ختیځ افغانستان
EA Icon - Gospels
انجیل

یوحنا - نهم فصل

عیسی د موره ړوند پیدا شوي سړي ته شفا ورکوي

۱کله چې عیسی په لاره تېرېده، نو یو سړی یې ولیده چې د پیدایښت نه ړوند ؤ. ۲شاګردانو یې ترې پوښتنه وکړه: «استاذه، ګناه چا کړې ده، دې سړي یا د ده مور او پلار چې هغه ړوند پیدا شوی دی؟» ۳عیسی ځواب ورکړ: «نه دې سړي او نه یې مور او پلار ګناه کړې ده، بلکې هغه د دې دپاره ړوند پیدا شو چې د هغه په وجود کې د خدای کار ولیدل شي. ۴تر هغې پورې چې لا ورځ ده باید هغه کارونه سرته ورسوو چې د هغه چا له خوا مونږ ته سپارل شوي دي چې زه یې رالېږلی یم. کله چې شپه شي نو هېڅوک کار نه شي کولای. ۵ترڅو پورې چې په دې نړۍ کې یم د نړۍ دپاره رڼا یم.» ۶څنګه چې عیسی دا خبره وکړه، نو په ځمکه باندې یې لاړې تو کړې او په هغې یې خټه جوړه کړه او هغه یې د هغه سړي په سترګو باندې وموږله ۷او ورته ویې ویل: «لاړ شه او د سیلوام په حوض کې خپلې سترګې ووینځه.» (د سیلوام معنی ده لېږل شوی.) نو هغه سړی لاړ، خپلې سترګې یې ووینځلې او بېرته چې راغی نو بینا شوی ؤ.

۸د هغه ګاونډیانو او هغو خلکو چې د پخوا نه یې هغه پېژانده چې خیرات به یې غوښته وویل: «ایا دا هماغه ړوند سوالګر سړی نه دی چې ناست به ؤ او خیرات به یې غوښته؟» ۹ځینو وویل: «دا هماغه سړی دی.» خو نورو وویل: «نه، دا د هغه په شان ښکاري.» خو هغه خپله وویل: «زه هماغه سړی یم.» ۱۰نو هغوی ترې پوښتنه وکړه: «ستا سترګې څنګه بینا شوې؟» ۱۱هغه ځواب ورکړ: «هغه سړی چې عیسی نومېده لږه خټه جوړه کړه او زما په سترګو باندې یې وموږله او راته ویې ویل چې د سیلوام حوض ته لاړ شه او هلته یې ووینځه. نو زه لاړم او خپلې سترګې مې ووینځلې او بینا شوم.» ۱۲هغوی پوښتنه وکړه: «هغه چېرته دی؟» هغه ځواب ورکړ: «زه نه پوهېږم.»

فریسیان د شفا موندنې په هکله څېړنه کوي

۱۳بیا ځینې خلکو هغه سړی چې مخکې ړوند ؤ فریسیانو ته راوست. ۱۴دا د سبت ورځ وه چې عیسی خټه جوړه کړې وه او د هغه سترګې یې بینا کړې وې. ۱۵دوهم ځل فریسیانو د هغه سړي نه پوښتنه وکړه چې څنګه بینا شو. هغه سړي هغوی ته وویل: «هغه زما په سترګو باندې خټه کېښودله او ما هغه ووینځلې او اوس هرڅه لیدلی شم.» ۱۶ځینو فریسیانو وویل: «هغه سړی د خدای له خوا نه دی راغلی، ځکه چې د سبت ورځ نه مراعتوي.» خو نورو وویل: «یو ګناهکار سړی څنګه داسې معجزه ښودلی شي؟» او د هغوی ترمنځ اختلاف راپیدا شو.

۱۷نو فریسیانو یوځل بیا د هغه سړي نه پوښتنه وکړه: «ته د هغه سړي په هکله چې ستا سترګې یې بینا کړلې څه وایې؟» هغه سړي ځواب ورکړ: «هغه پیغمبر دی.» ۱۸خو یهودي مشرانو په دې باندې باور نه کاوه چې هغه سړی پخوا ړوند ؤ او اوس بینا شوی دی، ترڅو یې د هغه مور او پلار راوغوښتل. ۱۹یهودي مشرانو د هغوی نه پوښتنه وکړه: «ایا دا ستاسو زوی دی؟ تاسو وایئ چې هغه ړوند پیدا شوی دی؟ نو بیا څنګه اوس کولای شي چې وویني؟» ۲۰د هغه سړي مور او پلار په ځواب کې وویل: «مونږ پوهېږو چې دا زمونږ زوی دی او ړوند پیدا شوی دی. ۲۱خو مونږ نه پوهېږو چې هغه څنګه بینا شو یا چا د هغه سترګې بینا کړلې. د هغه نه پوښتنه وکړئ، هغه بالغ دی او په خپله ځواب ویلی شي!» ۲۲د هغه مور او پلار په دې خاطر داسې وویل چې هغوی د یهودي مشرانو نه وېرېدل، ځکه چې هغوی لا د مخکې نه په دې موافقه کړې وه چې هرڅوک چې اقرار وکړي چې عیسی هماغه مسیح دی، نو هغه به د کنیسې نه وشړي. ۲۳نو له دې امله د هغه سړي مور او پلار وویل: «هغه بالغ دی، پوښتنه ترې وکړئ.»

