ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

نحمیا - شپږم فصل

د نحمیا په خلاف دسیسې

۱سنبلط، طوبیا، جشم چې عرب ؤ او زمونږ نورو دښمنانو واورېدل چې مونږ د دېوال د ودانولو کار پای ته رسولی دی او په هغه کې هېڅ سوری پاتې نه دی. یوازې د دروازو د پلو د ایښودلو کار پاتې ؤ. ۲نو سنبلط او جشم ماته یو پیغام راولېږه او دا وړاندیز یې وکړ چې د هغوی سره د اونو په ډاګ کې په یوه کلي کې وګورم. زه پوه شوم چې دا د هغوی یو چل ؤ او غوښتل یې چې ماته زیان ورسوي. ۳هغوی ته مې استازي ورولېږل چې داسې ورته ووایي: «زه په یو مهم کار باندې بوخت یم. زه نه شم کولای چې خپل کار پرېږدم، هلته درشم او ستاسو سره وګورم.»

۴هغوی څلور ځلې هماغه پیغام راولېږه او ما ورته هر ځل هماغه ځواب ورلېږه.

۵نو سنبلط خپل خدمتګار د پنځم ځل دپاره د یو لیک سره راولېږه، دا یو سرخلاصی لیک ؤ. ۶په هغه کې داسې لیکل شوي وو:

  • «جشم وایي چې د ګاونډیو قومونو په منځ کې داسې اوازې دي چې ته او یهودیان اراده لرئ چې سرغړونه وکړئ، نو په دې خاطر تاسو دا دېوال ودانوئ. دا هم وایي چې ته غواړې خپل ځان د هغوی پاچا کړې. ۷همدارنګه تا نبیان هم ټاکلي دي چې په اورشلیم کې داسې اعلان وکړي چې نحمیا د یهودا پاچا دی. نو دا خبر به بېرته پاچا ته ورسیږي، ښه به دا وي چې زما سره وګورې، ترڅو په دې اړه یو د بل سره مشوره وکړو.»

۸ما هغه ته ځواب ورولېږه: «ته چې څه وایې په هغې کې هېڅ رښتیا نشته. دا ټولې خبرې تا د خپله ځانه جوړې کړې دي.»

۹هغوی ټولو هڅه کوله چې مونږ ووېروي او د دې کار څخه لاس واخلو. خو ما خدای ته دعا وکړه چې ماته قوت راکړه.

۱۰شمعیه د دلایا زوی او د مهیتبییل لمسي نه شو کولای چې خپل کور پرېږدي، نو زه د هغه د لیدلو دپاره لاړم. چې کله یې زه ولیدم، ویې ویل: «باید د خدای په کور کې پټ شو او دروازې قلف کړو، ځکه چې هغوی د شپې راځي چې تا ووژني.»

۱۱ما ځواب ورکړ: «زه داسې سړی نه یم چې وتښتم او پټ شم. ایا ته فکر کوې چې زه به د خدای په کور کې په پټېدلو سره خپل ژوند وژغورم؟ زه به دا کار ونه کړم.»

۱۲کله چې ما په دې اړه فکر وکړ نو پوه شوم چې خدای شمعیه نه دی رالېږلی، بلکې طوبیا او سنبلط هغه ته رشوت ورکړی دی چې ماته دا خبرداری راکړي. ۱۳هغوی هغه اجیر نیولی ؤ چې ما ووېروي او ګناه وکړم، ترڅو هغوی وکولای شي چې زما نوم بد کړي او ومې شرموي.

۱۴ما دعا وکړه: «ای زما خدایه، هغه څه چې طوبیا او سنبلط وکړل هغه در په یاد کړه او هغوی ته سزا ورکړه. همدارنګه نوعدیه پیغمبره او نور ټول نبیان در په یاد کړه چې غوښتل یې ما ووېروي.»

د دېوال د کار سرته رسېدل

۱۵دېوال په دوه پنځوس ورځو کې د ایلول د میاشتې په پنځه ویشتمه نېټه پای ته ورسېده. ۱۶کله چې زمونږ ټول دښمنان خبر شول چې کار پای ته ورسېده، نو شاوخوا قومونه ووېرېدل او رسوا شول، ځکه چې هغوی په دې پوه شول چې زمونږ خدای د دېوال په بیا ودانولو کې زمونږ سره مرسته کړې ده.

۱۷په دې ټوله موده کې یهودي مشرانو او طوبیا یو بل ته لیکونه استول. ۱۸دوه دلیلونه وو چې په یهودا کې ډېرو خلکو د طوبیا سره قسم کړی ؤ: یو دا چې شکنیا د آرح زوی د هغه خسر ؤ او بل دا چې د طوبیا زوی یهوحانان د برکیا د زوی مشلام د لور سره واده کړی ؤ. ۱۹خلکو به زما په مخکې د طوبیا د ښو کارونو په اړه خبرې کولې او زما خبرې به یې هغه ته رسولې. نو طوبیا به لیکونه رالېږل چې ما ووېروي.