ختیځ افغانستان
EA Icon - Historical Books
تاریخي

اول پادشاهان - اتلسم فصل

ایلیا او عوبدیا

۱ډېره موده وروسته، د وچکالۍ په دریم کال څښتن ایلیا ته وویل: <لاړ شه او اخاب پادشاه ته ځان وروښایه او زه به باران ووروم.> ۲نو ایلیا روان شو چې د اخاب سره وګوري.

په سامره کې ډېره سخته قحطي وه ۳او اخاب د خپلې ماڼۍ مسئول عوبدیا راوغوښت. (عوبدیا د څښتن څخه ډېر وېرېده. ۴هغه وخت چې ایزابل هڅه وکړه چې د څښتن نبیان ووژني، عوبدیا سل تنه نبیان بوتلل، پنځوس، پنځوس تنه یې په دوه سمڅو کې پټ کړل او هغوی ته به یې خواړه او اوبه وررسول.) ۵اخاب عوبدیا ته وویل: <راځئ چې په هېواد کې په ټولو چینو او خوړونو باندې وګرځو. کېدای شي چې یو څه واښه پیدا کړو، خپل اسونه او قچرې ورباندې ژوندي وساتو او د خپلو څارویو څخه یو څه له لاسه ورنه کړو.> ۶نو هغوی موافقه وکړه چې څوک به د ځمکې کومه برخه د واښو دپاره لټوي. اخاب یوازې په یوه خوا لاړ او عوبدیا یوازې بلې خواته.

۷کله چې عوبدیا په لاره روان ؤ، ایلیا د هغه سره مخامخ شو. عوبدیا هغه وپېژانده، هغه ته په ځمکه باندې پړمخې پرېوت او ویې ویل: <ای زما باداره ایلیا، آیا په رښتیا سره دا تاسو یئ؟>

۸هغه ځواب ورکړ: <هو. لاړ شه او خپل بادار ته ووایه چې ایلیا دلته دی.>

۹عوبدیا ځواب ورکړ: <ما څه ګناه کړې ده چې ته مې اخاب پادشاه ته ورسپارې ترڅو هغه ما ووژني؟ ۱۰ستاسو د ژوندي څښتن خدای په نامه قسم خورم چې داسې قوم یا پادشاهي نشته چې اخاب ستاسو د لټولو دپاره هغه ځای ته یو نفر نه وي استولی. هرکله به چې هغوی اخاب ته پیغام ورلېږه چې ایلیا دلته نشته، نو اخاب به هغه پادشاه مجبوراوه چې قسم وخوري: ایلیا دلته نشته. ۱۱خو اوس تاسو وایئ چې لاړ شه او ووایه: ایلیا دلته دی. ۱۲که چېرې زه لاړ شم او د څښتن روح تاسو یو نامعلوم ځای ته بوځي بیا به څه کیږي؟ نو که چېرې اخاب ته ووایم چې تاسو دلته یئ او هغه مو پیدا نه کړي، ما به ووژني. دا مه هېروئ چې زه د هلکتوب څخه د څښتن نه ډېر وېرېدم. ۱۳ای زما باداره، آیا تاسو نه دي اورېدلي چې کله ایزابل د څښتن نبیان وژل، ما څه وکړل؟ ما سل تنه نبیان په دوه سمڅو کې، یعنې په هره سمڅه کې پنځوس، پنځوس تنه پټ کړل او هغوی ته مې خواړه او اوبه ورورسول. ۱۴اوس تاسو راته وایئ چې خپل بادار ته ورشه او ورته ووایه چې ایلیا دلته دی. که چېرې زه دا کار وکړم، هغه به ما ووژني!>

۱۵ایلیا په ځواب کې وویل: <د ژوندي مطلق قادر څښتن په نامه چې زه یې خدمت کوم قسم خورم چې نن به خپل ځان اخاب پادشاه ته وروښایم.>

۱۶نو عوبدیا، اخاب پادشاه ته ورغی او هغه یې خبر کړ او اخاب د ایلیا د لیدنې او کتنې دپاره ور روان شو. ۱۷کله چې هغه ایلیا ولید ورته ویې ویل: <آیا دا ته یې، چې اسراییلیان ډېر زیات ځوروې؟>

