ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف څلورم کِتاب

اعداد - اووه ویشتم فصل

د صلفحاد لورګانې

۱محله، نوعه، حجله، ملکه او ترصه د صلفحاد لورګانې وې. صلفحاد د حافر زوی ؤ، حافر د جلعاد زوی ؤ، جلعاد د ماخیر زوی ؤ، ماخیر د منسي زوی ؤ او منسي د حضرت یوسف زوی ؤ. ۲یوه ورځ د هغه لورګانې د مقدسې خېمې دروازې ته لاړلې او هلته یې د حضرت موسیٰ، العازار کاهن، د اسراییلو نورو مشرانو او د اسراییلو د ټول قوم سره لیدنه کتنه وکړه. هغوی وویل: ۳<زمونږ پلار په دښته کې مړ شو او د هغه څخه هیڅ زامن پاتې نه شول. هغه د قورح د پیروانو څخه چې د څښتن په مقابل کې یې سرکشي کړې وه، نه ؤ بلکه هغه د خپلې ګناه له کبله مړ شو. ۴یوازې په دې خاطر چې هغه هیڅ زامن نه درلودل، ولې زمونږ د پلار نوم له خپلې طایفې څخه ورک شي؟ مونږ ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه راکړئ.>

۵حضرت موسیٰ د هغوی دعوه څښتن ته وړاندې کړه ۶او څښتن هغه ته وفرمایل: ۷<د صلفحاد لورګانې چې څه غواړي هغه صحیح دي. هغوی ته د خپل پلار د خپلوانو په منځ کې ځمکه ورکړه. پرېږده چې د هغه میراث د دوی شي. ۸اسراییلیانو ته ووایه: کله چې یو سړی بې زویه مړ شي، د هغه لور ته به د هغه ځمکه په میراث پاتې شي. ۹که چېرې هغه هیڅ لور ونلري، د هغه ورونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي. ۱۰مګر که چېرې هغه هیڅ ورونه ونلري، د هغه ترونو ته به ځمکه په میراث پاتې شي. ۱۱که چېرې هغه ترونه ونلري، په هغه طایفه کې باید د هغه ترټولو نژدې خپلوان ته د هغه ځمکه ورکړل شي. د اسراییلو قوم باید دا د یو قانوني شرط په توګه رعایت کړي، لکه څنګه چې ما څښتن تاته حکم وکړ.>

یوشع د حضرت موسیٰ په ځای ټاکل کیږي

(تثنیه ۳۱: ۱ - ۸)

۱۲څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د عباریم غرونو ته وخېژه او هغه ځمکه وګوره چې زه یې اسراییلیانو ته ورکوم. ۱۳کله چې ته هغه ووینې، نو د خپل ورور هارون په شان به مړ شې، ۱۴ځکه چې تاسو دواړو د صین په دښته کې زما د امر څخه سرکشي وکړه. هغه وخت چې ټول قوم په مریبه کې زما په ضد شکایت وکړ، تاسو د هغوی په مخکې زما د پاک قدرت احترام ونه کړ.> (مریبه په قادش کې د صین په دښته کې یوه چینه ده.)

۱۵حضرت موسیٰ دعا وکړه: ۱۶<ای څښتن خدایه، ای د ژوندون سرچینې، زه دعا کوم چې داسې یو نفر وټاکه چې د قوم مشري کولی شي. ۱۷ستا قوم یو داسې نفر ته اړتیا لري چې په جګړه کې ورته لارښودنه وکړي. که نه، نو هغوی به د داسې مېږو په شان شي چې بې شپونه یو خوا او بل خوا سرګردانه ګرځي.>

۱۸څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د نون زوی یوشع لایق سړی دی، خپل لاس د هغه په سر باندې کېږده. ۱۹بیا یې د العازار کاهن او اسراییلیانو په مخ کې ودروه او یوشع د هغوی د نوي مشر په توګه وټاکه. ۲۰د خپلو اختیاراتو څخه دې لږ څه هغه ته ورکړه، ترڅو د اسراییلو ټول قوم د هغه اطاعت وکړي. ۲۱کله چې د څښتن څخه د لارښوونې د اخیستلو دپاره ضرورت پېښ شي نو یوشع باید العازار ته ورشي. العازار به د اوریم او تمیم په استعمالولو سره د هغه رضا معلومه کړي. په دې ډول به یوشع او د اسراییلو ټول قوم ته معلومه شي چې څه باید وکړي.>

۲۲څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته حکم کړی ؤ، هغه هماغسې وکړل. هغه یوشع د العازار کاهن او د ټول قوم په مخکې ودراوه، ۲۳بیا هغه د یوشع په سر باندې خپل لاس کېښود او هغه یې د اسراییلو مشر وټاکه.