ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - یوولسم فصل

د ایلعازر مړینه

۱د ایلعازر په نوم یو سړی ؤ چې ناروغه ؤ. د هغه کور په بیت عنیا کې ؤ، یعنې په هغه کلي کې چې مریم او د هغې خور مرتا اوسېدله. ۲دا هغه مریم ده چې ورسته د عیسی په پښو باندې عطر اچوي او د هغه پښې په خپلو ویښتانو وچوي. د هغې ورور ایلعازر ناروغه ؤ. ۳نو خویندو یې عیسی ته خبر ورولېږه او ورته ویې ویل: «استاذه، ستا ګران دوست ناروغه دی.» ۴کله چې عیسی دا واورېدل نو ویې ویل: «ایلعازر به د دې ناروغۍ څخه نه مړ کیږي بلکې دا د خدای د جلال ښکاره کولو دپاره یوه وسیله ده، ترڅو د خدای زوی هم له دې لارې جلال ومومي.»

۵په عیسی باندې مرتا، د هغې خور او ایلعازر ګران وو. ۶سره له دې چې هغه د ایلعازر د ناروغۍ نه خبر شو، خو دوه ورځې نور هم په هغه ځای کې چې ؤ، هلته پاتې شو. ۷بیا هغه خپلو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې بېرته یهودیې ته لاړ شو.» ۸شاګردانو ورته وویل: «ای استاذه، لږه موده مخکې د هغه ځای خلکو غوښتل تا سنګسار کړي، خو ته بیاهم غواړې چې هلته لاړ شې؟» ۹عیسی ځواب ورکړ: «ایا په ورځ کې دولس ساعته رڼا نه وي؟ څوک چې د ورځې ګرځي نه راغورځیږي، ځکه چې د دې نړۍ رڼا ویني. ۱۰خو که څوک د شپې ګرځي نو غورځیږي، ځکه چې د هغه سره رڼا نه وي.» ۱۱عیسی دا خبرې وکړې او بیا یې هغوی ته وویل: «زمونږ دوست ایلعازر ویده پروت دی، خو زه ورځم چې راویښ یې کړم.» ۱۲شاګردانو وویل: «ای استاذه، که هغه ویده وي نو هغه به راپاڅيږي.» ۱۳خو د عیسی د خبرې مقصد دا ؤ چې ایلعازر مړ شوی دی، خو هغوی فکر وکړ چې د هغه مقصد عادي خوب دی. ۱۴نو عیسی هغوی ته ښکاره وویل: «ایلعازر مړ شوی دی. ۱۵خو زه ستاسو په خاطر خوشحاله یم چې هلته نه وم، ځکه چې تاسو به اوس په رښتیا ایمان راوړئ. راځئ چې هغه ته ورشو.»

۱۶توما چې د غبرګوني په نوم هم یادېده، نورو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې مونږ هم لاړ شو او د هغه سره مړه شو.»

عیسی قیامت او ژوندون دی

۱۷کله چې عیسی هغه ځای ته ورسېده، څلور ورځې کېدلې چې د ایلعازر مړی په قبر کې ایښودل شوی ؤ. ۱۸بیت عنیا د اورشلیم نه شاوخوا درې کیلومتره لېرې ؤ ۱۹او د اورشلیم نه د یهودیې ډېر خلک مرتا او مریم ته راغلي وو چې د هغوی د ورور د مړینې په خاطر ورته تسلي ورکړي، ۲۰نو کله چې مرتا د عیسی د راتللو څخه خبره شوه، د هغه مخې ته ورغله، خو مریم په کور کې پاتې شوه. ۲۱مرتا عیسی ته وویل: «استاذه، که ته دلته وای، نو زما ورور به نه وای مړ شوی. ۲۲خو زه اوس هم په دې پوهېږم چې که ته د خدای څخه هرڅه وغواړې، نو خدای به یې درکړي.» ۲۳عیسی هغې ته وویل: «ستا ورور به بېرته راژوندی شي.» ۲۴مرتا وویل: «زه پوهېږم چې هغه به د قیامت په ورځ راژوندی شي.» ۲۵عیسی هغې ته وویل: «زه قیامت او ژوندون یم. که څوک په ما باندې ایمان راوړي که هغه مړ هم شي، خو بیا به هم ژوندی وي، ۲۶او که څوک ژوندی وي او په ما باندې ایمان راوړي، نو هغه به هېڅکله هم مړ نه شي. ایا په دې باندې باور کوې؟» ۲۷هغې وویل: «هو، استاذه! زه په دې ایمان لرم چې ته مسیح یعنې د خدای زوی یې، د چا په هکله چې خدای ویلي دي چې هغه باید نړۍ ته راشي.»

عیسی ژاړي

۲۸کله چې مرتا دا خبره وکړه، نو لاړه او خپلې خور ته یې غږ وکړ او په پټه یې ورته وویل: «استاذ راغلی دی او تا غواړي.» ۲۹کله چې مریم دا واورېدل، نو زر راپاڅېدله او عیسی ته ورغله. ۳۰عیسی لا کلي ته رسېدلی نه ؤ او لا په هماغه ځای کې ؤ چې مرتا یې لیدلو ته ورغلې وه. ۳۱کوم خلک چې مریم ته د تسلۍ ورکولو دپاره راغلي وو او د هغې په کور کې وو، نو کله یې چې ولیدل چې هغه په بیړه له کوره وځي نو هغې پسې روان شول. هغوی فکر کاوه چې هغه قبر ته روانه ده چې هلته وژاړي.

