ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - څوارلسم فصل

عیسی پلار ته د ورتللو لاره ده

۱عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «خپل زړونه مه ناارامه کوئ. په خدای باندې ایمان ولرئ او په ما باندې هم ایمان ولرئ. ۲زما د پلار په کور کې ډېرې کوټې دي. که داسې نه وای نو ما به تاسو ته ویلي نه وای چې زه ځم چې ستاسو دپاره ځای تیار کړم. ۳کله چې زه لاړم او تاسو دپاره مې ځای تیار کړ، نو بېرته راځم او تاسو د ځان سره وړم، ترڅو په کوم ځای کې چې زه یم هلته به تاسو هم یئ. ۴تاسو پوهېږئ زه چې چېرته ځم هغه لاره درته معلومه ده.» ۵توما وویل: «څښتنه، مونږ نه پوهېږو چې ته چېرته ځې، نو لاره به څنګه وپېژنو؟» ۶عیسی ځواب ورکړ: «زه لاره یم، زه حقیقت یم او زه ژوندون یم. هېڅوک نه شی کولای چې زما د وسیلې نه پرته پلار ته ورشي. ۷که چېرې تاسو زه پېژندلی، نو زما پلار به مو هم پېژانده. نو له دې نه وروسته تاسو هغه پېژنئ او هغه مو لیدلی دی. څرنګه چې تاسو زه وپېژندلم، نو زما پلار به هم وپېژنئ او هغه مو لیدلی دی.»

۸د عیسی بل شاګرد فیلیپوس هغه ته وویل: «استاذه، مونږ ته پلار وښایه نو زمونږ قناعت به حاصل شي.» ۹عیسی هغه ته وویل: «ای فیلیپوسه، دومره موده زه ستاسو سره وم خو بیاهم ما نه پېژنې؟ هر چا چې زه لیدلی یم نو پلار یې هم لیدلی دی. نو بیا ته څنګه وایې چې مونږ ته پلار وښایه؟ ۱۰ایا په دې باندې باور نه لرې چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی؟ زه چې تاسو ته کومې خبرې کوم هغه د خپل ځانه نه کوم، بلکې زما پلار چې په ما کې دی زما په وسیله خپل کارونه کوي. ۱۱کله چې زه وایم چې زه په پلار کې یم او پلار په ما کې دی، نو په دې باندې باور وکړئ. که زما په خبرو باندې باور نه کوئ نو کوم کارونه چې ما کړي دي د هغو دپاره باور وکړئ. ۱۲په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هرڅوک چې په ما باندې ایمان راوړي، نو کوم کارونه چې ما کړي دي، هغه به یې هم وکړي او له دې نه به هم لوی لوی کارونه وکړي، ځکه چې زه خپل پلار ته ورځم. ۱۳او تاسو چې هرڅه زما په نوم وغواړئ زه به هغه کوم، ترڅو د پلار جلال د زوی په وسیله ښکاره شي. ۱۴که چېرې تاسو کوم څه زما په نوم زما نه وغواړئ نو زه به یې سرته رسوم.

د روح القدس ورکولو وعده

۱۵که چېرې تاسو زما سره مینه کوئ نو زما په حکمونو باندې به عمل کوئ ۱۶او زه به د پلار نه غوښتنه وکړم او هغه به تاسو ته یو بل مرسته کوونکی درولېږي چې تل ترتله به ستاسو سره وي، ۱۷یعنې د حقیقت روح چې د نړۍ خلک یې نه شي منلی، ځکه چې هغه نه ویني او نه یې پېژني. خو تاسو یې پېژنئ، ځکه چې هغه ستاسو سره اوسي او په تاسو کې به وي. ۱۸زه به تاسو لکه د یتیمانو په شان پرېنږدم، زه بېرته تاسو ته راځم. ۱۹لږ وخت وروسته به د نړۍ خلک نور ما ونه ویني خو تاسو به مې بیا وینئ. ځکه چې زه به راژوندی کېږم نو تاسو به هم ژوندي یئ. ۲۰کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به پوه شئ چې زه په پلار کې یم، تاسو په ما کې یئ او زه په تاسو کې یم.

۲۱هرڅوک چې زما حکمونه مني او عمل ورباندې کوي نو دا هغه څوک دی چې زما سره مینه کوي. څوک چې زما سره مینه کوي نو زما پلار به ورسره مینه وکړي، او زه به هم د هغه سره مینه وکړم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.» ۲۲یهودا (دا اسخریوتي یهودا نه دی) هغه ته وویل: «استاذه، ته ولې غواړې چې خپل ځان دې یوازې مونږ ته ښکاره کړې او د نړۍ خلکو ته نه؟» ۲۳عیسی په ځواب کې وویل: «هرڅوک چې زما سره مینه کوي نو هغه به زما په تعلیم باندې عمل کوي. زما پلار به د هغه سره مینه کوي او زه او پلار به هغه ته ورځو او د هغه سره به اوسېږو. ۲۴خو څوک چې زما سره مینه نه کوي هغه زما په تعلیم باندې عمل نه کوي. کوم تعلیم چې تاسو یې اورئ هغه زما تعلیم نه دی بلکې زما د پلار تعلیم دی چې زه یې رالېږلی یم.

۲۵تر هغې پورې چې زه ستاسو سره یم دا خبرې درته کوم. ۲۶خو ستاسو مرسته کوونکی یعنې روح القدس چې پلار به یې زما په نوم راولېږي، هغه به ټول شیان تاسو ته درزده کړي او هرڅه چې ما درته ویلي دي هغه به در په یاد کړي.

۲۷زه تاسو ته سوله درکوم داسې سوله چې یوازې زه یې ورکولای شم. دا د هغې سولې په شان نه ده چې نړۍ یې ورکولای شي. نو څه چې پېښیږي، د هغې په هکله مه ناارامه کېږئ او مه وېرېږئ. ۲۸تاسو واورېدل چې ما وویل زه ځم خو بېرته تاسو ته راځم. که چېرې تاسو زما سره مینه کولای نو د دې خبرې په اورېدلو سره چې زه پلار ته ورځم، تاسو به خوشحاله شوي وای، ځکه چې پلار زما نه ډېر لوی دی. ۲۹مخکې له دې چې دا کار وشي تاسو ته مې وویل نو کله چې دا کار وشي، تاسو به ایمان راوړئ. ۳۰زه نور زیات وخت نه لرم چې ستاسو سره خبرې وکړم، ځکه چې د دې نړۍ واکمن راروان دی. هغه په ما باندې هېڅ واک او اختیار نه لري، ۳۱خو نړۍ باید په دې پوه شي چې زه د پلار سره مینه کوم، نو هماغه کار کوم چې هغه یې راته حکم کوي. اوس راځئ چې د دې ځای نه لاړ شو.