ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - څلوردېرشم فصل

د تیږو نوې لوحې

(تثنیه ۱۰: ۱ - ۵)

۱څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اولنیو لوحو په شان د تیږو دوه لوحې تیارې کړه، زه به په هغو باندې هغه خبرې ولیکم چې په اولنیو لوحو باندې لیکل شوې وې او تا ماتې کړې. ۲سبا سهار تیار اوسه او د سینا غره ته راوخېژه او د غره په سر باندې ماته ځان حاضر کړه. ۳ستا سره دې هیڅوک نه راځي او په غره باندې دې په هیڅ ځای کې څوک ونه لیدل شي، حتیٰ رمې او پادې دې هم د غره په لمنه کې نه څري.> ۴نو حضرت موسیٰ د څښتن د امر سره سم د اولنیو لوحو په شان دوه د تیږو لوحې تیارې کړې. هغه سهار وختي پاڅېده او لوحې یې د ځان سره واخیستلې او د سینا غره ته پورته شو.

۵بیا څښتن په ورېځ کې راښکته شو او د هغه سره هلته ودرېد او خپل مقدس نوم یې څښتن اعلان کړ. ۶بیا څښتن د حضرت موسیٰ په مخ کې تېر شو او دا غږ یې وکړ: <زه څښتن یعنې څښتن خدای یم، زه خواخوږی او مهربانه خدای یم. په اسانۍ سره نه په قهرېږم او ډېره مینه او وفاداري کوم. ۷د زرګونو خلکو سره دوامداره مینه کوم او زه بدي، سرغړونه او ګناه بخښم. خو ګناهکاران هیڅکله بې سزا نه پرېږدم او د پلرونو د ګناه سزا به د هغوی اولادونو او لمسیو ته تر دریم او څلورم نسله پورې ورکړم.>

۸حضرت موسیٰ سمدستي په ځمکه پرېوت او په سجده شو. ۹هغه وفرمایل: <ای څښتنه، که چېرې ته په رښتیا سره زما څخه خوشاله یې، نو ستا څخه غوښتنه کوم چې زمونږ سره لاړ شه. که څه هم دا قوم سرزوری دی، خو ته زمونږ بدي او ګناه وبخښه او مونږ د خپل قوم په توګه قبول کړه.>

څښتن د اسراییلو سره خپل لوظ نوی کوي

(هجرت ۲۳: ۱۴ - ۱۹ او تثنیه ۷: ۱ - ۵، ۱۶: ۱ - ۱۷)

۱۰بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <زه اوس د اسراییلو د خلکو سره یو لوظ کوم. زه به د هغوی په مخ کې داسې عجیبه کارونه وکړم چې د دې ټولې دنیا په هیڅ یو قوم کې شوي نه وي. کوم خلک چې تاسو یې په منځ کې اوسېږئ، هغوی به وویني چې زه څښتن ستاسو دپاره څومره هیبتناکه کارونه کوم. ۱۱نن چې زه تاسو ته کوم حکمونه درکوم هغو ته غاړه کېږدئ. نو بیا به زه اموریان، کنعانیان، حیتیان، فرزیان، حویان او یبوسیان ستاسو له مخې څخه لېرې کړم. ۱۲کوم وطن ته چې تاسو روان یئ، پام کوئ چې د هغه وطن له اوسېدونکو سره کوم تړون ونه کړئ. که نه، نو د هغوی په دام کې به راګېر شئ. ۱۳د هغوی د قربانۍ ځایونه وران کړئ، هغه لویې تیږې چې د عبادت دپاره استعمالیږي ماتې کړئ او د اشیره بتان یې راوغورزوئ.

۱۴د بل خدای عبادت مه کوئ، ځکه څښتن چې نوم یې غیرتي دی، هغه غیرتي خدای دی. ۱۵پام کوئ چې د هغه وطن د اوسېدونکو سره کوم تړون ونه کړئ، ځکه کله چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي او قرباني ورته وړاندې کوي، نو تاسو ته به هم بلنه درکړي او تاسو به بې لارې کړي ترڅو د هغوی قربانۍ وخورئ. ۱۶که چېرې تاسو د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته په نکاح کړئ نو څرنګه چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي، نو ستاسو زامن به هم خپلې لارې ته راواړوي.

۱۷خپلو ځانونو ته د فلز څخه بتان مه جوړوئ.

