ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اعمال رسولان - دیارلسم فصل

د انطاکیې کلیسا برناباس او شاوول د خدمت دپاره لېږي

۱د انطاکیې په کلیسا کې ځینې پیغمبران او استاذان وو لکه برناباس، شمعون چې د تور په نوم یادېده، لوکیوس قیرواني او مناحم چې د هیرودیس پاچا سره لوی شوی ؤ او شاوول هم د هغوی سره ؤ. ۲یوه ورځ چې هغوی د څښتن عبادت کاوه او روژه یې نیولې وه، روح القدس ورته وویل: «برناباس او شاوول د هغه کار دپاره چې ما راغوښتي دي، وقف کړئ.» ۳بیا هغوی د روژې نیولو او دعا کولو څخه وروسته د هغو دواړو په سرونو باندې لاس کېښود او هغوی یې د هغه کار دپاره ولېږل.

برناباس او شاوول په قبرس کې

۴نو برناباس او شاوول دواړه د روح القدس په وسیله ولېږل شول. هغوی سلوکیې ته لاړل او له هغه ځای څخه په کشتۍ کې قبرس ته لاړل. ۵کله چې هغوی سلامیس ته ورسېدل، نو د یهودیانو په کنیسو کې یې د خدای د کلام وعظ کاوه. یوحنا د هغوی مرستیال ؤ.

۶هغوی تر پافوس پورې په ټوله جزیره کې وګرځېدل او په هغه ځای کې هغوی د یو یهودي جادوګر سره مخامخ شول چې بریشوع نومېده او د پیغمبرۍ دعوه یې کوله. ۷هغه د قبرس د والي سرګیوس پولوس ملګری ؤ چې یو هوښیار سړی ؤ. هغه برناباس او شاوول خپل حضور ته راوغوښتل، ځکه چې غوښتل یې د هغوی څخه د خدای کلام واوري. ۸خو هغه جادوګر چې یوناني نوم یې الیما ؤ، د هغوی سره مخالفت وکړ او کوښښ یې کاوه چې والي ایمان رانه وړي. ۹خو شاوول چې د پولوس په نوم هم مشهور ؤ، د روح القدس څخه ډک شو او جادوګر ته یې په ځیر سره وکتل ۱۰او ویې ویل: «ای د شیطان زویه! ای د ټولو نېکیو دښمنه! ای ټګ انسانه او د هر ډول شرارت څخه ډکه! ایا ته به هېڅکله هم د څښتن د سمې لارې څخه د خلکو د بې لارې کولو څخه لاس وانه اخلې؟ ۱۱اوس ګوره، څښتن به تاته سزا درکړي او ته به ړوند شې او تر یو وخته پورې به د لمر رڼا نه وینې.» نو سمدلاسه د هغه په سترګو باندې خړه او تیاره راغله او لاس او پښې یې تپولې چې څوک راشي او له لاسه یې ونیسي او هغه بوځي. ۱۲کله چې والي دا هرڅه ولیدل نو ایمان یې راوړ، ځکه چې هغه د څښتن په هکله په دې تعلیم ډېر حیران شو.

پولوس او برناباس د پیسیدیه په انطاکیه کې

۱۳پولوس او د هغه ملګري د پافوس څخه روان شول او په کشتۍ کې پرجې ته چې په پمفیلیه کې ده، لاړل. خو یوحنا د هغوی څخه بېل شو او بېرته اورشلیم ته ستون شو. ۱۴پولوس او برناباس د پرجې څخه روان شول او انطاکیې ته چې په پیسیدیه کې ده، ورسېدل. د سبت په ورځ هغوی کنیسې ته لاړل او هلته کښېناستل. ۱۵د تورات او پیغمبرانو د لیکنو د لوستلو څخه وروسته د کنیسې مشرانو هغوی ته دا پیغام ورولېږه: «ای ورونو، که چېرې تاسو د خلکو د هڅولو دپاره کوم پیغام لرئ، نو هغه ووایئ.»

