ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - څلورویشتم فصل

د خدای د کور د ورانېدلو پېشګویي

(مرقوس ۱۳: ۱‏ - ۲ او لوقا ۲۱: ۵‏ - ۶)

۱کله چې عیسی د خدای د کور څخه روان شو، نو شاګردان یې ورته راغلل چې د هغه پام د خدای د کور ودانۍ ته راواړوي. ۲خو هغه وویل: «ایا دا ټولې ودانۍ وینئ؟ په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دلته به یوه تیږه هم په بله تیږه پاتې نه شي او ټولې به راونړیږي.»

د اخرې زمانې نښې

(مرقوس ۱۳: ۳‏ - ۱۳ او لوقا ۲۱: ۷‏ - ۱۹)

۳عیسی د زیتون په غره کې ناست ؤ چې شاګردان یې ورته راغلل او په پټه یې ورته وویل: «مونږ ته ووایه چې دا هرڅه به کله وشي؟ او ستا د راتګ او اخرې زمانې نښه به کومه وي؟» ۴عیسی ځواب ورکړ: «پام کوئ چې څوک مو بې لارې نه کړي. ۵ځکه چې ډېر به زما په نوم راشي او وایي به چې زه مسیح یم او ډېر خلک به بې لارې کړي. ۶تاسو به د جګړې غږ د نژدې نه او د لېرې نه د جنګ اوازې اورئ، خو ګورئ چې وارخطا نه شئ، ځکه چې دا شیان به خامخا پېښیږي، خو دا د دې معنی نه لري چې اخرنی وخت رارسېدلی دی. ۷یو قوم به د بل قوم سره جنګیږي او یوه پاچاهي به د بلې پاچاهۍ سره جنګیږي او د نړۍ په ډېرو ځایونو کې به قحطي او زلزلې راشي. ۸خو دا ټول به د لنګون د دردونو د پیل کېدلو په شان وي.

۹کله چې دا هرڅه پېښ شول، نو تاسو به ونیول شئ او وبه ځورول شئ او بیا به ووژل شئ او زما د نوم په خاطر به د ټولو قومونو خلک ستاسو څخه کرکه کوي. ۱۰نو بیا به ډېر خپل ایمان له لاسه ورکړي او یو د بل سره به خیانت کوي او یو د بل څخه به کرکه کوي. ۱۱ډېر جعلي پیغمبران به راپیدا شي او ډېر خلک به بې لارې کړي. ۱۲بدکاري به دومره زیاته شي چې د خلکو مینه به یو د بله سره ورکه شي. ۱۳خو څوک چې تر اخره پورې ټینګ پاتې شي هغه به خلاصون ومومي ۱۴او د اسماني پاچاهۍ زېری به په ټوله نړۍ کې خپور شي، ترڅو د ټولو قومونو دپاره شاهدي اوسي او بیا به نړۍ ختمه شي.

د اخرې زمانې هیبتناکه وېره

(مرقوس ۱۳: ۱۴‏ - ۲۳ او لوقا ۲۱: ۲۰‏ - ۲۴)

۱۵نو کله چې تاسو هغه نجس شی چې د بربادۍ سبب ګرځي او سپېڅلی ځای ناپاکه کوي او دانیال نبي د هغو په هکله خبرې کړي دي، ووینئ. (لوستونکي دې پوه شي چې د دې معنی څه ده.) ۱۶نو څوک چې په یهودیې کې وي هغه دې غرونو ته وتښتي. ۱۷که څوک د بام په سر وي، نو هغه دې د کور د سامان د وړلو دپاره نه راښکته کیږي. ۱۸که څوک په پټي کې وي هغه دې د خپلې چپنې پسې بېرته کور ته نه ورځي. ۱۹افسوس د هغو ښځو په حال چې په هغو ورځو کې امیدوارې وي او هغو میندو په حال چې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکوي. ۲۰دعا کوئ چې ستاسو تېښته په ژمي کې او یا د سبت په ورځ نه وي. ۲۱ځکه چې په هغه وخت کې به داسې سخت مصیبت رامنځته شي چې د نړۍ له پیل څخه تر اوسه پورې نه دی راغلی او نه به بیا راشي. ۲۲که چېرې خدای هغه ورځې لنډې کړې نه وای نو هېڅوک به ژوندی پاتې شوی نه وای، خو خدای به د خپلو غوره شویو خلکو په خاطر هغه ورځې لنډې کړي. ۲۳که په هغه وخت کې څوک تاسو ته ووایي: ‹وګورئ، مسیح دلته دی یا هلته دی،› نو باور ورباندې مه کوئ. ۲۴ځکه چې داسې کسان به پیدا شي چې په دروغو به دعوه کوي چې مسیح او پیغمبران دي او لویې معجزې به وښایي او حیرانوونکي کارونه به کوي، د دې دپاره که ممکن وي نو د خدای غوره شوي خلک به هم بې لارې کړي. ۲۵نو پام کوئ، تاسو مې له مخکې نه خبر کړئ. ۲۶نو که چېرې څوک تاسو ته ووایي چې مسیح په دښته کې دی، نو هلته مه ځئ او یا درته ووایي چې هغه په یو پټ ځای کې دی نو باور ورباندې مه کوئ. ۲۷ځکه لکه څنګه چې برېښنا له ختیځې خوا راځي نو رڼا یې تر لوېدیځه پورې ځلیږي، نو د انسان د زوی راتګ به هم همداسې وي. ۲۸چېرته چې مرداره وي هلته ټپوسان راټولیږي.

