ختیځ افغانستان
EA Icon - Wisdom & Poetry
پوهه او شاعري

يو سل او نهم زبور

په ستونزو باندې د اخته سړي شکایت

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور)

۱ای خدایه چې ستا ثنا وایمه

مه پاتې کېږه خاموش

۲بدکارانو او دروغجنو خلکو

خولې خلاصې کړې دي په ما پسې

زما په هکله هغوی دروغ وایي

۳رانه چاپېر دي هغوی او راته کوي خبرې

له نفرتونو ډکې

او بې سببه کوي جنګ راسره

۴زما د مینې په بدل کې لګوي په ما تورونه

خو زه د هغوی دپاره دعا کومه

۵د ښو بدل کې کوي بد راسره

او زما د مینې په بدل کې رانه کرکه کوي

۶ته مقرر کړه کوم خراب سړی

چې محاکمه کاندي دښمن زما

او تهمت ویونکی دې پرې تهمت ووایي

۷چې شي محکوم او ګناهکار ثابت شي

او دعاګانې یې حساب په ګناهونو کې شي

۸چې یې لنډ شي عمر

بل څوک دې ونیسي مقام د هغه

۹چې اولادونه یې یتیمان شي ورته

او شي یې ښځه کونډه

۱۰چې اولادونه یې شي بې کوره او سوالګر شي ورته

د خپلو ورانو کنډوالو نه دې دوی وشړل شي

۱۱قرض ورکوونکی دې هغه نه ټول مال او جایداد واخلي

څه یې چې ګټلي پردي خلک دې ورنه ټول لوټ کړي

۱۲هېڅوک دې نه شي مهربانه په هغه باندې

نه دې د هغه په یتیمانو کوم څوک رحم وکړي

۱۳نسل دې ختم شي ټول د هغه

راتلونکي نسل نه دې لېرې شي نامه د هغه

۱۴څښتن دې هېڅکله هېر نه کړي ګناهونه د نیکونو د هغه

او د هغه د مور ګناه دې هېڅکله ونه بخښي

۱۵تل دې څښتن ته ور په یاد وي ګناهونه د دوی

خو د ځمکې د مخ نه دې د هغه نوم او نښان ورک کړي

۱۶ځکه هېڅکله یې په چا مهرباني ونه کړه

هغه ځورولي او وژلي فقیران او محتاجان او زړه ماتي خلک

۱۷د هغه دا خوښ وو چې لعنت ووایي نورو باندې

اوس دې لعنت راشي هغه باندې

د چا دپاره یې برکت نه غوښته

څوک دې په ده هم برکت نه وایي

۱۸لعنت د ده دپاره ؤ داسې شی

لکه چې څوک هر وخت لباس اغوندي

د ده لعنت دې د ده خپل بدن ته ننوځي لکه اوبو په شان

او د هغه هډوکو ته دې ننوځي لکه د تېلو په شان

۱۹هغه دې پټ په لعنتونو کې شي

لکه چې پټ وي په کالیو کې څوک

او د کمربند په شان دې تاو وي د هغه نه مدام

۲۰نو په دې ډول سزا ورکړه مدعیانو ته زما څښتنه

چې ما پسې څوک داسې بد وایي

۲۱خو ته ای څښتن خدایه، ما سره مرسته وکړه

د خپل نامه په خاطر

او ته مې وژغوره ځکه چې نېک یې

او راسره مینه دوامداره کوې

۲۲ځکه غریب او حاجتمند یمه زه

او دننه زړه زما زخمي زخمي دی

۲۳فناکېدونکی یمه زه لکه لمر د مازدیګر په شان

لکه ملخ په شان زه باد وړی یم

۲۴زنګنونه مې ضعیف شول په روژو نیولو

څه ما کې نه دي پاتې یوازې پوستکی او هډوکی یمه

۲۵راپورې خاندي مدعیان زما کله چې وویني ما

د مسخرو نه خپل سرونه خوځوي هغوی

۲۶ای څښتن خدایه زما راسره مرسته وکړه

د خپلې تلپاتې مینې په خاطر ماته نجات راکړه

۲۷ترڅو معلوم شي دوی ته چې دا ټول وو ستا کارونه

ای څښتن خدایه، همدا ته وې چې نجات دې راکړ

۲۸هغوی دې ووایي لعنت راباندې، خو برکت راکړه ته

کله چې وکاندي حمله نو دوی دې وشرمیږي

خو وي دې خوشحاله خدمتګار دا ستا

۲۹زما مدعیان دې په شرمونو پټ شي

هغوی دې پټ شي په لباس د شرم

۳۰په لوړ اواز به د څښتن نه زه مننه کوم

د ټولو خلکو په حضور کې به ثنا د هغه وایمه زه

۳۱ځکه ودریږي هغه د حاجتمندو تر څنګ

او د هغو خلکو نه یې ساتي

چې محکوموي هغوی په مرګ باندې