ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - درویشتم فصل

عیسی په مذهبي مشرانو نیوکه کوي

(مرقوس ۱۲: ۳۸ - ۳۹ او لوقا ۱۱: ۴۳‏ - ۴۶‏، ۲۰: ۴۵ - ۴۶)

۱بیا عیسی خلکو او خپلو شاګردانو ته وویل: ۲«د شریعت عالمان او فریسیان د موسی په چوکۍ ناست دي، ۳هغوی چې هرڅه درته وایي تاسو یې ومنئ او عمل ورباندې وکړئ، خو د هغوی په شان کارونه مه کوئ، ځکه دوی چې څه وایي عمل ورباندې نه کوي. ۴هغوی درانه پنډونه تړي او د خلکو په اوږو یې باروي، خو خپله نه غواړي چې ګوتې هم ورته وروړي چې د پنډ په وړلو کې ورسره مرسته وکړي. ۵کوم کارونه چې هغوی یې کوي هغه د دې دپاره کوي چې خلک یې وویني، هغوی لوی لوی تعویذونه جوړوي او په خپل تندي او مټ باندې یې تړي او داسې چپنې اغوندي چې اوږده ځونډي لري. ۶هغوی دا خوښوي چې په مېلمستیاوو کې په ډېرو لوړو ځایونو کې کښېني او په کنیسو کې مخکې ځایونه ونیسي، ۷او خلک ورته په بازارونو کې سلام واچوي او ‹استاذه، استاذه› ورته ووایي. ۸خو تاسو ته باید ‹استاذ› ونه ویل شي، ځکه چې تاسو یوازې یو استاذ لرئ او تاسو ټول سره ورونه یئ. ۹په دې نړۍ کې هېچا ته ‹پلار› مه وایئ، ځکه چې تاسو یوازې یو پلار لرئ چې هغه په اسمان کې دی. ۱۰نه دې څوک درته ‹لارښوونکی› ووایي، ځکه چې تاسو یوازې یو لارښوونکی لرئ چې هغه مسیح دی. ۱۱په تاسو کې هغه څوک د ټولو نه لوی دی چې ستاسو خدمتګار وي. ۱۲ځکه هرڅوک چې خپل ځان لوی ګڼي هغه به عاجز شي او هرڅوک چې خپل ځان عاجز کړي هغه به سرلوړی شي.»

د مذهبي مشرانو منافقت

(مرقوس ۱۲: ۴۰ او لوقا ۱۱: ۳۹‏ - ۴۲، ۱۱: ۴۴، ۱۱: ۵۲، ۲۰‏: ۴۷)

۱۳عیسی زیاته کړه: «ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو د اسماني پاچاهۍ دروازې د خلکو دپاره بندوئ، نه تاسو ورننوځئ او نه نور خلک پرېږدئ چې ورننوځي. [ ۱۴ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو د کونډو مالونه خورئ، خو د ځان ښودنې دپاره اوږدې اوږدې دعاګانې کوئ، خو خدای به تاسو ته د نورو څخه سخته سزا درکړي.] ۱۵ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو په وچه او اوبو کې ګرځئ چې کوم څوک خپل دین ته راواړوئ او کله چې ستاسو دین قبول کړي، نو هغه ستاسو څخه دوه چنده د دوزخ د سزا وړ شي.

۱۶افسوس دې وي په تاسو باندې ای د ړندو لارښوونکو! تاسو وایئ: ‹که چېرې څوک د خدای د کور په نوم قسم وخوري، نو هېڅ خبره نه ده، خو که څوک د خدای د کور په سرو زرو قسم وخوري، نو هغه مجبور دی چې په خپل قسم ولاړ اوسي.› ۱۷ای کم عقلو ړندو! کوم یو یې مهم دی، سره زر یا د خدای کور چې سره زر پاک او سپېڅلي کوي؟ ۱۸همدارنګه تاسو وایئ: ‹که چېرې څوک د قربانۍ د ځای په نوم قسم وخوري، نو هېڅ خبره نه ده، خو که څوک د قربانۍ د ځای په نذرانې قسم وخوري، نو هغه مجبور دی چې په خپل قسم ولاړ اوسي.› ۱۹ای ړندو خلکو! کوم یو یې مهم دی، نذرانه یا د قربانۍ ځای چې هغه نذرانه پاک او سپېڅلې کوي؟ ۲۰نو څوک چې د قربانۍ په ځای قسم خوري، هغه د قربانۍ په ځای او په کومو سوغاتونو چې خلکو هلته ایښي دي قسم خوري، ۲۱او څوک چې د خدای د کور په نوم قسم خوري، نو د خدای په کور او خدای باندې چې په هغه کې اوسیږي قسم خوري. ۲۲څوک چې په اسمان باندې قسم خوري، نو هغه د خدای په تخت او هغه چا باندې قسم خوري چې په هغه تخت باندې کښېني.