د انسان د زوی راتلل

(مرقوس ۱۳: ۲۴‏ - ۲۷ او لوقا ۲۱: ۲۵‏ - ۲۸)

۲۹څنګه چې د مصیبت هغه ورځې تېرې شي، نو سمدلاسه به لمر تیاره شي او سپوږمۍ به نوره رڼا نه ورکوي، ستوري به د اسمان څخه راولویږي او اسماني موجودات به ولړزیږي. ۳۰هغه وخت به په اسمان کې د انسان د زوی د راتللو نښې راښکاره شي او د نړۍ ټول قومونه به ویر کوي او هغوی به وویني چې د انسان زوی به د قدرت او زیات جلال سره د اسمان په ورېځو کې راروان وي. ۳۱هغه به خپلې فرښتې چې په لوړ اواز سره به سرنی وهي راولېږي او هغوی به د نړۍ د یو سر نه تر بله سره پورې خپل غوره شوي خلک راټول کړي.

د انځر د ونې څخه عبرت اخیستل

(مرقوس ۱۳: ۲۸‏ - ۳۱ او لوقا ۲۱: ۲۹‏ - ۳۳)

۳۲د انځر د ونې څخه عبرت واخلئ. کله چې د هغې څانګې غوټۍ ونیسي او پاڼې وکړي، نو تاسو پوهېږئ چې اوړی رانژدې دی. ۳۳نو په همدې ډول کله چې تاسو دا ټول شیان ووینئ، نو پوه شئ چې هغه وخت نژدې دی بلکې رارسېدلی دی. ۳۴په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې دا نسل به تر هغې پورې له منځه لاړ نه شي، ترڅو دا ټولې پېښې رامنځته شوې نه وي. ۳۵ځمکه او اسمان به له منځه لاړ شي، خو زما خبرې به هېڅکله له منځه لاړې نه شي.

د انسان د زوی د راتګ وخت

(مرقوس ۱۳: ۳۲‏ - ۳۷ او لوقا ۱۷: ۲۶‏ - ۳۰‏، ۱۷: ۳۴‏ - ۳۶)

۳۶خو د هغې ورځې او هغه ساعت نه هېڅوک خبر نه دي، نه د اسمان فرښتې او نه زوی، خو یوازې پلار پرې خبر دی. ۳۷لکه څنګه چې د نوح په زمانه کې شوي وو، نو همداسې به د انسان د زوی د راتګ په وخت کې وشي. ۳۸د سېلاب د راتللو څخه مخکې تر هغې ورځې پورې چې نوح کشتۍ ته ننوت، نو خلکو به خوړل او څښل او ودونه به یې کول. ۳۹دوی تر هغه وخته نه پوهېدل چې څه به کیږي، ترڅو سېلاب راغی او هغوی ټول یې له منځه یووړل. نو د انسان د زوی راتګ به هم همداسې وي. ۴۰نو په هغه وخت کې که چېرې دوه کسان په پټي کې وي، نو یو به یې بوتلل شي او بل به پرېښودل شي. ۴۱او د دوو ښځو څخه چې یوځای سره میچن کوي یوه به یې بوتلل شي او بله به پرېښودل شي. ۴۲نو بېداره اوسئ، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې ستاسو څښتن به په کومه ورځ راځي. ۴۳خو په دې پوه شئ، که چېرې د کور خاوند په دې پوهېدلی چې غل د شپې په کوم وخت کې راځي، نو هغه به ویښ پاتې شوی وای او غل به یې نه پرېښود چې کور ته یې ورننوځي. ۴۴نو تاسو هم باید تیار اوسئ، ځکه چې د انسان زوی به په هغه وخت کې راشي چې ستاسو په خیال کې به هم نه وي.

وفادار او بې وفا نوکر

(لوقا ۱۲: ۴۱‏ - ۴۸)

۴۵هغه وفادار او هوښیار نوکر څوک دی چې بادار یې هغه د خپلې کورنۍ د نورو نوکرانو مشر ټاکلی وي، ترڅو هغوی ته په خپل وخت ډوډۍ ورکړي. ۴۶بختور دی هغه نوکر چې بادار یې راشي او هغه په خپل کار کې بوخت وویني. ۴۷په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې بادار به د خپل ټول مال او جایداد واک هغه ته وسپاري. ۴۸خو که هغه نوکر خراب سړی وي، نو د خپل ځان سره به ووایي چې د بادار راتګ به مې ډېر وخت ونیسي. ۴۹او هغه به د نورو نوکرانو په وهلو ټکولو پیل وکړي او د شرابیانو سره به خوري او څښي، ۵۰نو د هغه نوکر بادار به په هغه ورځ راشي چې نوکر به یې انتظار هم نه لري او په داسې وخت کې به راشي چې هغه به خبر هم نه وي. ۵۱نو بادار به هغه ته سخته سزا ورکړي او هغه به د منافقانو سره یوځای واچوي چې هلته به خلک ژاړي او خپل غاښونه به چیچي.»