ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

متی - لسم فصل

د عیسی دولس رسولان

(مرقوس ۳: ۱۳‏ - ۱۹ او لوقا ۶: ۱۲‏ - ۱۶)

۱عیسی خپل دولس شاګردان راوغوښتل او هغوی ته یې د پېریانو د ویستلو او د هر ډول ناروغیو او کمزورتیاوو د روغولو اختیار ورکړ. ۲د هغو دولسو رسولانو نومونه دا دي: لومړنی شمعون چې په پطروس مشهور ؤ او ورور یې اندریاس، یعقوب د زبدي زوی او د هغه ورور یوحنا، ۳فیلیپوس او بارتولما، توما او مالیه ټولوونکی متي، یعقوب د حلفي زوی او تدي، ۴شمعون سرتېری او یهودا اسخریوتي چې د عیسی سره یې خیانت وکړ.

عیسی خپل دولس رسولان لېږي چې خپل کار سرته ورسوي

(مرقوس ۶‏: ۷ - ۱۳ او لوقا ۹: ۱‏ - ۶)

۵عیسی دا دولس شاګردان د دې لارښوونو سره ولېږل: «د غیریهودیانو هېڅ یوې سیمې ته لاړ نه شئ او د سامریانو هېڅ ښار ته مه ننوځئ. ۶خو د هغې په ځای د اسراییلو قوم ته چې د ورک شویو پسونو په شان دي ورشئ ۷او په لاره کې دا پیغام ورکوئ چې اسماني پاچاهي رانژدې شوې ده. ۸ناروغان روغ کړئ، مړي راژوندي کړئ، په جذام اخته خلک پاک او روغ کړئ او پېریان وباسئ. تاسو ته وړیا درکړل شوي او وړیا یې ورکړئ. ۹د ځان سره د سرو زرو، سپینو زرو او مسو سکې مه وړئ، ۱۰د سفر دپاره کوم خورجین، اضافه کالي، څپلۍ او امسا مه اخلئ، ځکه چې مزدور د خپلې مزدورۍ حقدار دی. ۱۱کله چې کوم ښار یا کوم کلي ته ننوځئ، نو د یو داسې سړي کور ته ورشئ چې د ورتلو لایق وي او ترڅو پورې چې کوم بل ځای ته ځئ، نو تر هغه وخته پورې د هغه په کور کې پاتې شئ. ۱۲کوم کور ته چې ننوځئ، نو په هغه سلام واچوئ. ۱۳که چېرې د هغه کور خلک ستاسو د سلام لایق وي، نو کومه سوله او سلامتي چې تاسو یې د هغوی دپاره غواړئ هغه به ورباندې پاتې شي، خو که لایق یې نه وي، نو هغه سلام به بېرته تاسو ته راوګرځي. ۱۴خو که چېرې څوک تاسو ته هرکلی ونه وایي او یا ستاسو خبرو ته غوږ ونه نیسي، نو کله چې د هغه کور یا ښار څخه ځئ، نو د خپلو پښو خاورې وڅنډئ. ۱۵په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې د قیامت په ورځ به د سدوم او عموره د ښارونو د خلکو سزا د دی ښار د خلکو د سزا څخه کمه وي.

د راتلونکې ځورونې په هکله

(مرقوس ۱۳‏: ۹‏ - ۱۳ او لوقا ۲۱‏: ۱۲‏ - ۱۷)

۱۶ګورئ، زه تاسو لکه د پسونو په شان د لېوانو منځ ته لېږم، نو د مارانو په شان هوښیار او د کوترو په شان بې آزاره اوسئ. ۱۷پام کوئ چې خلک به تاسو محکمو ته وسپاري او په خپلو کنیسو کې به مو په دورو باندې ووهي ۱۸او زما په خاطر به تاسو والیانو او پاچاهانو ته راوستل شئ چې د هغوی او غیریهودیانو په مخکې شاهدي ورکړئ. ۱۹خو کله چې هغوی تاسو محکمې ته راولي، نو په دې هکله اندېښنه مه کوئ چې تاسو به څه وایئ او څنګه به یې وایئ، ځکه چې په هماغه ساعت به تاسو ته وویل شي چې څه ووایئ. ۲۰ځکه تاسو چې کومې خبرې کوئ هغه به ستاسو خبرې نه وي، بلکې ستاسو د اسماني پلار روح به ستاسو په وسیله خبرې کوي. ۲۱ورور به د ورور سره خیانت وکړي چې ووژل شي او پلار به د خپلو اولادونو سره. اولادونه به د خپلو میندو او پلرونو په خلاف راپورته شي او د هغوی د مړینې سبب به شي. ۲۲ټول خلک به زما د نوم په خاطر ستاسو څخه کرکه کوي. خو څوک چې تر اخره ټینګ پاتې شي، هغه به خلاصون ومومي. ۲۳کله چې څوک تاسو په یو ښار کې ځوروي، نو بل ښار ته وتښتئ. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې مخکې له دې چې د اسراییلو په ټولو ښارونو کې وګرځئ، د انسان زوی به راشي.