۱۸ایلیا ځواب ورکړ: <زه ځورونکی نه یم، بلکه ته او ستا د پلار کورنۍ ده. تاسو د څښتن حکمونه پریښي دي او د بعل د بتانو عبادت مو کړی دی. ۱۹اوس د اسراییلو ټول قوم راوغواړه چې د کرمل په غره کې زما سره لیدنه او کتنه وکړي. د بعل څلورسوه پنځوس نبیان او د اشیره څلورسوه نبیان چې د ایزابل په دسترخوان باندې ډوډۍ خوري راوله.>

د بعل په نبیانو باندې د ایلیا بریالیتوب

۲۰نو اخاب ټول اسراییلیان او د بعل نبیان راوغوښتل چې د کرمل په غره باندې سره راغونډ شي. ۲۱ایلیا د قوم مخې ته ورغی او ویې ویل: <تاسو به ترڅو پورې د دوو عقیدو ترمنځ زړه نازړه اوسئ؟ که چېرې څښتن خدای وي د هغه څخه پیروي وکړئ، مګر که چېرې بعل خدای وي د هغه څخه پیروي وکړئ.>

مګر خلکو هیڅ ونه ویل.

۲۲بیا ایلیا هغوی ته وویل: <د څښتن د نبیانو څخه یوازې زه پاتې یم، مګر بعل څلورسوه پنځوس نبیان لري. ۲۳دوه غوایان مونږ ته راولئ. د بعل نبیان دې یو غویی د خپل ځان دپاره غوره کړي، هغه دې ټوټې ټوټې کړي او په لرګیو باندې دې کېږدي، خو هغه ته دې اور نه اچوي. زه به د هغه بل غویي سره همداسې وکړم. ۲۴بیا تاسو خپل خدای ته دعا او زارۍ وکړئ او زه به څښتن ته دعا او زارۍ وکړم. هر یوه چې اور راواستاوه، هغه خدای دی.>

وروسته بیا ټول قوم وویل: <دا ښه خبره ده.>

۲۵نو ایلیا د بعل نبیانو ته وویل: <څرنګه چې ستاسو شمېر زیات دی، نو لومړی تاسو یو غویی واخلئ او هغه تیار کړئ. خپل خدای ته دعا او زارۍ وکړئ، مګر لرګیو ته اور مه اچوئ.>

۲۶بیا هغوی هغه غویی چې هغوی ته ورکړل شوی ؤ واخیست، هغه یې تیار کړ او له سهار څخه تر غرمې پورې یې د بعل په نامه دعا او زارۍ وکړې. هغوی چیغې وهلې: <ای بعله، مونږ ته ځواب راکړه!> او د هغه قربانۍ ځای ګردچاپېره یې نڅاګانې کولې چې هغوی جوړ کړی ؤ، مګر هیڅ ځواب رانغی.

۲۷د غرمې په وخت ایلیا په هغوی باندې ملنډې وهل شروع کړل او ویې ویل: <په لوړ اواز دعا وکړئ! ځکه چې هغه یو خدای دی! کېدای شي چې هغه په فکر کې ډوب شوی وي یا حاجت رفع کوي یا کېدای شي چې په سفر تللی وي! یا کېدای شي چې ویده وي او باید هغه راویښ کړئ.> ۲۸نو هغوی په ډېر لوړ اواز سره چیغې ووهلې او د خپل رواج له مخې یې خپل ځانونه په تورو او نېزو باندې زخمیان کړل تر دې چې د هغوی د بدنونو څخه وینې وبهېدلې. ۲۹غرمه تېره شوه او هغوی د ماسپښینه پورې خپل د لېونتوب نبوت کاوه. مګر نه کوم اواز واورېدل شو، نه چا ځواب ورکړ او نه چا کومه توجه وکړه.

