ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول سموئیل - یودېرشم فصل

د شائول او د هغه د زامنو مړینه

(اول تواریخ ۱۰: ۱ - ۱۲)

۱فلسطینیانو د جلبوع په غره کې د اسراییلو سره جنګ وکړ. په هغه ځای کې ډېر اسراییلیان ووژل شول او پاتې یې چې په هغو کې شائول پادشاه او د هغه زامن هم شامل وو وتښتېدل. ۲مګر فلسطینیانو هغوی ډېر سخت تعقیب کړل او د شائول درې زامن، یوناتان، ابیناداب او ملکیشوع یې ووژل. ۳د شائول شاوخوا جګړه ډېره سخته شوه او کله چې غشي ویشتونکي هغه ته ورسېدل نو هغه یې ډېر سخت ټپي کړ. ۴شائول خپل عسکر ته چې د هغه وسله یې انتقالوله وویل: <خپله توره راوباسه او ما ووژنه، ترڅو دا کافر فلسطینیان راباندې نه ملنډې ووهي، نه مې په عذاب کړي او نه مې ووژني.> مګر هغه ځوان د دې کار څخه ډېر ووېرېد. نو شائول خپله توره راواخیستله او ځان یې ورباندې وغورزاوه. ۵کله چې هغه ځوان ولیدل چې شائول مړ شوی دی، نو هغه هم په خپلې تورې باندې ځان وغورزاوه او د شائول سره یوځای مړ شو. ۶نو په دې ډول شائول، د هغه درې زامن، هغه ځوان عسکر او د هغه ټول جنګیالي په هغه ورځ یوځای سره مړه شول. ۷کله چې د یزرعیل د درې د بلې خوا او د اردن د سیند د ختیځې خوا اسراییلیانو واورېدل چې د اسراییلو لښکر تښتېدلی دی او دا چې شائول او د هغه زامن وژل شوي دي، دوی خپل ښارونه پرېښودل او وتښتېدل. نو فلسطینیان راغلل او په دغو ښارونو کې ځای په ځای شول.

۸د جنګ څخه یوه ورځ وروسته فلسطینیان د مړو د لوټ کولو دپاره ورغلل، نو هغوی د شائول او د هغه د درې زامنو مړي پیدا کړل چې د جلبوع په غره کې پراته وو. ۹دوی د شائول سر پرې کړ، د هغه څخه یې زغرې وویستلې او د فلسطین ټول هېواد ته یې استازي ولېږل چې دا زېری په خپلو بتخانو او خپلو خلکو په منځ کې خپور کړي. ۱۰دوی د شائول وسلې د عشتاروت په بتخانه کې کېښودلې او د هغه مړی یې د بیت‎ شان په دېوال باندې مېخ کړ.

۱۱کله چې په جلعاد کې د یابیش د ښار خلکو د هغه څه په باره کې چې فلسطینیانو په شائول باندې کړي وو، واورېدل، ۱۲د هغوی ترټولو زړور سړي ووتل او ټوله شپه یې بیت شان ته سفر وکړ. هغوی د شائول او د هغه د زامنو مړي د دېوال څخه راکوز کړل، یابیش ته یې راوړل او هلته یې وسوزول. ۱۳وروسته بیا هغوی د دوی هډوکي راواخیستل، هغه یې په ښار کې د غز د ونې لاندې ښخ کړل او د اوو ورځو دپاره یې روژه ونیوله.