۲۳ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! ستاسو په حال دې افسوس وي، ځکه چې تاسو د وېلني، شبت او زنکۍ لسمه برخه ورکوئ، خو د شریعت ډېر مهم حکمونه لکه عدالت، رحم او وفاداري مو پریښي دي. تاسو باید په دې ټولو باندې عمل کولای او هغه نور مو هم له پامه نه غورځولی. ۲۴ای ړندو لارښوونکو! تاسو ماشی د اوبو څخه لېرې کوئ، خو اوښ لواړ تېروئ.

۲۵ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! افسوس دې وي ستاسو په حال باندې، ځکه چې تاسو د خپلو پیالو او قابونو باندینۍ برخې پاکوئ خو دننه یې د هغو شیانو څخه ډک دي چې په حرص او ځان غوښتنې مو ګټلي دي. ۲۶ای ړندو فریسیانو! لومړی د پیالو او قابونو دنننی برخه پاکه کړئ، نو باندینۍ برخه به یې هم پاکه شي.

۲۷ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! افسوس دې وي ستاسو په حال باندې، ځکه چې تاسو د هغو قبرونو په شان یئ چې په چونه باندې سپین شوي وي چې په ظاهره ښکلي ښکاري، خو دننه د مړو د هډوکو او هر ډول ناپاکیو څخه ډک وي. ۲۸نو په همدې ډول تاسو هم په ښکاره نېک خلک ښکارئ، خو دننه د منافقت او بدیو څخه ډک یئ.»

عیسی د مذهبي مشرانو د سزا پېشګويي کوي

(لوقا ۱۱: ۴۷‏ - ۵۱)

۲۹عیسی زیاته کړه: «ای منافقانو د شریعت عالمانو او فریسیانو! افسوس دې وي ستاسو په حال، ځکه چې تاسو د پیغمبرانو زیارتونه جوړوئ او د نېکو خلکو قبرونه ښکلي کوئ ۳۰او وایئ: ‹که چېرې مونږ د خپلو نیکونو په زمانه کې ژوندي وای نو د هغوی سره به د پیغمبرانو په قتل کې شریک شوي نه وای.› ۳۱نو تاسو په خپلو ځانونو باندې شاهدي ورکوئ چې تاسو د هغو خلکو اولاده یئ چې پیغمبران یې قتل کړي دي. ۳۲نو لاړ شئ او هغه کارونه چې ستاسو نیکونو پیل کړي وو، سرته ورسوئ. ۳۳ای مارانو او د مارانو بچیانو! تاسو به د دوزخ له سزا څخه څنګه خلاص شئ؟ ۳۴نو له دې امله زه تاسو ته پیغمبران، هوښیار خلک او د شریعت عالمان درلېږم، خو ځینې به تاسو مړه کړئ، ځینې به په صلیب راځوړند کړئ او ځینې به په کنیسو کې په دورو ووهئ او ښار په ښار به ورپسې ګرځئ. ۳۵نو له دې امله د ټولو نېکو خلکو وینې چې په ځمکه توییږي، خون به یې ستاسو په غاړه وي، د بې ګناه هابیل څخه نیولې د برخیا د زوی زکریا پورې چې هغه مو د خدای د کور او د قربانۍ د ځای ترمنځ وواژه. ۳۶په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د دې ټولو کارونو سزا به د دې زمانې خلکو ته ورکول کیږي.»

د اورشلیم دپاره د عیسی خفګان

(لوقا ۱۳: ۳۴‏ - ۳۵)

۳۷عیسی زیاته کړه: «ای اورشلیمه، ای اورشلیمه! ای هغه ښاره چې پیغمبران وژنې او کوم کسان چې د خدای له خوا درلېږل کیږي هغه سنګساروې! ما څو څو ځلې وغوښتل چې ستا خلک داسې سره راټول کړم لکه څنګه چې چرګه خپل بچي د خپلو وزرونو لاندې سره راټولوي، خو تا ونه غوښتل. ۳۸ګوره، ستاسو کور تاسو ته خالي پرېښودل کیږي. ۳۹ځکه چې زه تاسو ته وایم چې بیا به هېڅکله ما ونه وینئ، ترڅو دا ونه وایئ: ‹مبارک دی هغه څوک چې د څښتن په نوم راځي.›»