ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

يشوَع - اتلسم فصل

د پاتې ځمکې وېش

۱کله چې هغوی هغه خاوره ونیوله، د اسراییلو ټول قوم په شیلوه کې سره راغونډ شو او هلته یې مقدسه خېمه ودروله. ۲د اسراییلو اووه قبیلې وې چې خپله د ځمکې برخه لا ورته نه وه ورکړل شوې. ۳نو یوشع د اسراییلو قوم ته وویل: <تاسو به ترڅو پورې د هغې ځمکې په نیولو کې چې ستاسو د نیکونو څښتن خدای تاسو ته درکړې ده سستي کوئ؟ ۴د هرې قبیلې څخه درې درې تنه وټاکئ. زه به هغوی ولېږم چې ټول هېواد وګوري او هغه سیمه اندازه کړي چې هغوی به یې د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کوي. بیا دې هغوی بېرته ماته راشي. ۵د هغوی په منځ کې به دا ځمکه په اوو برخو ووېشل شي. د یهودا قبیله به په خپله سیمه یعنې په جنوب کې پاتې شي او د یوسف اولاده به په خپله سیمه یعنې شمال کې پاتې شي. ۶وروسته له هغې چې تاسو د ځمکې د اوو برخو تشریح ولیکئ، ماته یې دلته راوړئ او زه به د خپل څښتن خدای په حضور کې ستاسو دپاره پچه واچوم. ۷خو بیاهم لاویان به ستاسو د پاتې خلکو سره د ځمکې برخه ترلاسه نه کړي، ځکه چې د هغوی برخه څښتن ته د کاهنانو په توګه خدمت کول دي. البته د جاد، روبین او د ختیځې منسي قبیلو لا مخکې د اردن د سیند په ختیځ کې خپله ځمکه ترلاسه کړې ده، هغه ځمکه د څښتن خدمتګار یعنې موسیٰ هغوی ته ورکړې ده.>

۸څنګه چې هغه نفر د هغې ځمکې د نقشې اخیستلو دپاره روان شول نو یوشع هغوی ته وویل: <لاړ شئ او د ټولې خاورې اندازه واخلئ او د هغه بیان ولیکئ. بیا ماته راشئ او زه به دلته په شیلوه کې د څښتن په حضور کې ستاسو دپاره پچه واچوم.> ۹هغه نفر لاړل او په ټول هېواد کې وګرځېدل او دا یې ولیکل چې هغوی څنګه هغه ځمکه په اوو برخو ووېشله او د ښارګوټو لست یې جوړ کړ. بیا هغوی بېرته یوشع ته چې د شیلوه په کمپ کې ؤ راستانه شول. ۱۰بیا یوشع د هغوی دپاره په شیلوه کې د څښتن په حضور کې پچه واچوله او د اسراییلو هرې پاتې قبیلې ته یې د ځمکې یوه ټاکلې برخه ورکړه.

د بنیامین قبیلې ته ورکړل شوې ځمکه

۱۱اولنۍ قبیله چې د پچې په اساس یې ځمکه ترلاسه کړه هغه د بنیامین قبیله وه. د هغوی د طایفو ځمکه د یهودا او یوسف د قبیلو ترمنځ پرته وه. ۱۲په شمال کې د هغوی سرحد د اردن له سیند څخه شروع شوی دی او بیا د اریحا په شمالي مخ ځوړي باندې پورته تللی او په لوېدیځ کې د غرنۍ سیمې په لار بیت آون ته نژدې دښتې ته رسېدلی دی. ۱۳بیا دا سرحد هغه مخ ځوړي ته چې د لوز (چې بیت ئیل هم بلل کیږي) جنوب خواته دی تللی دی. بیا هغه عطاروت ادار ته چې د ښکتني بیت حورون په جنوب کې په غره باندې ؤ رسېدلی دی. ۱۴بیا دا سرحد بلې خواته تللی، د دې غره د لوېدیځې خوا څخه جنوب ته ګرځېدلی او قریت بعل (قریت یعاریم) ته وتلی دی. هغه ځای د یهودا د قبیلې دی. دا لوېدیځ سرحد ؤ. ۱۵جنوبي سرحد د قریت یعاریم له غاړې څخه شروع شوی او د نفتوح چینو ته رسېدلی دی. ۱۶بیا دا سرحد د غره بېخ ته چې د هنوم درې ته مخامخ دی او د رفائیم د درې په شمال کې دی کوز شوی دی. له هغه ځای څخه جنوب خواته د هنوم د درې له لارې هغې غونډۍ ته چې د اورشلیم په جنوب کې ده تللی او بیا عین روجل ته رسېدلی دی. ۱۷بیا د شمال خواته عین شمس ته ګرځېدلی او بیا د جلیلوت خواته چې د ادومیم غاښي ته مخامخ ؤ وتلی دی. دا سرحد بیا د بوهن ګټ ته کوز شوی دی (بوهن د روبین زوی ؤ) ۱۸او د هغې غونډۍ شمال خواته تېر شوی چې د اردن دره ورڅخه ښکاري. بیا دا سرحد درې ته کوز شوی دی، ۱۹له هغه ځای څخه د بیت حجلې د غونډۍ د شمالي خوا څخه تېر شوی او د ارام دریاب په شمال کې چېرته چې د اردن سیند ورسره یوځای کیږي ختم شوی دی. دا جنوبي سرحد ؤ. ۲۰د اردن سیند ختیځ سرحد ؤ. دا د هغې خاورې سرحدونه وو چې د بنیامین د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړې وه.

۲۱د بنیامین د قبیلې د طایفو ښارګوټي دا وو: اریحا، بیت حجله، عیمق قصیص، ۲۲بیت عربه، صمارایم، بیت ئیل، ۲۳عویم، فاره، عفره، ۲۴کفرعموني، عفني او جبع – د شاوخوا کلیو سره دولس ښارګوټي. ۲۵جبعون، رامه، بیروت، ۲۶مصفه، کفیره، موصه، ۲۷راقم، یرفئیل، تراله، ۲۸صیله، آلف، یبوسي ښار (اورشلیم)، جبعه او قریت یعاریم – د شاوخوا کلیو سره څوارلس ښارګوټي. دا هغه ځمکه وه چې د بنیامین د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړې وه.