ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

دوم تواریخ - اووه ویشتم فصل

د یهودا پاچا یوتام

(دوهم پاچاهان ۱۵: ۳۲ - ۳۸)

۱یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. د هغه مور یروشه د صادوق لور وه. ۲یوتام د خپل پلار په شان هغه کارونه کول چې د څښتن په نظر کې ښه وو، خو د هغه په شان یې د څښتن کور ته په ننوتلو سره ګناه نه کوله. خو بیاهم خلکو خپلو بدو رواجونو ته دوام ورکړ.

۳دا یوتام ؤ چې د څښتن د کور پاسنۍ دروازه یې بیا جوړه کړه او د ښار په هغه دېوال باندې یې ډېر کار وکړ چې د اورشلیم د عوفل په سیمه کې ؤ. ۴هغه د یهودا په غرونو کې ښارونه ودان کړل او په ځنګلونو کې یې کلاوې او د څارنې برجونه جوړ کړل. ۵هغه د عمون د پاچا او د هغه لښکر په ضد جګړه وکړه او هغوی ته یې ماتې ورکړه. عمونیانو د درېو کالو دپاره په هر کال کې هغه ته درې زره او څلور سوه کیلوګرامه سپین زر، زر ټنه غنم او زر ټنه اوربشې باج ورکاوه. ۶یوتام قوي شو، ځکه چې هغه په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای اطاعت کاوه. ۷د یوتام د پاچاهۍ نورې پېښې، د هغه جګړې او کړنلارې ټولې د اسراییلو او یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوې دي. ۸یوتام د پنځه ویشت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې شپاړس کاله پاچاهي وکړه. ۹یوتام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. بیا د هغه زوی آحاز د هغه په ځای‎ پاچا شو.