ختیځ افغانستان
EA Icon - Pauls Epistles
د پولوس رسول خط

اول قرنتیان - څوارلسم فصل

د خدای پیغام رسول او په روحاني ژبو باندې خبرې کول

۱د مینې لاره خپله کړئ او په شوق سره د روحاني نعمتونو غوښتونکي اوسئ، په ځانګړې توګه د خدای د پیغام رسولو نعمت. ۲ځکه څوک چې په نااشنا ژبو خبرې کوي، نو هغه د نورو خلکو سره نه، بلکې د خدای سره خبرې کوي او بل څوک د هغه په خبرو نه پوهیږي، ځکه چې هغه د روح القدس په وسیله د پټ راز خبرې کوي. ۳خو څوک چې د خدای پیغام رسوي، نو د نورو د قوي کولو او هڅولو او ډاډګېرنې دپاره خبرې کوي. ۴څوک چې په نااشنا ژبو خبرې کوي، نو هغه خپل ځان ته ګټه رسوي، خو څوک چې د خدای پیغام رسوي، هغوی کلیسا ته ګټه رسوي.

۵زه غواړم چې تاسو په نااشنا ژبو خبرې وکړئ، خو له دې نه زیات زه غواړم چې تاسو د خدای پیغام ورسوئ. څوک چې د خدای پیغام رسوي، هغه د هغه چا نه چې په نااشنا ژبو خبرې کوي ډېر ښه دی، خو دا چې څوک وکولای شي د هغه خبرې ترجمه او تفسیر کړي ترڅو کلیسا قوي شي. ۶نو ای خویندو او ورونو! که چېرې زه تاسو ته درشم او په نااشنا ژبو خبرې وکړم، نو تاسو ته یې څه ګټه ده؟ خو که چېرې زه تاسو ته د خدای له خوا یوه مکاشفه یا علم او پوهه، پیغام یا تعلیم درورسوم، نو دا به ګټوره وي.

۷حتی که چېرې د موسیقي الات لکه شپېلۍ او چنګ که په صفا او روښانه توګه ونه غږول شي، نو اورېدونکی به د هغو په ساز او تال باندې څنګه پوه شي؟ ۸که چېرې د سرني اواز صفا نه وي، نو یو عسکر به څنګه خپل ځان جنګ ته تیار کړي؟ ۹په همدې ډول که چېرې ستاسو خبرې صفا او روښانه نه وي، نو بل څوک به څنګه پوه شي چې تاسو څه وایئ؟ نو دا به داسې وي لکه د باد سره چې خبرې کوئ. ۱۰بې له شکه چې په نړۍ کې ډول ډول ژبې دي، خو یوه یې هم بې معنی نه ده. ۱۱که چېرې زه په هغې ژبې باندې چې یو کس ورباندې خبرې کوي پوه نه شم، نو زه به هغه ته پردی ښکارم او هغه به ماته پردی ښکاري. ۱۲که چېرې تاسو د دې شوق لرئ چې روحاني نعمتونه تر لاسه کړئ، نو د هغو څخه یو یې غوره کړئ چې ایمانداران قوي کړي.

۱۳نو له دې امله که چېرې څوک په داسې ژبو باندې خبرې کوي چې نور ورباندې نه پوهیږي، نو هغه دې دعا وکړي، ترڅو د دې توان پیدا کړي څه چې وایي هغه ترجمه او تفسیر کړي. ۱۴ځکه که چېرې زه په نااشنا ژبه دعا کوم، نو زما روح دعا کوي، خو زما ذهن او فکر په کې رول نه لري. ۱۵نو بیا څه وکړم؟ زه به په روح کې دعا کوم، خو په خپل ذهن او فکر به هم دعا کوم. زه به د خپل روح په وسیله د ثنا او صفت سندره وایم، خو په خپل ذهن او فکر به هم د ثنا او صفت سندره وایم. ۱۶که نه، نو کله چې ته په خپل روح کې خدای ته شکرګزاري کوې، نو هغه نابلده کس چې هلته موجود وي، هغه به ستا شکرګزارۍ ته څنګه امین ووایي؟ ځکه هغه نه پوهیږي چې ته څه وایې. ۱۷ځکه چې ته به ډېره ښه شکرګزاري وکړې، خو بل چاته به کومه ګټه ونه رسوي.

۱۸د خدای شکر کوم چې زه ستاسو ټولو نه زیات په نااشنا ژبو باندې خبرې کوم. ۱۹خو زه په کلیسا کې د هغو پنځو کلیمو ویل چې د نورو دپاره د پوهېدلو وړ دي ښې ګڼم، نسبت د هغو لسو زرو کلیمو ویلو نه چې په نااشنا ژبو باندې وي او څوک ورباندې پوه نه شي.

