ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

داوران - پنځلسم فصل

د فلسطینیانو څخه د شمشون بدل اخیستنه

۱څه موده وروسته د غنمو د لو په وخت کې شمشون د خپلې ښځې د لیدلو دپاره ورغی او هغې ته یې د سوغات په توګه یو سېرلی یووړ. شمشون د هغې پلار ته وویل: <زه غواړم چې د خپلې ښځې کوټې ته لاړ شم.>

مګر هغه ورته اجازه ورنه کړه چې دننه لاړ شي. ۲هغه شمشون ته وویل: <ما په رښتیا فکر کاوه چې ته له هغې څخه کرکه کوې، نو هغه ما ستا ملګري ته ورکړه. خو د هغې کشره خور له هغې څخه ډېره ښایسته ده، د دې په ځای ته کولی شې د هغې سره واده وکړې.>

۳شمشون وویل: <دا ځل چې په فلسطینیانو باندې هرڅه وکړم زه به بې ګناه یم!> ۴نو هغه لاړ او درې سوه ګیدړان یې ونیول او یوه یوه جوړه یې لکۍ په لکۍ سره وتړل. بیا هغه د لکیو په هرې جوړې پورې یو یو څراغ وتاړه. ۵بیا یې څراغونو ته اور واچاوه او ګیدړان یې د فلسطینیانو په ولاړو فصلونو کې خوشې کړل. هغه د ګېډیو انبارونه او ولاړ فصلونه د انګورو او زیتونو د باغونو سره وسوزول. ۶کله چې فلسطینیانو پوښتنه وکړه چې <دا کار چا کړی دی؟>، کوم چا هغوی خبر کړل چې <دا کار شمشون کړی دی ځکه چې د هغه خسر چې د تمنې څخه دی، د شمشون ښځه د هغه ملګري ته واده کړې وه.> نو فلسطینیان لاړل او هغه ښځه او د هغې پلار یې ژوندي وسوزول.

۷شمشون هغوی ته وویل: <څرنګه چې تاسو داسې کار کړی دی، نو زه قسم خورم ترڅو چې ستاسو څخه مې د هغوی بدل نه وي اخیستی تر هغې پورې به ارام نه کښېنم.> ۸شمشون په هغوی باندې ډېره سخته حمله وکړه او ډېر نفر یې ورڅخه ووژل. بیا هغه لاړ او د عیطام د ګټ په سمڅه کې اوسېده.

فلسطینیانو ته د شمشون له خوا ماتې

۹فلسطینیان لاړل او د یهودا په سیمه کې یې خېمې ودرولې او د لحي په ښارګوټي باندې یې حمله وکړه. ۱۰د یهودا خلکو پوښتنه وکړه: <تاسو ولې په مونږ باندې حمله کوئ؟>

هغوی په ځواب کې وویل: <مونږ د دې پاره راغلي یو چې شمشون ونیسو او هغه کار ورسره وکړو کوم چې هغه زمونږ سره وکړ.> ۱۱نو د یهودا درې زره نفره د عیطام د ګټ سمڅې ته لاړل او شمشون ته یې وویل: <ته خبر نه یې چې فلسطینیان په مونږ باندې حکومت کوي؟ تا زمونږ سره څه وکړل؟>

هغه په ځواب کې وویل: <کوم کار چې هغوی زما سره کړی ؤ، ما هم د هغوی سره هماغسې کار وکړ.>

۱۲هغوی ورته وویل: <مونږ د دې دپاره راغلي یو چې تا وتړو او فلسطینیانو ته دې وسپارو.>

شمشون وویل: <زما سره قسم وخورئ چې تاسو به مې په خپله نه وژنئ.>

۱۳هغوی وویل: <صحیح ده، مونږ به ستا لاسونه وتړو او هغوی ته به دې وسپارو. مونږ به تا نه وژنو.> نو هغوی په دوو نویو رسۍ ګانو باندې د هغه لاسونه وتړل او د ګټ څخه یې بېرته راوست.

۱۴کله چې شمشون لحي ته ورسېد، فلسطینیان په منډه د هغه خواته ورغلل او چیغې یې وهلې. یوناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه رسۍ ګانې یې چې د هغه لاسونه ورباندې تړل شوي وو لکه د سوزېدلي کتان په شان وشلولې او هغه ولوېدلې. ۱۵بیا شمشون د یوه داسې خره د ژامې هډوکی پیدا کړ چې په هماغو نژدې وختونو کې مردار شوی ؤ. هغه خپل لاس وراوږد کړ، هغه یې راواخیست او زر تنه یې ورباندې ووژل. ۱۶نو شمشون وویل:

ما زر نفره ووژل

د خره د ژامې په هډوکي باندې

ما د مړو څخه جوړې ډېرۍ ګانې کړلې

د خره د ژامې په هډوکي باندې

۱۷کله چې هغه خپلې خبرې خلاصې کړې، نو د ژامې هډوکی یې په ځمکه وغورزاوه او هغه ځای یې د ژامې د هډوکي د غونډۍ په نوم یاد کړ.

۱۸بیا شمشون ډېر تږی شو، نو هغه څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل: <تا خپل بنده ته داسې لوی بری ورکړ. آیا اوس به له تندې څخه مړ کېږم او دې کافرو فلسطینیانو ته به په لاس ورځم؟> ۱۹بیا خدای هلته په لحي کې په ځمکه کې د یو تش ځای څخه اوبه جاري کړلې. شمشون هغه وڅښلې او بیا یې قوت وموند او تازه شو. نو هغه چینه یې د فریاد کوونکي د چینې په نوم یاده کړه او هغه تر اوسه پورې په لحي کې ده. ۲۰شمشون د فلسطینیانو د واکمنۍ په دوران کې شل کاله د اسراییلو یو مشر ؤ.