ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

ديارلسم زبور

څښتن ته د مرستې دپاره دعا

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ته ترڅو به هېروې ما ای څښتنه؟ تر ابده؟

ته ترڅو به اړوې خپل مخ زما نه؟

۲ترڅو به روح وي پرېشانۍ کې زما؟

ترڅو به هره ورځ زړګی له غمه ډک وي زما؟

ترڅو دښمن به بریالی وي په ما؟

۳راته وګوره څښتنه، زما خدایه ځواب راکړه

ماته بیا خپل قوت راکړه

هسې نه چې زه ویده د مرګ په خوب شم

۴دښمن به وایي: «زه په ده شوم غالب»

دوی به خوشحالي کړي چې مې ماتې وخوړله

۵خو کړم باور ستا په تلپاتې مینه

زړګی زما ستا په نجات کې خوشحالي کوي

۶زه به ستا د ثنا وایمه سندرې ای څښتنه

ځکه چې ما سره دې کړی احسان