ختیځ افغانستان
EA Icon - Torah
د تورات شريف دوېم کِتاب

خروج - څلوېښتم فصل

د مقدسې خېمې ودرول

۱بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۲<د اولې میاشتې په اوله ورځ مقدسه خېمه ودروه. ۳په هغې کې د لوظ صندوق چې لس حکمونه په کې دي کېږده او هغه په پردې باندې پټ کړه. ۴مېز دننه راوړه او سامان ورباندې کېږده. همدارنګه څراغدان هم دننه راوړه او څراغونه ورباندې کېږده. ۵د سرو زرو د خوشبویۍ قربانګاه د لوظ د صندوق په مخ کې کېږده او د خېمې په دروازه باندې پرده ځوړنده کړه. ۶د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه د مقدسې خېمې د دروازې په مخ کې کېږده. ۷د خېمې او قربانګاه ترمنځ تشت کېږده او اوبه په کې واچوه. ۸د هغې ګردچاپېره یوه حویلۍ جوړه کړه او د حویلۍ په دروازه باندې پرده ځوړنده کړه.

۹د مسح کولو تېل واخله او خېمه او هرڅه چې په کې دي هغه ورباندې مسح کړه. خېمه او د هغې ټول سامان وقف کړه او هغه به مقدس شي. ۱۰بیا د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي مسح کړه. د قربانۍ ځای وقف کړه او هغه به په بشپړه توګه مقدس شي. ۱۱تشت او د هغه پایه مسح کړه او وقف یې کړه.

۱۲هارون او د هغه زامن د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راوله او غسل ورته ورکړه. ۱۳بیا هارون ته خاص لباس ورواغونده او مسح او وقف یې کړه ترڅو هغه د کاهن په توګه زما خدمت وکړي. ۱۴د هغه زامن راوله او کمیسونه ورته ورواغونده. ۱۵هغوی کټ مټ داسې مسح کړه لکه څنګه چې تا د هغوی پلار مسح کړ، ترڅو هغوی د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. د هغوی مسح کېدل به د یو داسې کاهنتوب دپاره وي چې تل ترتله به دوام ومومي.>

۱۶حضرت موسیٰ هرڅه کټ مټ د څښتن د امر په مطابق وکړل. ۱۷نو په دوهم کال وروسته له دې چې هغوی له مصر څخه لاړل، د اولې میاشتې په اوله ورځ خېمه ودروله شوه. ۱۸کله چې حضرت موسیٰ خېمه ودروله نو د هغې پایې یې په خپل ځای کې کېښودلې. چوکاټونه یې ودرول، اړمونه یې ورننه ایستل او ستنې یې ودرولې. ۱۹لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، هغه په خېمه باندې پوښ وغوړاوه او په هغه باندې یې بیرونی پوښ واچاوه.

۲۰هغه د تیږو دوه لوحې واخیستلې او د لوظ په صندوق کې یې کېښودلې. میلې یې د صندوق په کړۍ ګانو کې واچولې او هغه سرپوښ یې ورباندې واچاوه چې کفاره ورباندې ادا کیږي. ۲۱لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، حضرت موسیٰ د لوظ صندوق خېمې ته دننه راوړ او پرده یې ځوړنده کړه. په دې ډول یې صندوق پټ کړ.

۲۲حضرت موسیٰ مېز په خېمه کې شمال خواته د پردې څخه بیرون کېښود ۲۳او لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، په هغه باندې یې هغه مقدسه ډوډۍ کېښودله چې څښتن ته وړاندې کیږي. ۲۴څراغدان یې په خېمه کې مېز ته مخامخ جنوب خواته کېښود ۲۵او لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، د څښتن په حضور کې یې څراغونه کېښودل. ۲۶حضرت موسیٰ د سرو زرو قربانګاه په خېمه کې د پردې په مخ کې کېښودله ۲۷او لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، په هغې باندې یې خوشبویي وسوزوله. ۲۸بیا یې پرده د خېمې په دروازه کې ځوړنده کړه. ۲۹لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، هغه د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه د خېمې دروازې ته نژدې ودروله او په هغې باندې یې سوزېدونکې او د غلې دانې نذرانې وړاندې کړې. ۳۰تشت یې د خېمې او د قربانۍ د ځای ترمنځ کېښود او د مینځلو دپاره یې اوبه په کې واچولې ۳۱او حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د هغه زامنو به د هغه څخه د خپلو لاسونو او پښو د مینځلو دپاره کار اخیست. ۳۲هرکله به چې هغوی خېمې ته ورننوتل یا به د قربانۍ ځای ته ورتلل، نو خپل لاسونه او پښې به یې مینځلې، لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ. ۳۳بیا حضرت موسیٰ د خېمې او د قربانۍ د ځای ګردچاپېره حویلۍ جوړه کړه او د حویلۍ په دروازې باندې یې پرده ځوړنده کړه. نو حضرت موسیٰ کار پای ته ورساوه.

د څښتن جلال

(شمېر ۹: ۱۵ - ۲۳)

۳۴بیا ورېځ خېمه پټه کړه او د څښتن د جلال څخه ډکه شوه. ۳۵نو له دې کبله حضرت موسیٰ نه شو کولی چې خېمې ته ورننوزي. ۳۶اسراییلیانو به یوازې هغه وخت خپل کمپ بل ځای ته انتقالاوه چې کله به ورېځ د خېمې څخه پورته کېدله. ۳۷ترڅو پورې چې ورېځ به هلته ولاړه وه نو هغوی به خپل کمپ نه انتقالاوه. ۳۸د ټولو سفرونو په دوران کې ټولو اسراییلیانو د ورځې له خوا د څښتن د حضور ورېځ د خېمې دپاسه لیدلی شوه او د شپې له خوا به یې لیدل چې په ورېځ کې اور بلیږي.