۳۰وروسته بیا ایلیا قوم ته وویل: <ماته رانژدې شئ.> هغوی ټول ورغلل او ایلیا د څښتن هغه د قربانۍ ځای چې وران کړای شوی ؤ بېرته جوړ کړ. ۳۱ایلیا دولس تیږې واخیستې، د یعقوب د زامنو د دولس قبیلو څخه د هرې قبیلې دپاره یوه یوه تیږه. (یعقوب هغه سړی دی چې څښتن ورته ویلي وو چې <ستا نوم به اسراییل وي>.) ۳۲د دې تیږو څخه هغه څښتن ته د عبادت کولو دپاره د قربانۍ ځای ودان کړ. د هغه شاوخوا یې یو لوی لښتی وکینده، دومره لوی چې څوارلس لیتره اوبه په کې ځائېدلې. ۳۳وروسته یې د قربانۍ په ځای باندې لرګي ځای په ځای کړل، غویی یې ټوټې ټوټې کړ او په لرګیو باندې یې کېښود. هغه وویل: <څلور منګي د اوبو څخه ډک کړئ او په نذرانې او لرګیو باندې یې توی کړئ.> هغوی همداسې وکړل ۳۴او هغه وویل: <یو ځل بیا داسې وکړئ> او هغوی همدا کار وکړ. هغه وویل: <د دریم ځل دپاره دا کار وکړئ> او هغوی همداسې وکړل. ۳۵د قربانۍ د ځای ګردچاپېره اوبه جاري شوې او لښتی هم ډک شو.

۳۶ماسپښین چې د قربانۍ کولو وخت ؤ، ایلیا نبي د قربانۍ ځای ته رانژدې شو او دعا یې وکړه: <ای د ابراهیم، اسحاق او یعقوب څښتن خدایه، نن دا ثابته کړه چې ته د اسراییلو خدای یې او زه ستا خدمتګار یم او دا هرڅه مې د ستا په امر کړي دي. ۳۷ای څښتنه! ځواب راکړه، ماته ځواب راکړه، ترڅو خلک په دې باندې پوه شي چې ته څښتن خدای یې او ته یې چې هغوی بېرته خپل ځان ته رااړوې.>

۳۸څښتن اور رانازل کړ او قرباني، لرګي، تیږې او خاوره یې وسوزوله او په لښتي کې یې اوبه وچې کړې. ۳۹کله چې خلکو دا ولیدل، ځانونه یې په ځمکه باندې وغورزول او چیغې یې ووهلې: <څښتن، خدای دی! څښتن، خدای دی!>

۴۰هغه وخت ایلیا هغوی ته حکم وکړ: <د بعل نبیان ونیسئ او یو هم مه پرېږدئ چې وتښتي!> هغوی یې ونیول او ایلیا هغوی د قیشون خوړ ته کوز کړل او هلته یې ووژل.

د وچکالۍ پای ته رسېدل

۴۱ایلیا اخاب ته وویل: <لاړ شه، وخوره او وڅښه، ځکه چې د سخت باران اواز دی.> ۴۲کله چې اخاب روان شو چې څه وخوري او وڅښي، ایلیا د کرمل د غره څوکې ته وخوت، ځمکې ته ورټیټ شو او خپل سر یې د زنګنونو په منځ کې کېښود. ۴۳هغه خپل خدمتګار ته وویل: <لاړ شه او د بحیرې خواته وګوره.>

خدمتګار لاړ او بېرته راستون شو، ویې ویل: <څه شی مې ونه لید.> په دې توګه ایلیا اووه ځلې هغه ولېږه. ۴۴هغه په اووم ځل بېرته راغی او ویې ویل: <لږه ورېځ مې ولیدله چې د انسان د لاس څخه لویه نه وه او د بحیرې څخه راپورته کېدله.>

ایلیا خپل خدمتګار ته امر وکړ: <اخاب پادشاه ته ورشه او ورته ووایه چې خپله جنګي ګاډۍ تیاره کړي او مخکې له دې چې باران هغه ایسار کړي، بېرته خپل کور ته ستون شي.>

۴۵په ډېر لږ وخت کې اسمان په تورو ورېځو کې پټ شو، باد راوالوت او سخت باران پیل شو. اخاب خپلې ګاډۍ کې سپور شو او بېرته یزرعیل ته روان شو. ۴۶څښتن ایلیا ته قوت ورکړ، هغه خپل کالي په ملا پورې کلک وتړل او تر یزرعیل پورې په ټوله لاره کې د اخاب په مخکې ځغلېده.