۲۴هغوی د دوهم ځل دپاره هغه سړی چې مخکې ړوند ؤ راوغوښت او ورته ویې ویل: «د خدای په نوم قسم وخوره چې رښتیا به وایې! مونږ پوهېږو چې دا سړی ګناهکار دی.» ۲۵هغه سړي ځواب ورکړ: «دا چې هغه ګناهکار دی او که نه دی زه نه پوهېږم، خو په یو شي باندې پوهېږم چې زه ړوند وم او اوس بینا شوی یم.» ۲۶هغوی پوښتنه وکړه: «هغه تا سره څه وکړل او څنګه یې ستا سترګې روغې کړلې؟» ۲۷هغه ځواب ورکړ: «ما مخکې تاسو ته وویل خو تاسو نه غوښتل چې زما خبره واورئ. نو تاسو ولې غواړئ چې یوځل بیا یې واورئ؟ ایا تاسو هم غواړئ چې د هغه شاګردان شئ؟» ۲۸بیا هغوی هغه سړي ته ښکنځلې وکړې او ورته ویې ویل: «ته د هغه شاګرد یې، خو مونږ د موسی شاګردان یو. ۲۹مونږ پوهېږو چې خدای د موسی سره خبرې کړې وې، خو خبر نه یو چې دا سړی له کوم ځایه راغلی دی.» ۳۰هغه سړي په ځواب کې وویل: «څومره حیرانوونکې خبره ده! هغه زما سترګې بینا کړلې، خو تاسو لا اوس هم خبر نه یئ چې هغه له کوم ځای نه راغلی دی. ۳۱مونږ پوهېږو چې خدای د ګناهکارانو دعا نه اوري، خو هغه د دینداره خلکو چې د هغه رضا پوره کوي دعاګانې اوري. ۳۲د نړۍ د پیدایښت نه هېچا نه دي اورېدلي چې کوم چا د پیدایشي ړوند سترګې بینا کړې وي. ۳۳که چېرې دا سړی د خدای له خوا نه وای راغلی نو هغه هېڅ نه شو کولای.» ۳۴هغوی په ځواب کې وویل: «د کومې ورځې نه چې ته پیدا شوی یې ړوند او ګناهکار یې، نو بیا ته څوک یې چې مونږ ته درس راکوې؟» بیا یې هغه د کنیسې نه وشړلو.

روحاني ړوندوالی

۳۵کله چې عیسی واورېدل چې هغوی هغه سړی د کنیسې نه شړلی دی، نو هغه یې لټاوه او پیدا یې کړ نو پوښتنه یې ترې وکړه: «ایا ته د انسان په زوی ایمان لرې؟» ۳۶هغه سړي په ځواب وویل: «ښاغلیه، ماته ووایه چې هغه څوک دی چې زه ورباندې ایمان راوړم.» ۳۷عیسی ورته وویل: «تا هغه لیدلی دی او دا هماغه سړی دی چې همدا اوس درسره خبرې کوي.» ۳۸هغه سړي وویل: «هو، څښتنه، زه درباندې ایمان لرم.» او هغه ته په سجده پرېوت.

۳۹بیا عیسی هغه ته وویل: «زه دې نړۍ ته د قضاوت کولو دپاره راغلی یم چې ړانده بینا شي او بینا ړانده شي.» ۴۰ځینې فریسیان چې د عیسی سره نژدې ولاړ وو دا خبرې واورېدلې او پوښتنه یې ترې وکړه: «ستا مقصد دا دی چې مونږ هم ړانده یو؟» ۴۱عیسی هغوی ته وویل: «که تاسو ړانده وای نو ستاسو ګناه به نه وه، خو دا چې تاسو وایئ مونږ بینا یو، نو د دې معنی دا ده چې تاسو لا تر اوسه هم ګناهکاران یئ.