې مې د ګور رسۍ کې ونښتلې

مرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ

۷په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړ

کومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړ

زما اواز یې په خپل کور کې واورېد

زما فریاد یې د کومک واورېده

۸بیا ځمکې وخوړ ټکان ولړزېده

شوې په خوځېدو د اسمانو ستنې

ځکه په قهر ؤ خدای

۹شو له سپېږمو نه یې راپورته لوګی

بلې لمبې او سرې سکروټې یې بادېدلې د خولې

۱۰ده کړې خلاصې دروازې د اسمانونو او راکوز شو

تورې ورېځې وې د ده تر پښو لاندې

۱۱هغه سپور په کروب شولو او والوته

سپور شو په وزرو د باد ژر راغی

۱۲ځان ته جوړه یې پرده کړه له تیارې نه

د اوبو ډکې ټینګې ورېځې وې چاپېره د ده

۱۳د جلال نه د هغه د موجودیت

وکړلې لمبې سکروټو وکړلې

۱۴لکه تندر څښتن وکړلې خبرې له اسمانه

اواز شو د مطلق قادر څښتن په اورېدو

۱۵وویشتل هغه خپل غشي، دښمنان یې تار په تار کړل

د برېښنا په پړکېدو یې ماتې ورکړه

۱۶دښمنان چې کله ورټل څښتن خپل

د هغه د تنفس په انفجار

تل د سمندر هم راښکاره شولو

وو پراته د ځمکې بنسټونه لوڅ

۱۷له اسمانه څښتن لاس خپل کړ را اوږد ویې نیولم

له ژورو اوبو ده راوویستلم

۱۸زه یې کړمه له قوي دښمنه خلاص

او له هغو چې نفرت یې کړ له ما نه

دوی وو ډېر قوي له ما نه

۱۹هغه وخت کې چې زه ومه په تکلیف کې

دوی حمله وکړه په ما

خو څښتن زه حمایه کړم

۲۰له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړه

ځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما

۲۱اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېک

یمه بې ګناه ځکه انعام راکوي ماته

۲۲ما د څښتن د قوانینو اطاعت کړی دی

نه مې د بدۍ په خاطر مخ له خپل خدای پاک نه اړولی دی

۲۳ما عمل کړی د هغه په قوانینو ټولو

نافرماني مې کړې نه ده له حکمونو د ده

۲۴هغه پوهیږي زه بې عیبه یمه

بدو کارونو نه مې ځان ساتلی

۲۵نو اجر راکوي څښتن ځکه کړم کارونه نېک

هغه پوهیږي بې ګناه یمه زه

۲۶ای څښتنه، وفادار یې هغه چاته چې وي تاته وفادار

تل نېکي کړې د هغو سره چې وي بې عیبه

۲۷پاک ته خپل ځان پاک ښایې

ټګجن ته ځان پېچلی

۲۸ته عاجزانو ته نجات ورکوې

خو کبرجن ټیټوې

۲۹ته زما ډېوه یې ای څښتنه

چې بدلوې زما تیارې په رڼا

۳۰راکوې قوت چې کړم ناتار په دښمن

راکوې قدرت په دېوالو د ختو

۳۱ګوره زما پاک خدای څومره کامل یې عملونه دي

څومره د باور یې ټول لوظونه دي

هغه دی ډال هغو ته

ټول چې یې پناه ده ته راوړې ده

۳۲صرف څښتن دی خدای

کړي چې په یوازې ځان دفاع زمونږ

۳۳دی دا خدای پاک زما ځواکمن پناه ځای

هغه زما لاره خوندي ساتي

۳۴زه ثابت قدم لکه هوسۍ یې کړم

ساتي مې خوندي په تورو غرونو کې

۳۵هغه ما تیاروي د جنګ دپاره

ترڅو زه کړمه راکش لینده د زېړو

۳۶ډال راکوې ماته د خلاصون خپل

زه پیاوړی کړی ستا کومک یمه

۳۷ته پراخوې زما د پښو لاره

ځکه نه ښوئیږي پښې زما هیڅکله

۳۸دښمنان تعقیبوم او ماتوم یې

نه راګرځم تر هغې چې یې نابود کړم

۳۹داسې یې وهم چې پاڅېدی نه شي

دي زما د پښو لاندې نسکور پراته

۴۰راکوې ما له ته قوت د جګړې

غورزوې ماته دښمنان په پښو کې

۴۱مجبوروې دښمنان زما تېښتې ته

زه تباه کوم هغه چې کرکه کړي زما ځنی

۴۲دوی د کومک دپاره لټه کوي

نشته څوک چې کړي دوی خلاص

وهي چیغې دوی څښتن ته

هغه نه ورکوي دوی ته ځوابونه

۴۳لکه د دوړې میده کومه یې زه

داسې تر پښو لاندې کومه یې زه

لکه د خټو د کوڅو په شانتې

۴۴تا زه د خپلو سرکشانو څخه خلاص کړلمه

او د قومونو دې سردار پرېښودم

اوس مې خدمتونه هغه خلک کوي

څوک چې پخوا نه پېژندل ما کله

۴۵هم بهرنیان زما په مخ کې ټیټوي سرونه

چې کله اوري زما په هکله اطاعت مې کوي

۴۶دوی بایلي خپل همتونه

په لړزه باندې راوزي دوی له خپلو کلاګانو

۴۷څښتن ژوندی دی!

ده ستاینه ساتندوی لره زما!

د هغه ځواکمن خدای کړئ لویي اعلان

چې مې ژغوري چې مې ژغوري

۴۸راکوي ماته توفیق چې بدل واخلم له دښمنه

راولي زما د ځواک لاندې قومونه

۴۹او ما له خپلو دښمنانو خلاصوي

راکوې بریا په غلیمانو ای څښتنه ته

او ما ساتې له ظالمو انسانانو

۵۰ځکه نو څښتنه د قومونو منځ کې ستا کوم ستاینه

وایمه زه ستا د صفت سندرې

۵۱خدای ورکوي لویې بریاوې خپل پادشاه ته

مینه تل عمري کوي د خپل غوره کړای شوي سره

تل تر تله د داود او د هغه د اولادې سره>