۳۲مریم هغه ځای ته ورسېدله چې عیسی په کې ؤ او څنګه یې چې هغه ولیده، نو پښو ته یې پرېوتله او ویې ویل: «استاذه، که ته دلته وای، نو زما ورور به نه وای مړ شوی.» ۳۳کله چې عیسی هغه ولیدله چې ژاړي او همدارنګه کوم خلک چې د هغې سره راغلي وو هم ژاړي، نو سوړ اوسېلی یې وویست او ډېر خفه شو ۳۴او د هغوی نه یې پوښتنه وکړه: «د هغه قبر چېرته دی؟» هغوی ځواب ورکړ: «ښاغلیه، راشه او ویې ګوره.» ۳۵عیسی په ژړا شو. ۳۶بیا خلکو وویل: «وګورئ هغه ورباندې څومره ګران ؤ.» ۳۷خو ځینو یې وویل: «دې سړي چې د هغه ړوند سړي سترګې بینا کړلې، ایا دا یې نه شو کولای چې ایلعازر یې د مرګ نه بچ کړی وای؟»

ایلعازر راژوندی کیږي

۳۸عیسی یوځل بیا سوړ اوسېلی وویست او قبر ته ورغی. دا قبر یو غار ؤ چې خولې ته یې یوه تیږه ایښودل شوې وه. ۳۹عیسی خلکو ته امر وکړ: «تیږه لېرې کړئ.» مرتا د مړ شوي سړي خور هغه ته وویل: «استاذه، اوس خو د هغه د مرګ څلور ورځې شوې دي او بوی به یې کړی وي.» ۴۰عیسی هغې ته وویل: «ایا تاته مې نه وو ویلي چې که چېرې ته ایمان ولرې، نو د خدای جلال به ووینې؟» ۴۱نو خلکو تیږه لېرې کړه. بیا عیسی پورته اسمان ته وکتل او ویې ویل: «ای پلاره، زه ستا شکر کوم چې زما دعا دې واورېدله. ۴۲زه پوهېدم چې ته تل زما دعا اورې، خو ما دا د دې خلکو په خاطر چې دلته ولاړ دي وویل، ترڅو هغوی په دې باندې ایمان راوړي چې زه تا رالېږلی یم.» ۴۳کله چې عیسی دعا خلاصه کړه، نو په لوړ اواز یې چیغه کړه: «ای ایلعازره، راووځه.» ۴۴نو هغه مړی چې لاسونه او پښې یې په کفن کې تاو شوې وې او مخ یې په دستمال کې پټ ؤ، راووت. عیسی هغوی ته وویل: «هغه راخلاص کړئ او پرېږدئ چې لاړ شي.»

د عیسی په خلاف دسیسه

(متي ۲۶: ۱‏ - ۵ او مرقوس ۱۴: ۱‏ - ۲ او لوقا ۲۲: ۱‏ - ۲)

۴۵نو ډېرو خلکو چې د مریم لیدلو ته راغلي وو، کله چې هغوی هغه څه چې عیسی وکړل ولیدل، نو په هغه باندې یې ایمان راوړ. ۴۶خو د هغوی څخه ځینې یې فریسیانو ته ورغلل او کوم کارونه چې عیسی کړي وو هغوی ته یې وویل. ۴۷بیا فریسیانو او مشرانو کاهنانو شورا راوغوښتله او ویې ویل: «څه باید وکړو؟ ځکه چې دا سړی ډېرې معجزې ښکاره کوي. ۴۸که مونږ هغه پرېږدو چې همداسې کارونه وکړي نو ټول خلک به ورباندې ایمان راوړي، بیا به رومیان راشي او زمونږ د خدای کور او زمونږ ټول قوم به له منځه یوسي.» ۴۹خو په هغوی کې یو تن چې قیافا نومېده او په هغه کال لوی کاهن ؤ، وویل: «تاسو نه پوهېږئ! ۵۰په دې نه پوهېږئ چې ستاسو دپاره دا ښه ده چې یو کس د ټول قوم په خاطر مړ شي، نه دا چې ټول قوم تباه شي.» ۵۱هغه دا خبره له خپله ځانه ونه کړه بلکې د دې دپاره چې هغه په هغه کال لوی کاهن ؤ، نو هغه پېشګویي وکړه چې عیسی به د یهودو د قوم په خاطر مړ شي، ۵۲او یوازې د هغه قوم دپاره نه بلکې د خدای ټول خواره واره اولادونه چې په مختلفو ځایونو کې اوسیږي سره یوځای کړي. ۵۳نو د هماغې ورځې نه هغوی د عیسی د وژلو پرېکړه وکړه. ۵۴له هغې وروسته عیسی نور د خلکو په منځ کې ښکاره نه ګرځېده بلکې د هغه ځای نه یوې سیمې ته چې دښتې ته نژدې وه، یعنې د افرایم په نوم ښار ته لاړ او د خپلو شاګردانو سره هلته پاتې شو.

۵۵د یهودیانو د فسحې اختر نژدې ؤ او ډېر خلک د کلیوالي سیمو نه اورشلیم ته راغلل چې د اختر نه مخکې د پاکوالي مراسم سرته ورسوي. ۵۶هغوی عیسی لټاوه او څنګه چې هغوی د خدای په کور کې سره راټول شول نو یو بل ته یې وویل: «تاسو څه فکر کوئ، ایا هغه به د اختر جشن ته رانه شي؟» ۵۷مشرانو کاهنانو او فریسیانو دا حکم کړی ؤ، که هرڅوک پوه شي چې عیسی چېرته دی، نو دوی ته دې خبر ورکړي چې هغه ونیسي.