۲۴شاګرد د خپل استاذ څخه لوی نه دی او نه نوکر د خپل بادار څخه. ۲۵د یو شاګرد دپاره دا بس دی چې د خپل استاذ په شان شي او نوکر د خپل بادار په شان. که چېرې د کور مشر ته بعلزبول یعنې شیطان وویل شي، نو د هغه د کورنۍ نور غړي به د دې نه هم په خراب نوم یاد کړای شي.

د چا څخه باید ووېرېږئ

(لوقا ۱۲: ۲‏ - ۷)

۲۶نو د هغوی نه مه وېرېږئ، ځکه داسې پټ شی نشته چې ښکاره به نه شي او نه داسې پټ راز شته چې ښکاره به نه شي. ۲۷څه چې زه تاسو ته په تیاره کې وایم، نو تاسو یې په رڼا ورځ اعلان کړئ، کوم څه چې تاسو ته په غوږ کې وویل شي تاسو یې د بام په سر اعلان کړئ. ۲۸د هغو خلکو څخه مه وېرېږئ چې بدن وژني، خو روح نه شي وژلی. خو د هغه چا څخه ووېرېږئ چې بدن او روح دواړه په دوزخ کې تباه کولای شي. ۲۹ایا دوه مرغۍ په یوه روپۍ نه خرڅیږي؟ خو بیاهم ستاسو د اسماني پلار د رضا څخه پرته یوه هم په ځمکه نه رالویږي. ۳۰خو ستاسو په هکله باید وویل شي چې ستاسو د سر ویښتان هم شمېرل شوي دي. ۳۱نو بیا مه وېرېږئ، تاسو د بې شمېره مرغیو څخه زیات ارزښت لرئ. ۳۲نو هرڅوک چې د خلکو په مخکې په دې اقرار وکړي چې هغه زما د پیروانو څخه دی، نو زه به هم د خپل اسماني پلار په مخکې اقرار وکړم چې هغه زما د پیروانو څخه دی. ۳۳خو هرڅوک چې د خلکو په مخکې زما څخه انکار وکړي، نو زه به هم د خپل اسماني پلار په مخکې د هغه څخه انکار وکړم.

د ایمان په خاطر د ستونزو منل

(لوقا ۱۲: ۵۱‏ - ۵۳‏، ۱۴: ۲۶ - ۲۷)

۳۴داسې ګومان مه کوئ چې زه د دې دپاره راغلی یم چې نړۍ ته سوله راولم، زه د سولې د راوستلو دپاره نه یم راغلی، بلکې دښمني راولم. ۳۵زه راغلی یم چې زوی د پلار، لور د مور او انږور د خواښې په خلاف کړم. ۳۶ستاسو د خپلې کورنۍ غړي به ستاسو دښمنان شي. ۳۷په چا چې خپل مور او پلار زما څخه زیات ګران وي، نو هغه زما لایق نه دی او په چا چې خپله لور او زوی زما څخه دېر ګران وي، هغه زما لایق نه دی. ۳۸څوک چې خپل صلیب راوانخلي او ما پسې رانه شي، نو هغه زما لایق نه دی. ۳۹څوک چې کوښښ کوي خپل ځان وساتي، نو هغه به له لاسه ورکړي او څوک چې زما په خاطر خپل ژوند له لاسه ورکړي هغه به رښتینی ژوند تر لاسه کړي.

اجرونه

(مرقوس ۹: ۴۱)

۴۰څوک چې تاسو قبول کړي، نو زه یې قبول کړی یم او څوک چې ما قبول کړي، نو هغه څوک یې قبول کړی دی چې زه یې رالېږلی یم. ۴۱هرڅوک چې یو پیغمبر په دې خاطر قبول کړي چې هغه پیغمبر دی، نو هغه به د یو پیغمبر اجر ومومي او څوک چې یو نېک سړی په دې خاطر قبول کړي چې هغه نېک سړی دی، نو هغه به د نېک سړي اجر ومومي. ۴۲هرڅوک چې د دې عادي خلکو څخه یوه ته په دې خاطر چې هغه زما د پیروانو څخه دی، یوه پیاله یخې اوبه هم ورکړي، نو په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغه سړی به بې اجره پاتې نه شي.»