۲۰ای خویندو او ورونو! په فکر کولو کې د ماشومانو په شان مه اوسئ، بلکې د بالغو انسانانو په شان فکر کوئ او د ماشومانو په شان بې ګناه اوسئ. ۲۱د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:

څښتن وایي چې زه به د پردیو خلکو څخه چې په نااشنا ژبو خبرې کوي، کار واخلم چې زما د خلکو سره خبرې وکړي. دوی به د هغوی سره په پردۍ ژبه خبرې وکړي، خو بیا به هم زما خلک ما ته غوږ ونه نیسي.

۲۲نو په نااشنا ژبو باندې خبرې کول د ایماندارانو دپاره نه، بلکې د بې ایمانانو دپاره یوه نښه ده. حال دا چې د خدای د پیغام رسولو نعمت د ایماندارانو دپاره دی، نه د بې ایمانانو دپاره. ۲۳نو که چېرې د کلیسا ټول غړي سره راټول شي او هر یو په نااشنا ژبو باندې خبرې وکړي او په همدې وخت کې کوم نا بلده یا بې ایمانه کس راننوځي، نو ایا هغوی به ونه وایي چې تاسو لېونیان یئ؟ ۲۴خو که چېرې تاسو ټول د خدای پیغام رسوئ او په دې وخت کې کوم بې ایمانه یا نا بلده کس راننوځي، نو څه چې اوري، په دې به قانع شي چې ګناهکار دی او هغه ټولې خبرې چې هغه یې اوري په هغو باندې به تر قضاوت لاندې ونیول شي. ۲۵کله چې هغه اوري، د هغه د زړه راز به ښکاره شي، نو هغه به په ګونډو شي او د خدای عبادت به وکړي او وبه وایي چې خدای په رښتیا سره ستاسو په منځ کې دی.

په کلیسا کې نظم او ترتیب

۲۶نو ای خویندو او ورونو! لنډه دا چې کله چې تاسو د عبادت دپاره راټولېږئ، نو هرڅوک چې مذهبي سندره وایي یا تعلیم ورکوي یا یوه مکاشفه بیانوي یا په نااشنا ژبو باندې خبرې کوي یا ترجمه او تفسیر کوي، نو دا هرڅه دې د کلیسا د قوي کولو دپاره وي. ۲۷که چېرې څوک په نااشنا ژبو باندې خبرې کوي، نو یوازې دوه یا زیات نه زیات درې کسان دې په وار سره خبرې وکړي او یو کس دې هغه ترجمه او تفسیر کړي. ۲۸خو که چېرې ترجمه او تفسیر کوونکی نه وي، نو هر یو دې په کلیسا کې چوپ پاتې شي او د خپل ځان او خدای سره دې خبرې وکړي. ۲۹دوه یا درې کسان دې د خدای پیغام ورسوي او نور دې د هغوی د خبرو ارزښت وګوري. ۳۰خو که چېرې په ناستو کسانو کې څوک د خدای له خوا یوه مکاشفه تر لاسه کړي، نو هغه کس چې خبرې کوي، هغه دې غلی پاتې شي. ۳۱په دې ډول تاسو ټول کولای شئ چې د خدای پیغام یو په بل پسې وار په وار ورسوئ، ترڅو ټول یو څه زده کړي او وهڅول شي. ۳۲د خدای د پیغام رسولو نعمت د هغه د ویونکي په واک کې وي. ۳۳ځکه چې خدای د ګډوډۍ او بې نظمۍ خدای نه دی، بلکې د سولې او سلامتۍ خدای دی. دا هغه څه دي چې د خدای د خلکو په ټولو کلیساګانو کې کیږي: ۳۴ښځې باید په کلیسا کې غلی پاتې شي، ځکه چې هغوی ته د خبرو کولو اجازه نشته، بلکې لکه څنګه چې شریعت هم وایي هغوی باید تابعدارې اوسي. ۳۵که چېرې هغوی غواړي چې د کوم شي په هکله پوه شي، نو په کور کې دې د خپلو مېړونو څخه پوښتنه وکړي، ځکه چې د ښځې دپاره د شرم خبره ده چې د کلیسا په غونډه کې خبرې وکړي.

۳۶ایا د خدای کلام ستاسو له خوا راغلی دی؟ یا دا کلام یوازې تاسو ته در رسېدلی دی؟ ۳۷که چېرې څوک فکر کوي چې هغه د خدای پیغام لري یا د هغه سره روحاني نعمت شته، نو هغه دې په دې پوه شي چې زه چې تاسو ته کوم څه لیکم، هغه د څښتن حکم دی. ۳۸که چېرې څوک دا حکم له نظره غورځوي، نو هغه به هم له نظره وغورځول شي.

۳۹نو ای خویندو او ورونو! د خدای د پیغام د رسولو شوق ولرئ او څوک چې په نااشنا ژبو خبرې کوي، هغه مه منع کوئ. ۴۰خو هر یو کار باید په مناسبه او منظمه توګه سرته ورسیږي.