يوسفزئ

لوئ پېغمبر

د حضرت يرمياه نبى کِتاب - اووۀ دېرشم باب

د صدقياه حضرت يرمياه ته درخواست کول

۱د يهوداه بادشاه يهوياکين د يهويقيم زوئ د تخت نه د راکوزولو نه وروستو د بابل بادشاه نبوکدنضر د هغۀ په ځائ صدقياه د يوسياه زوئ د يهوداه بادشاه مقرر کړو. ۲نۀ خو صدقياه او نۀ د هغۀ خِدمتګارانو او نۀ په يهوداه کښې پاتې شوى خلقو د مالِک خُدائ په کلام عمل کولو کوم چې د يرمياه په وسيله اورولے شوے وو. ۳خو بيا هم صدقياه بادشاه يهوکل د شلمياه زوئ او صفنياه اِمام د معسياه زوئ يوه ورځ دواړه يرمياه نبى ته ورولېږل او د هغۀ ته يې خواست وکړو چې، ”مونږ ته زمونږ د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه.“ ۴تر اوسه يرمياه په قېدخانه کښې نۀ وو اچولے شوے او هر چرته چې يې زړۀ غوښتل هلته په خلقو کښې آزاد ګرځېدلو. ۵په هم هغه وخت کښې د فِرعون فوجيانو مِصر پرېښودو او د يهوداه خوا ته روان شول، نو کله چې د بابليانو فوجيانو چا چې يروشلم محاصره کړے وو د هغوئ د راتلو په حقله واورېدل نو هغوئ د يروشلم نه وروستو شول. ۶نو بيا په هغه وخت کښې مالِک خُدائ يرمياه نبى ته پېغام ورکړو ۷او وې فرمائيل چې، ”صدقياه د يهوداه بادشاه چا چې تۀ رالېږلے يې چې زما نه تپوس وکړى هغۀ ته ووايه، د مِصر فوجيان کوم چې په دې تکل راروان وُو چې ستاسو مدد وکړى هغوئ به زر خپل مُلک مِصر ته واپس لاړ شى. ۸نو بابليان به واپس راوګرځى او په دې ښار باندې به حمله وکړى، هغوئ به دا ښار قبضه کړى او اور به ورته واچوى. ۹مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، خپل ځان ته دا دوکه مۀ ورکوئ چې ګنې د بابليانو فوج ستاسو نه لاړو او بيا به نۀ راځى، ځکه چې هغوئ به بيا واپس راځى. ۱۰تر دې چې کۀ تاسو د بابليانو ټولو لښکرو ته په جنګ کښې شکست هم ورکړئ او د هغوئ په خېمو کښې صرف هغه زخميان سړى وُو چې د جنګ نه ژوندى پاتې شوى وُو، نو هغوئ به راپاڅى او دا ښار به ټول وسوزوى.“

د حضرت يرمياه ګرفتارول

۱۱کله چې د بابليانو فوجيان د مِصريانو د فوجيانو د رارسېدو په وجه د يروشلم د محاصرې نه راواپس او په شا شُو، ۱۲نو يرمياه د دې دپاره د يروشلم د ښار نه د بنيامين قبائيلى علاقې ته په سفر روان شو ترڅو چې هلته کښې د خپلو خپلوانو نه زمکه کښې خپله برخه جائيداد جدا کړى. ۱۳خو کله چې هغه د بنيامين دروازې ته ورسېدو، نو هلته د چوکيدارانو آفسر د اِرياه په نوم چې د شلمياه زوئ او د حننياه نمسے وو هغه ونيولو. او ورته يې ووئيل، ”تۀ بګوړه شوے يې او د بابليانو سره ملګرے کېږې.“ ۱۴خو يرمياه ورته وفرمائيل چې، ”دا رښتيا نۀ دى. زۀ بګوړه نۀ يم او بابليانو سره نه ملګرے کېږم.“ خو اِرياه هغۀ ته غوږ ونۀ نيولو، او يرمياه يې ونيولو او آفسرانو ته يې پېش کړو. ۱۵هغوئ يرمياه ته سخت غصه شول او وې وهلو او د يونتن منشى په کور کښې يې بند کړو، د کوم نه چې هغوئ جيل جوړ کړے وو. ۱۶يرمياه يې په يوه تاخانه کښې بند کړو او تر ډېره وخته پورې هلته په کښې وو. ۱۷نو څۀ موده پس صدقياه بادشاه څوک ورولېږلو او يرمياه يې خپل محل ته راوغوښتلو، او هغۀ نه يې په راز کښې تپوس وکړو چې، ”د مالِک خُدائ د طرف نه څۀ پېغام شته څۀ؟“ يرمياه جواب ورکړو چې، ”آو، تۀ به د بابل بادشاه ته په حواله کړے شې.“ ۱۸نو بيا يرمياه د صدقياه بادشاه ته وفرمائيل چې، ”ما ستا يا ستا د آفسرانو او يا د دې خلقو خلاف څۀ داسې بد کړى دى چې د هغې په وجه تاسو زۀ په دې قېد کښې اچولے يم؟ ۱۹ستاسو په هغه نبيانو باندې څۀ چل وشو چې تاسو ته به يې وئيل چې، د بابل بادشاه به نۀ په تاسو او نۀ په دې مُلک باندې حمله وکړى؟ ۲۰نو اوس، بادشاه سلامته، زۀ تا ته سوال او مِنت کوم چې زما خبره واوره. ما د يونتن منشى کور ته واپس مۀ لېږه، ګنې زۀ به هلته مړ شم.“ ۲۱نو صدقياه بادشاه حُکم وکړو چې يرمياه د يونتن منشى کور ته مۀ استوئ بلکې د هغې په ځائ يې د فوجيانو په چاوڼۍ کښې بند کړئ. او بيا بادشاه دا حکم هم وکړو چې هره ورځ ورته د تنور يوه روټۍ تر هغه وخته پورې ورکوئ ترڅو چې په ټول ښار کښې يوه روټۍ هم وى. نو يرمياه بيا د فوجيانو چاوڼۍ کښې بند کړے شو.