ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

شپږ پنځوسم زبور

په خدای باندې توکل

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د څېړیو په لېرې ونو کې ناستې کوترې» په تال، د داود زبور، وروسته د هغې چې فلسطینیانو هغه په جت کې ونیوه.)

۱په ما رحم وکړه خدایه

ځکه خلک راپسې دي

خپل دښمنان ما همېشه ځوروي

۲زما دښمنان دي راپسې ټوله ورځ

کوي بریدونه په ما ډېر خلک په غرور سره

۳کله چې ووېرېږم

نو زه به تا باندې توکل وکړمه

۴کوم ستاینه زه د خدای د وعدو

زه توکل کړم په هغه او نه وېرېږمه زه

فاني انسان څه شي کولای په ما؟

۵زما دښمنان بدلوي ټوله ورځ زما خبرې

دسیسې تل راجوړوي چې راته زیان ورسي

۶پټو ځایو کې راټولیږي هغوی

څارنه کړي زما د هر حرکت

په دې امید کې دي چې ومې وژني

۷بدکاران دي دوی نو مه پرېږده چې تېښته وکړي

ته رانسکور کړه د دښمن قومونه په خپل قهر سره

۸تا دي شمېرلې زما ټولې لالهانده ورځې

زما د اوښکو حساب تا نیولی

د هغوی لست ستا په کتاب کې نشته؟

۹په هغه ورځ چې تاته وکړم فریاد

بېرته په شا به شي زما دښمنان

په دې پوهېږمه زه

ځکه چې خدای دی ولاړ زما په طرف

۱۰کوم ستاینه زه د خدای د وعدو

کوم ستاینه د څښتن د وعدو

۱۱زه توکل کوم په خدای او نه وېرېږمه زه

څه کولای شي انسان ما سره؟

۱۲ما چې منلي دي نذرونه تاته

هغه زه پوره کومه خدایه

زه به ادا کړم نذرانې د شکرانې تاته

۱۳ځکه چې تا کړمه زه خلاص له مرګه

زه دې کړم بچ د تیندکونو څخه

نو زه به وګرځم د خدای حضور کې

هغې رڼا کې کوم چې خلکو ته ژوندون ورکوي