۱۶پولوس پاڅېده، په لاس یې اشاره وکړه او ویې ویل: «ای د اسراییلو خلکو او ای غیریهودیانو چې له خدایه وېرېږئ، زما خبرو ته غوږ ونیسئ. ۱۷د اسراییلو د خلکو خدای زمونږ نیکونه غوره کړل او کوم وخت چې هغوی په مصر کې د پردیو په شان اوسېدل، نو د هغوی څخه یې یو لوی قوم جوړ کړ. بیا یې په خپل لوی قدرت سره هغوی د مصر څخه راوویستل ۱۸او نژدې څلوېښت کاله یې په دښته کې د هغوی چلند وزغملو. ۱۹هغه په کنعان کې اووه قومونه له منځه یووړل او د هغوی خاوره یې د میراث په توګه خپل قوم ته ورکړه. ۲۰دا هرڅه نژدې څلور سوه او پنځوس کالو کې وشول. له هغې وروسته یې د سموییل پیغمبر تر زمانې پورې د هغوی دپاره قاضیان وټاکل. ۲۱او کله چې هغوی د خپل ځان دپاره پاچا وغوښت، نو خدای ورته د قیس زوی شاوول چې د بنیامین د قبیلې څخه ؤ، ورکړ او هغه څلوېښت کاله پاچاهي وکړه. ۲۲کله چې خدای شاوول لېرې کړ، نو داود یې د اسراییلو پاچا کړ. خدای د داود په هکله داسې وویل: ‹ما ولیدل چې د یسي زوی داود داسې سړی دی چې زما د زړه نه خبر دی او هرڅه چې زه وغواړم هغه به یې سرته رسوي.› ۲۳نو د همدې داود د نسل څخه خدای د خپلې وعدې له مخې عیسی د اسراییلو د قوم د خلاصوونکي په توګه راولېږه. ۲۴د عیسی د راتللو څخه مخکې یحیی د اسراییلو ټول قوم ته وعظ وکړ چې د خپلو ګناهونو څخه توبه وباسي او د تعمید غسل واخلي. ۲۵کله چې یحیی خپله وظیفه سرته ورسوله، هغه وویل: ‹تاسو څه فکر کوئ چې زه څوک یم؟ زه هغه څوک نه یم چې تاسو یې انتظار کوئ. خو زما څخه وروسته هغه څوک راروان دی چې زه د هغه د څپلیو د تسمو د خلاصولو لیاقت هم نه لرم.›

۲۶ای ورونو! ای د ابراهیم اولادې، او ای غیریهودیانو چې له خدایه وېرېږئ! مونږ هغه خلک یو چې د خلاصون دا پیغام راته رالېږل شوی دی. ۲۷د اورشلیم خلکو او د هغوی مشرانو نه عیسی وپېژانده او نه هغوی د پیغمبرانو په پیغام باندې پوه شول چې د هر سبت په ورځ لوستل کیږي. خو هغوی د عیسی په محکومولو سره د پیغمبرانو پېشګویۍ پوره کړلې. ۲۸سره له دې چې کوم داسې جرم یې پیدا نه کړ چې هغه ته دې د مرګ سزا ورکړل شي، خو د پیلاتوس څخه یې وغوښتل چې هغه اعدام کړي. ۲۹کله چې هغوی هغه ټول شیان چې د هغه په هکله لیکل شوي وو سرته ورسول، نو هغه یې د صلیب څخه راښکته کړ او په قبر کې یې کېښود. ۳۰خو خدای هغه بېرته راژوندی کړ ۳۱او کوم خلک چې د هغه سره د جلیل څخه اورشلیم ته راغلي وو، تر ډېرو ورځو پورې هغوی ته ورښکاره شو او هغوی اوس د اسراییلو د خلکو په مخکې د هغه شاهدان دي. ۳۲اوس مونږ تاسو ته هغه زېری اوروو چې خدای زمونږ د نیکونو سره وعده کړې وه. ۳۳خدای دا وعده زمونږ دپاره چې د هغوی اولاده یو، د مړو نه د عیسی په بیا راژوندي کولو سره پوره کړه. لکه څنګه چې په دوهم زبور کې لیکل شوي دي:

ته مې زوی، زه دې نن پلار شوم.