۱۸د فطیرې ډوډۍ اختر ولمانځئ. لکه څنګه چې ما په تاسو باندې امر کړی دی، اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. دا کار د ابیب په میاشت کې په ټاکل شوي وخت وکړئ، ځکه چې په دې میاشت کې تاسو له مصر څخه راووتلئ.

۱۹ستاسو په کورنیو کې هر اولني پیدا شوي نران او ستاسو د رمو او پادو اولني زېږېدل شوي نران بچي زما دي. ۲۰اولنی زېږېدل شوی خر د یو وري سره بدل کړئ، مګر که چېرې تاسو هغه بدل نه کړ، نو د هغه خر اورمېږ مات کړئ. خپل ټول اولني زامن بېرته په بیه واخلئ.

هیڅوک دې ماته تش لاس رانه شي.

۲۱شپږ ورځې کار وکړئ. مګر په اوومه ورځ ارام وکړئ، حتیٰ د قلبې او لو په وخت کې هم باید کار ونه کړئ.

۲۲کله چې تاسو د غنمو د اولني حاصل لو کول شروع کوئ نو د لو کولو اختر ولمانځئ او د حاصل د راټولولو اختر په مني کې ولمانځئ.

۲۳ستاسو ټول نارینه باید په کال کې درې ځلې د اسراییلو څښتن خدای ته د عبادت دپاره راشي. ۲۴کله چې تاسو په هر کال کې درې ځلې د خپل څښتن خدای حضور ته د عبادت دپاره راځئ نو هیڅوک به په تاسو باندې حمله نه کوي او ستاسو جایداد به نه نیسي. زه به هغه قومونه چې ستاسو په مقابل کې ودریږي لېرې کړم او ستاسو سیمه به پراخه کړم.

۲۵کله چې تاسو ماته یو حیوان قرباني کوئ نو هغه د خمیرې ډوډۍ سره مه وړاندې کوئ. کوم حیوان چې د فسحې په اختر کې حلالیږي، د هغه د غوښې څخه تر سهاره پورې هیڅ شی مه ساتئ.

۲۶هر کال د خپل څښتن خدای کور ته د خپل اولني حاصل ډېرې ښې غلې دانې راوړئ.

یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.>

۲۷څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <دا خبرې ولیکه، ځکه چې دا د هغه لوظ شرطونه دي چې ستا سره او د اسراییلو د قوم سره مې کړی دی.> ۲۸حضرت موسیٰ څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې د څښتن سره په غره کې پاتې شو، په دې ټوله موده کې هغه نه څه وڅښل او نه یې څه وخوړل. هغه د لوظ خبرې یعنې لس حکمونه په لوحو باندې ولیکل.

حضرت موسیٰ د سینا د غره څخه راکوزیږي

۲۹کله چې حضرت موسیٰ د تیږو د دوو لوحو سره چې حکمونه ورباندې لیکل شوي وو د سینا له غره څخه راښکته شو، نو د هغه مخ ځلېده، ځکه چې هغه د څښتن سره خبرې کړې وې خو هغه ورڅخه خبر نه ؤ. ۳۰کله چې حضرت هارون او د اسراییلو خلکو د حضرت موسیٰ مخ ولید چې ځلیږي نو هغوی له وېرې حضرت موسیٰ ته ورنژدې نه شول. ۳۱مګر حضرت موسیٰ هغوی راوغوښتل. نو حضرت هارون او د قوم ټول مشران حضرت موسیٰ ته ورغلل او حضرت موسیٰ د هغوی سره خبرې وکړې. ۳۲وروسته ټول اسراییلیان حضرت موسیٰ ته نژدې ورغلل او حضرت موسیٰ هغوی ته هغه ټول حکمونه ورکړل کوم چې څښتن هغه ته د سینا په غره باندې ورکړي وو. ۳۳کله چې حضرت موسیٰ د هغوی سره خپلې خبرې خلاصې کړې، هغه خپل مخ په پردې باندې پټ کړ. ۳۴مګر کله به چې حضرت موسیٰ مقدسې خېمې ته ورننواته چې د څښتن سره خبرې وکړي، نو خپله پرده به یې لېرې کوله. چې کله به هغه راووت، نو خلکو ته به یې د څښتن حکمونه بیانول ۳۵او هغوی به لیدل چې د حضرت موسیٰ مخ ځلیږي. تر هغه وخته پورې چې هغه به بیا څښتن ته د خبرو کولو دپاره تله، نو په خپل مخ باندې به یې پرده اچوله.