يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د غزلو کِتاب - اتم باب

۱اے کاش چې تۀ زما دپاره لکه د ورور په شان وينه،

چا چې ما سره د مور په سينه خولۀ اېښې وينه.

نو کله چې تۀ ما په لار کښې ليدلے نه

نو ما به تۀ ښکلولے نه

او چا به هم په ما باندې اِعتراض کولو نه.

۲ما به تۀ د خپل ماشومتوب کور ته راوستے وينه،

او هلته به تا ما ته سبق ښودلے وونه.

ما به درته د څښلو دپاره مزېدار مے درکړى وُونه،

د خپلو خوږو انارو شربت به مې درکړے وونه.

۳ستا ګس لاس به زما د سر لاندې وونه،

او ستا ښى لاس به ځانته راغاړه ايستمه.

۴اے د يروشلم پېغلو، ما سره وعده وکړئينه،

مينه مۀ رابېداروئينه، ترڅو چې يې ونۀ غواړينه.

شپږم سرود

ښځې

۵دا د صحرا نه څوک راروان دے نه،

چې خپل سر يې د محبوبې په اوږه باندې اېښے دېنه؟

محبوبه

زۀ تا د سيب د ونې لاندې راپاڅومه،

په کوم ځائ کښې چې تۀ خپلې مور زيږولے ينه،

چرته کښې چې په ډېر تکليف هغې تۀ زيږولے ينه.

۶زما مينه په خپل زړۀ باندې لکه د مهر په شان ولګوه نه،

او په خپل لاس باندې ما لکه د مهر په شان ولګوه نه.

ځکه چې مينه لکه د مرګ په شان زورَوره ده نه،

او د هغۀ غېرت تر عالمِ ارواح پورې رسيږينه،

او د مينې د اور شُغلې ډيرې زورَورې دينه.

۷ډيرې اوبۀ د مينې اور مړ کولے نۀ شينه،

او نۀ سېلاب دا وړلے شينه.

کۀ څوک غواړى چې په خپل ټول مال دولت سره مينه په بيعه واخلينه

خو د هغۀ قيمت به د مينې په مقابل کښې حقير وشمېرلے شينه.

دوستان

۸زمونږ يوه وړه خور ده نه،

او لا تر اوسه د هغې سينې شوې نۀ دينه.

کۀ څوک د هغې غوښتلو له را شينه

نو مونږ به څۀ کوُو نه؟

۹کۀ هغه لکه د يو دېوال په شان پېغله وے نه،

نو مونږ به د هغې د سپينو زرو د برج سره حفاظت کړے ونه.

او کۀ هغه يوه دروازه وے نه،

نو مونږ به ورته د دِيار تختې لګولے وے نه.

محبوبه

۱۰زۀ د يو دېوال په شان پېغله ومه،

او اوس زما سينې لکه د برجونه په شان دينه.

کله چې زما جانان ما ته ګورينه،

نو هغه زما په کتلو باندې خوشحاليږينه.

۱۱د سليمان په بعل هامون کښې د انګورو يو باغ وونه،

کوم چې هغۀ ماليانو ته په اجاره ورکړے وونه،

هر يو به ورله زر د سپينو زرو سيکې ورکولے نه.

۱۲خو زما د انګورو باغ زما دے چې چا له يې ورکومه،

سليمانه، ما له د سپينو زرو زر سيکې مۀ راکوه نه،

خو زۀ به هغه چا ته د سپينو زرو دوه سوه سيکې ورکړمه،

څوک چې زما د باغ د مېوو خيال ساتينه.

محبوب

۱۳زما محبوبې، تۀ چې په باغ کښې ژوند کوينه،

زما دوستان په دې انتظار کښې دينه

چې ستا آواز واورينه.

خو پرېږده چې زۀ واورمه

محبوبه

۱۴زما جانانه، زر په منډه راشه،

او يا لکه د هوسۍ او د ځوان غرڅۀ په شان راشه

خوشبوداره غونډو ته راشه.