۳۴خدای هغه د مړو څخه راژوندی کړ او دې ته یې پرېنښود چې مړی یې په قبر کې خراب شي. او په دې هکله خدای داسې وویل:

زه به تاته هغه ځانګړي او یقیني برکتونه درکړم چې د داود سره مې وعده کړې وه.

۳۵او د زبور په بل ځای کې داود وایي:

ته به پرېنږدې مړی

د خپل سپېڅلي خادم چې شي خراب

۳۶ځکه چې داود په خپله زمانه کې د خدای اراده پوره کړه او بیا مړ شو او د خپلو نیکونو سره ښخ کړای شو او مړی یې په قبر کې خراب شو. ۳۷خو کوم کس چې خدای د مړو څخه راژوندی کړ، د هغه مړی خراب نه شو. ۳۸‏-۳۹نو ای زما ورونو! تاسو باید په دې پوه شئ چې د ګناهونو د بخښنې پیغام د عیسی په وسیله تاسو ته اعلانیږي او هرڅوک چې په هغه باندې ایمان راوړي، هغه به د هغو ټولو ګناهونو څخه خلاص شي چې د موسی شریعت ونه شو کولای هغه ته خلاصون ورکړي. ۴۰نو پام کوئ چې پیغمبرانو چې څه ویلي دي هغه په تاسو عملي نه شي:

۴۱وګورئ ای ملنډو وهونکو! حیران او تباه شئ، ځکه چې زه به ستاسو په ژوندانه کې یو داسې کار وکړم، که څوک یې تاسو ته بیان هم کړي، نو باور به ورباندې ونه کړئ.»

۴۲کله چې پولوس او برناباس د کنیسې څخه وتل، نو خلکو ورڅخه وغوښتل چې د راتلونکي سبت په ورځ بیا راشي او د دې شیانو په هکله دوی ته خبرې وکړي. ۴۳کله چې غونډه پای ته ورسېدله، نو ډېر یهودیان او هغه دینداره خلک چې یهودیان شوي وو، د پولوس او برناباس سره روان شول. پولوس او برناباس د هغوی سره خبرې وکړې او هغوی یې وهڅول چې تل د خدای په فضل باندې توکل ولري.

۴۴د راتلونکي سبت په ورځ د ښار نژدې ټول اوسېدونکي راغلل چې د څښتن عیسی پیغام واوري. ۴۵کله چې ځینو یهودیانو دا ګڼه ګوڼه ولیدله، نو بخیلي ورسره پیدا شوه. هغوی د پولوس د خبرو سره مخالفت پیل کړ او هغه ته یې سپکاوی وکړ. ۴۶خو پولوس او برناباس په زړورتیا سره خبرې کولې او ویل یې: «دا ضروري وه چې د خدای پیغام لومړی تاسو ته واورول شي. خو څرنګه چې تاسو هغه ونه مانه او خپل ځانونه مو د تلپاتې ژوندون وړ ونه ګڼل، نو مونږ به اوس تاسو پرېږدو او غیریهودیانو ته به ورشو. ۴۷نو ځکه څښتن مونږ ته داسې حکم وکړ:

زه به ستا څخه د غیریهودیانو دپاره رڼا جوړه کړم، ترڅو ته ټولې نړۍ ته د خلاصون وسیله وګرځې.»

۴۸کله چې غیریهودیانو دا خبرې واورېدلې، نو ډېر خوشحاله شول او د څښتن عیسی د پیغام ستاینه یې وکړه او کوم خلک چې د تلپاتې ژوندون دپاره غوره کړای شوي وو، هغوی ایمان راوړ. ۴۹د څښتن پیغام په هغه ټوله سیمه کې خپور شو. ۵۰خو یهودیانو دینداره او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برناباس په خلاف داسې ولمسول چې د هغوی په ځورولو یې پیل وکړ او د خپلې سیمې څخه یې وشړل. ۵۱نو پولوس او برناباس د خپلو پښو خاورې د هغه ښار د خلکو په وړاندې د نښې په توګه وڅنډلې او د قونیې ښار ته لاړل. ۵۲خو د هغه ځای ایمانداران د خوشحالۍ او روح القدس څخه ډک شول.