يوسفزئ

پوهه او شاعرى

د حضرت ايُوب کِتاب - يوولسم باب

د ضوفر وېنا

۱بيا ضوفر نعماتى جواب ورکړو، ۲”د ډېرو خبرو جواب په کار نۀ دے څۀ؟ ولې يو سړے په ډېرو خبرو خپل ځان بې‌ګناه ثابتولے شى څۀ؟ ۳ستا فالتو خبرې دې نور خلق غلى کړى څۀ؟ کله چې تۀ د چا سپکاوے کوې، نو څوک به تا ته ګوته نۀ نيسى څۀ؟ ۴ځکه چې تۀ وائې چې زما عقيده ټيک ده، او زۀ د خُدائ پاک په نظر کښې صفا يم، ۵کاش چې خُدائ پاک کلام کړے وے، او هغۀ تا ته صفا وېنا کړے وے، ۶او هغه به تا ته د حِکمت رازُونه وښائى. ځکه چې رښتينے حِکمت په ډېرو طريقو سره حاصليږى. نو بيا پوهه شه چې خُدائ پاک تا له د هغې نه کمه سزا درکوى چې څومره تۀ د ګناه په وجه حقدار يې. ۷ولې تۀ د خُدائ پاک هغه پټې خبرې معلومولے شې؟ او يا تۀ د قادر خُدائ حد معلومولے شې څۀ؟ ۸دا حد د آسمان نه اوچت دے، تۀ څۀ کولے شې؟ او د مرګ د کندې نه ډُوب دے، تا ته څۀ پته ده؟ ۹د دې پېمانه د زمکې نه اوږده ده، او د سمندر نه پلنه ده. ۱۰کۀ خُدائ پاک راشى او تا په قېدخانه کښې واچوى، او هغه د اِنصاف دپاره عدالت جوړ کړى، نو هغه څوک ايسارولے شى؟ ۱۱ځکه چې هغۀ ته پته ده چې څوک دوکه باز دے، او هغه يې د هرې ګناه نه خبر وى. ۱۲خو يو کم عقل کس به په هغه وخت هوښيار شى، چې کله د يوې کوچاڼې نه يو انسان پېدا شى. ۱۳کله چې ستا خپل زړۀ تيار شې، او لاسونه هغۀ ته اوچت کړې ۱۴د ګناهونو نه ځان خلاص کړې، او بدعملى د خپل کور نه ختمه کړې، ۱۵نو يقيناً به بيا تۀ خپل سر بغېر د څۀ شرم نه اوچت کړې، تۀ به په امن کښې يې او نور به نۀ يرېږې. ۱۶تۀ به خپل غم هېر کړې، او داسې به دې هېر شى لکه چې بيا به دې هيڅ خيال کښې نۀ راځى. ۱۷او ستا ژوند به د غرمې د نمر نه زيات روښانه وى، او تيارۀ به دې هم د سحر د رڼا په شان وى. ۱۸او ستا به اعتماد پېدا شى، ځکه چې اُميد شته، او تۀ به بچ شې او په حِفاظت کښې به آرام کوې. ۱۹تۀ به څملې او هيڅ څوک به تا نۀ يروى، ډېر خلق به ستا نه د مدد اُميد ساتى. ۲۰خو د بد کاره خلقو سترګې به ړندې شى، او هغوئ به د تېښتې ټولې لارې خطا کړى، او هغوئ به صرف د مرګ په انتظار وى.“